واده کول د «هیرجنتوب» ناروغۍ مخنیوی کوي

اسلام خپلو پیروانو ته د واده کولو زیاته سپارښتنه کړې او د دین او دنیا ګټې یې پکې رانغاړلې دي، خو ساینس ۱۴۰۰ کاله وروسته لګیا دی د اسلام د دغسې احکامو ګټې یوه یوه کشف کوي. ساینسي څیړنې ښودلې چې واده کول د زهایمر یا هیرجنتوب ناروغۍ مخنیوي کې ګټه کوي.

د لف برا پوهنتون څېړونکي د یوې څېړنې په پایله کې وايي چې د واده او نژدې ملګرو لرل ښايي له تاسو سره مرسته وکړي چې د «هیرجن- توب» د یادښت د له منځه تللو په ناورغۍ اخته نه شئ. دا چې څیړونکي مسلمانان ندي، نو کوښښ یې کړی چې د واده نوم په ډاګه وانخلي او په ځای یې نزدې ملګري اصطلاح وکاروي.

څېړونکي وايي دا مهمه نه ده چې تاسو له ډېرو کسانو سره اړیکي ولرئ، بلکې مهمه دا ده چې که ستاسو اړیکي له لږو کسانو سره هم وي خو پخې وي یا په بله اصطلاح ستاسو د خوښې او تاسو ته له نژدي کسانو سره وي. ددې مطلب دا دی چې که یو څوک ۴ ودونه ولري، تر هغه یې ماغزه ډیر ښه روغ پاتې کیږي چې یو یا دوه ودونه ولري.

پروفیسوره ایف هګویرروسټ وايي، کیدای شي ستاسو ژوندانه کې یا شاخوا ته ډېر کسان وي خو هغه چې د یادښت له منځه تللو په مخنیوي کې اغیز لرلي شي، هغه کسان دي چې له تاسو سره نژدې اړیکي ولري. ددې مطلب دا دی چې عادي ملګري د یادښت د له منځه تللو مخنیوی نشي کولی، بلکې یواځې د ژوند ملګري(جوړه) تاسو سره دغه مرسته کولی شي.

ایف هګویرروسټ وايي «نژدې ملګري او «د کورنۍ غړي» کولی شي چې ستاسو د روحي فشارونو په مخنیوي او کمولو کې مرسته وکړي او په دې توګه تاسو د یادښت په له منځه تللو اخته نه شئ». انګریزان نزدې ملګري هغې نجلۍ ته وایي چې د ښځې په حیث ورسره عمر تیروي، او کورنۍ څخه یې مطلب هم همدا ګړل فرینډه، مور، ورور، او دیته ورته خلک دي.

هغه ټولنه چې په برتانیا کې د حافظې د زوال د مخنیوي په برخه کې فعالیت کوي وايي، دا مهمه ده چې تاسو با ارزښته اړیکي ولرئ او ویې پالئ.

په ۶۶۷۷ بالغو کسانو دغه څیړنه ترسره شوې ده. پيل کې له دې ډلې هېڅ چا د حافظې د زوال ناورغي نه لرله خو د څېړنې ترپایه چې خواوشا اووه کاله وخت یې ونیوه ۲۲۰ کسانو کې د یادښت له منځه تللو ناروغۍ په ډاګه یا ثابته شوه.

څېړونکو د لاندینیو نښو لرونکو کسانو لست جوړ کړ چې د عامو خلکو څخه یې د یادښت له منځه تللو په نارغوۍ د اخته کېدو شونتیا ډیره وي.

۹٪ هغه کسان چې د ژوند په منځنیو کلونو کې کڼېږي

۸٪ هغه کسان چې د لوړو زده کړو بشپړولو کې پاتې راځي

۵٪ هغه کسان چې سګریټ/چلم/چرس څکوي

۴٪ هغه کسان چې له پیله د رواني فشارونو درملنه کې ناکاميږي

۳٪ هغه کسان چې کرار ناست وي او جسماني ستړیا نه ګالي یعني فیزیکي خوځښت نه کوي

۲ سلنه هغه کسان چې تنهایۍ(مجردۍ) کې ژوند کوي

۲٪ هغه کسان چې د وینې زیات فشار لري

۱سلنه هغه کسان چې چاق دي او یا هم د شکرې ناورغۍ په دویم ډول اخته دي

دغه راز څېړنه وايي چې د واده کړو کسانو پرتله په هغو کې د یادښت په له منځه تللو د اخته کېدو چانسونه دوه برابره ډېر وي، چې واده یې نه وي کړي. څېړونکي وايي د یادښت په له منځه تللو له اخته کېدو وروسته زیاتره ناروغان ګوښه کېږي او له خلکو سره ناسته ولاړه نه خوښوي، خو نورو ته پکار ده چې د ناورغۍ د ښه کېدو په خاطر له هغوی سره په اړیکه کې پاتې شي.

راټولوونکي: عبدالله «ویښ»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب