وحې ته د امت اړتیا څه ده؟

وحی ته د امت ضرورت او اړتيا يوه فطري غوښتنه ده ، ځکه الله تعالی انسان د توحيد په فطرت پيدا کړی دی او د توحيد څخه انحراف اصلاً د فطرت څخه انحراف دی ، لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :«ما من مولود إلا يولد على الفطرة, لإابواه يهودانه أو يمجسانه أو ينصرانه» (البخاري)

ژباړه : هر نوی طفل د (اسلام) په سالم فطرت سره پيدا کيږي مګر والدين يې هغه يهودي ، نصراني او يا مجوسي ګرځوي .

نو هر ډول انحراف که يهودي وي ، مجوسی ، نصاراني او بل وي هغه اصلاً د فطرت نه انحراف دی .

او الله تعالی د طرفه هر هدايت او تعليم د فطرت موافق دی لکه زمونږ سره چې د الله تعالی راليږلی وحی (قرآن او سنت ) دي .

مګر د فطري توحيد لورې ته بلل په علم سره کيږي نه په عقل ځکه چې ډير شيان په عقل نه پيژندل کيږي مثلاً : د وحی نزول ، د قيامت ورځ ، جنت او دوزخ نو ځکه د دغو شيانو تفصيلي لارښوونه مونږ ته الله تعالی د وحی په راليږلو او د پيغبر په رسالت سره کړې ده .

ځکه چې په هر څه باندې يوازې الله تعالی پوهيږي ځکه چې هغه (جل جلاله ) پيدا کوونکی دی .

لقوله سبحانه وتعالی:[ أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ] (الملك: ۱۴) .

ژباړه: آيا هغه څوک نه پوهيږي چې پيداښت يې کړی ؟ او هغه له ډيرو پټو او باريکو شيانو څخه ښه خبر دی .

پس ويلای شو چې وحی د بشر د فطرت او روح داسې ضرورت دی لکه غذا ته چې د انسان د جسم ضرورت دی ، نو څوک چې په اسلام کې داخل شوی دي او په وحی ايمان لري هغوی يو نوي ژوند ته داخل شوي دي .

مثال :

تاسې ډير ځله هغه کسان ليدلي چې کله نوي اسلام ته داخليږي او د شهادتين کلمه وايي ژاړي دا ځکه چې فطرت يې د اصلي مقصد سره وصل شو چې توحيد دی ، همدارنګه تاسې به ځينې داسې کسان ليدلي وي چې د مسجد الحرام ، کعبې شريفې او د زم زم د اوبو په ليدل سره ژاړي او يا د قرآن په اورېدلو سره ژاړي دا ځکه چې دا د اسلامي فطرت په نعمت باندې خوشحالی ده .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب