هُومُونېمي ګړي

هومونېم (Homonym) یوناني اولاتیني لغت دی،چي مانائې ده: هغه ګړي چي یوډول ږغونه او یو ډول لیکل کیږي؛خو مانا ئې سره جلاوي . دغسي ګړو ته په ادبیاتو کي هومونېم(متجانس)یاهم ډوله وایي .
اودقافیې په علم کي هومونېمو ګړو ته چي په شعرکي راسي متجانس ردیف وایي . لکه په دغه شعر کي متجانس ردیف : یوشاعر وايي :
ستاله خیاله مي زړګی شوویني ویني
زه سوی یم هجران الله مي ویني
د لومړي نیم بیت په پای کي «ویني» اوبړن (سره کره ویات) دي په رګونو کي دانسان او ددوېم نیم بیت په پای کي «ویني» ددرېم شخص غایب متعدي کړنه ده داوس په مهال کي چي ليدل ګړنځي څخه راځي. دغه دواړي ګړي متجانس ردیف جوړه وي . هومونېمي ګړي په هره ژبه کي دنړۍ شتون لري او دغسي هم په پښتو ژبه کي .
لکه : ویني ) [جمع؛ ښځینه نوم دی] ویني مانا په بدن کي دحیه وو سره اوُبړن کُره ویاتو ته وایي . بولګه :داسي ئې سره ووهل،چي «ویني» ئې پر ډاګ وبهېدې. او ویني ) مانا لیده . [ کړنه ده د لیدل دکړنځي یاني متعدي مصدر څخه راځي .د درېم غایب سړي فعل حال دی .] بولګه : څرنګه چي زه سهار له کوره راووزم احمدمي ویني .
تور ) [نرینه ستاینه ده ؛رنګ دی دسپین په مقابل کي. ] بولګه : لیکنه په تور رنګ ښه ایسي. خوشال بابا وايي:

تور اوربل دي په سپین مخ را آشفته شه
سمن زاردي په سنبل کښې نهفته شه
تور ) [مذکر نوم دی مانا دام یا جال ] «تور» ئې غوړولی وو( زیرکي)ئې په نیولې. تور) [نرینه نوم دی مانا تهمت] پرمائې ناحقه «تور» ولګاوه .

خوشال بابا وايي:
بیامي څه دنورو یار بولې تور مه کړه
په ماخوار دي ظلم ډېر وکړ نور مه کړه
ښکاري ) [ستاینیز نرینه نوم دی. ] څوک چي په توپکه ښه ویشته کوي اومرغان ولي اوښکارکوي ؛ نو ښکاري ورته وایي.

رحمان باباوایي:
په طلب ئې نفع مند شوم له هر چا نه
تل ښکاري له خپله ښکاره مومي خط
ښکاري ) [ستاینه ده مانا معلومیږي؛واضح،څرګند] ستاکار ښکاري چي ونسي.

وار ) [نرینه نوم دی؛ مانانوبت؛ځل؛موقع؛ تحمل ] زه په «لیکه» کي ولاړوم خو زما «وار» رانه غی. رحمان باباوایي:
په هرچاباندي چي تېرشي وار دعمر
بیائې وارپه دا دنیا نشته رحمانه
وار ) [نرینه نوم دی؛مانایرغل؛ګوزار] پر احمدئې د لرګي سخت وار وکی.

لور ) [مذکر نوم دی ماناخوا؛جهت؛پلو؛اړخ] هرلور ته چي ولاړم یارمي پیدانه کی. خوشال بابا وايي: لور په لور مي په جهان ګرواېوان پاره شه* * کورپه کورمي درندی کارښکاره شه لور ) [نرینه نوم دی داوزار] په «لور» لوکوم .
اوُري ) [کړنه ده متعدي فعل دی] باران اوُري؛ ژلئ اوُري. اوُري ) [قیدمکان دی؛مانا آخوا؛هغه لور؛هغه پلو،هوري] څرنګه دوري اوري ګرځي. مانا دېخوا آخوا ته کرځې.

ځل ) [مذکرنوم دی دپټولواسباب] دآس ځل راواخله اوآس په ځل که. ځل ) [مذکر نوم دی مانا؛وار؛دفعه؛نوبت] داځل خو راغلې ږغ مي درته ونه کی؛که بل ځل راغلې نودرسره ګورم . رحمان بابا وایي:
دریغه ولیدی یوځل هغه مخونه
چي دراز لري مژګان درازقدونه

دی ) [ضمیرغایب یاني پټ ضمیرد درېم سړي] «دی» پروند راغلی وو. دی ) [کړنه دغایب ضمیر؛چي د«ول» دګړنځي څخه راځي. لازمي کړنه ده.] بولګه : احمد په کورکي دی . د کړني (دی) استاد محمدمعصوم «هوتک» ئې داسي لیکي (دئ)چي توپیر په منځ دنومځي (دی) او د فعل (دئ) شوی وي . زې هم د دوی پر «پښویه» لیکم .
دغسي بولګي بېخي ډېري سته خودلته ئې په دغه څو پورتو بولګوبسنه کوو . دغسي ګړو ته په عربي کي ورته [لغت واحدمعنی متغییر] وایي .

مترادف یاهم مانیز [Synonym] کلمې هم سته،چي دې ته په عربي ژبه کي [لغت متغییر معنی واحد] وایي . لکه : جنګ = جګړه=نښته ـــــــ
روغه = جوړه=سوله
جوړ = روغ=تیار
ښکلی = ښایسته
زور = ځواک
وار = ځلي
ارت = پراخ
وزګار = بې کار . پ

ه عروض پوهنه کي هغه قافیي ته وایي،چي دوه تورئې ولاړ یوپه بل پسې راسي . لکه : دلداره یاره جانانه . دغسي ګړي نوري هم ډېري سته،چي لغت مختلف وي مانا اومفهوم ئې یوشی وي .

په پښتو ژبه کي ګړي سته،چي یوډول لیکل کیږي؛خو د «خج» [Accent]له مخي ئې مانابدلون مومي .
لکه : غوټه) که لفظي فشار(خج) پر «غ» باندي راولو نو مانائې ده دوه تاره چي سره یوځای تړي یا دګرېوانه غوټه که فشار پر «ټ» باندي راولو؛نو مانا ئې ده سر په اوبو ننه ایستل.
جوړه : که فشار د «ج» پر توري باندي راوستل سي مانا ئې ده سوله، روغه . جوړه : که فشار د«ړ» پرتوري باندي راسي نو مانائې ده د «ناوي» کالي یادوو شيانو ته چي غبرګ یوځای وي .

بڼه : چي فشار پر «ب» باندي راسي،مانائې ده: څهره،رنګ،ګونه . بڼه : که چیري خج پر «ڼ» باندي راولو مانا ئې ده دمرغانو پر. حمیدماشوخېل وایي: چي ئې سپک کړي عاشقي لکه بڼه**هغه کس ترکوهي قافه دروندګڼه
که دغه لیکني ته ادامه ورکو نودغه ډول ګړي په پښتو ژبه کي بیخي ډېري دي . دلته دنموني په توګه یو څو وښوول شوې .

اخځونه:

۱: ــ ویکيپېدیا
۲: ــ پښتوگرامر جز،اول : مؤلف : پوهاند صدیق الله «رښتین»
۳: ــ دخوشال بابا، رحمان بابا او حمید ماشوخېل کتابونه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب