هندوستان ته د آرياو راتګ

که څوک د بنګلور، حيدراباد، چنۍ يا کوچي په ډک بازار کې دا اعلان وکړي چې کانادا، تيلګو، تامل او ملايم ژبې اته زره کاله پخوا د مغربي اسيا نه راغلې دي نو څوک به جواب درنه کړي ۔ که څوک دا خبره وکړي چې هندوستان ته ځنې ژبې څلور زره کاله پخوا د استرايليا نه راغلې دي نو د هندوستان خلک پري غوږ او نه ږروي ۔ که د هندوستان خلکو ته څوک دا اوواي چې ستاسو ځنې ژبې د مشرقي اسيا نه راغلې دي نو بيا به هم څوک توجه در نه کړي ۔ څوک که هندوستان کې هر ځاے او هر چرته دا خبره وکړي چې د هندوستان خلک د نن نه پنځه شپېته (65)کاله پخوا د افريکا نه راغلي وو نو ټول خلک به درته ګوري او په خله به څه نه واي ۔ خو که چا دا خبره وکړه چې ابتداي سنسکرت ژبه هندوستان ته ارياو راوړې وه نو راشه که يې ګورې ټول خلک به اسمان په سر واخلي او بدرد وئيل به شورو کړي ۔ داسې ولې ده او دا خلک د ارياو د خبرې نه دومره يره ولې کوي او وجوهات يې څه دي ؟ ‘ دې ليک کې د دغه سوالونو جاج اخستل شوے دے ۔
د هندوستان سملاسي خلک(Right wing people) د دې خبرې مخالفت ځکه کوي چې د هغوۍ په اند سنسنکرت ژبه ، ويدي سرودونه او ارياي خلک درې واړه سره تړلي دي‘ درې واړه يو بنياد لري او درې واړه هندوستان کې پېدا شوي دي ۔ هغوۍ نه دا مني چې ارين د بهر نه راغلي خلک دي او نه دا مني چې د هندوستان کلتور د کوم بهراني وسيلو نه اغېزمنه شوے دے ۔

خو دا ډېر هېښنده او بې بنياده خيال دے کوم چې د هندوستان ځنې خلکو خپلو دماغو کې اېښودے دے او څه جواز ورته هم نه لري ۔ ارين ، سنسکرت ژبه او ويدي کلتور درې واړه د هندوستان سره يوشان والے نه ښاي ولې چې دا هندي کلتور د ارياو د مهاجرت په وجه مينځته راغلي وو کوم چې مونږ نن هندوستان کې وينو۔ د هندوستان تاريخ کې د ارياي مهاجرت ډېر ستر اهميت دے خو د هندوستان کلتور يواځې ارياي مهاجرت نه دے متاثره کړے په دي باندې د نورو نسلونو کلتورونو هم اغېزه کړې ده ۔ په دې وجه که څوک پوښتنه وکړي چې هندو اروپاي ژبې هندوستان ته کله راغلې دي نو دا داسې سوال دے چې مونږ اووايو چې مونږ کله خپل کلتور درامد کړے وو ؟ بيا د نورو کلتورونو نه کرکه کول به هم د سوال لاندې راځي ۔

د هندوستان د ځنې خلکو دا سوچ چې اريا، سنسکرت ژبه او ويدي کلتور درې واړه د هندوستان خپل دي نو دا خبره سمه نه ده او په دوو وجوهاتو بې بنياده او د خندني وړ ده ۔ لومړۍ خبره دا ده چې هندي کلتور د ارياو، سنسکرت او ويدي کلتور سره څه سمون نه خوري ۔ مونږ خبر يو چې ارياو د هندوستان په تهذيب ډېر مهم او ژور اثرات کړي دي کوم چې مونږ نن وينو خو د دې نه سربېره د هندوستان تهذيب نورو وسيلو هم اغېزمنه کړے دے ۔ دويمه خبره دا ده که دا اووايو چې هندو اروپاي ژبې د تاريخ په يو ځانګړي وخت هندوستان ته وارد شوي دي نو د دې مانا دا نه ده چې ګنې ويدي سرودونه او سنسکرت ژبه رکېبۍ کې تيار راوړل شوي وو او يا دا د اولې ورځې نه هم داسې وو څنګه چې نن دي ۔ غالب امکان دا کېدے شي چې ارياي کلتور د هغه خلکو سره د مېل ملاپ ، ناستې پاستې او ورکړه راکړه نتيجه کې مينځته راغلے وي چا چې دلته هندو اروپاي ژبې راوړې وې او څوک چې دلته د مخکې نه په پورا توګه اباد شوي وو۔ ( دلته هغه خلکو ته ا شاره شوې ده کوم چې د زغرب نه هندوستان ته د ارين نه مخکې راغلي وو)

خو هندوستان ته د ارياو د را تګ ځانګړے شهادت څه کېدے شي ؟

زمونږ لاسو کې هندوستان ته د ارياو د راتګ ثبوت ‘‘ ژبه ‘‘ ده ۔ د ثبوت دپاره‘‘ اس ‘‘ هم وړاندې کولے شو ولې چې دا ځناور ارياي کلتور سره ډېر ځانګړے تړون لري او هر ځاے د د ې نسل د خلکو سره يو ځاے ياد شوے دے ۔ ( د هړپه لرغونو نړاندو (Indus valley civilization) کې نه د دې ځناور پاتې شونې موندل شوې دي او نه يې په دغه هنر کې کوم انځور ليدل شوے دے ولې چې دغه تهذيب د ويدي کلتور نه پخوا وجود کې راغلے وو)
نن د هندوستان ډېرښته خلک هندو اروپاي ژبو سره غږېږي لکه هندي ، ګجراتي ، بنګالي ، مرهټي او پنجابي ۔ هم دغسې د دنيا څلوېښت سلنه خلک لکه اسپانوي ، جرمني ، انګريزي ، روسي ، فرانسي ، پرتګېزي او ايرني په هندو اروپاي ژبو خبرې کوي ۔ هندوستان د هندو اروپاي ژبو وئيلو واله ختيځ ته يوازېنے وريسته پروت هېواد دے ۔

د دې سوال پورته کېدل لازمي دي چې هندوستان کې غالبه ابادي په هندو اروپاي ژبو ولې خبرې کوي ؟ د دې سوال جواب دا کېدے شي چې هندوستان ته دغه ژبې د بهر نه راغلې دي او يا دغه ژبې د هندوستان نه بهر دنيا ته خپرې شوې دي ۔ دلته مسله دا ده چې ژبپوهنه د ژبو يو بل سره تړون مالومولے شې خو د هغې سمت نشي مالومولے چې کومه ژبه د کوم لوري نه کوم لوري ته غځېدلې ده ۔ خو اوس دا مسله هواره کړے شوے ده او ساينسپوهان دا کار د ډي اين اے په وسيله تر سره کړے دے او کوي يې ۔ دويۍ د زرهاو کلونو زاړه هډوکي لټوي د هغې ډي اين اے ارزونه کوي او دا مالوموي چې کومه ابادي څومره زاړه ده او د کوم ځايه يې کوم پلو ته مهاجرت کړے دے ۔
روان کال کې ساينسپوهانو د ډي اين اے په مټ مالومه کړه چې د هړپه تهذيب زمانه کې د مرکزي اسيا کوم جين نه ليدل کېږي ۔ مانا دا شوه چې 2100 قبل مسيح (زم) کې ارين هندوستان ته نه وو راغلي خو د دې نه پس بيا د ارياو موجودګي ليدل کېږي ۔ دا خبره ده چې ساينسپوها نو ته خاص د هړپه کنډرونو نه کوم هډوکي په لاس نه دي راغلي او دا څېړنه يې په هغه هډوکو کړې ده کوم چې د هړپه تهذيب چاپېرون کې موندل شوي وو۔ د دغه ارزونې نه مالومه شوه چې دغه هډوکې 3100 او 2200 قبل مسيح سره تړاو لري او دا چې د ارياو کومې نخښې پکې نه ليدل کېږي ۔ د سوات ناوې (Swat Valley) نه چې کوم هډوکي په لاس راغلي دي د هغې شننه ښاي چې دغه انسان 1200 قبل مسيح کې موجود وو او دغه انسان د مرکزي اسيا له نسله وو ۔ ياده دې وي چې د سوات ناوه د هړپه د تهذيب برخه پاتې شوې ده ۔

د دې حقيقت نه مخ اړول ممکن نه دي چې د 2100 او 1200 قبل مسيح (زم) ترمينځه زمانه کې جنوبي اسيا د مرکزي اسيا د کاروانونو سره مخامخ شوې وه څوک چې تر اوسه پورې د هندوستان ابادۍ کې موجود دي ۔ د ډي اين اے څېړنې په غوڅه توګه ښاي چې ارياي خلک هندوستان ته راغلي وو خو ارين يوازې جنوبي اسيا ته نه وو راغلي دا خلک د هندوستان د راتلو نه زر کاله پخوا اروپا ته هم راغلي وو کوم چې د ډي اين اے د شننو نه جوته شوې ده ۔ د يو ځاے نه دوو مهاجرتونو دوو سمتونو ته يوه ژبه د ځان سره يوړله کومه چې نن د هندو اروپاي ژبو په نوم سره ياديږي ۔

دا خبره اوس سپينه شوې ده چې د نورو په شان ارياو هم هندوستان ته مهاجرت کړے وو ۔ دې خبره کې د يرې يا فکرمندۍ څه نشته ولې چې هر دور کې د دنيا انسانانو د يو پلو نه بل پلو ته مهاجرتونه کړي دي او د يو انسان مهاجرت د بل انسان په ابادې او کلتور اغېزه کړې ده ۔

ژباره : خاطرمانېروال
darsangkk@yahoo.co.uk
Tony Joseph is the author of the book Early Indians: The Story of Our Ancestors and Where We Came From, published by Juggernaut this month.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب