وخت مو په سمه توګه ووېشئ!

هر څوک غواړي خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یوه کړنلاره جوړه کړي. تر څو وکولای شي په ښه او اسانه توګه خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږي.

تاسې هم هڅه وکړئ خپل وخت یا هم خپله یوه ورځ مو په ۳۰، ۶۰، او یا هم پر ۹۰ دقیقو باندې ووېشئ، همدا د وخت وېشنې تر ټولو بنسټیزې برخې دي او د همدې له مخې کولای شئ خپل وخت په سمه توګه ووېشئ او په ډېر ښه ډول ګټه ترې پورته کړئ.

له وخت وېشنې وروسته د ځان لپاره مو اړینې او عادي کړنې څرګندې کړئ، په لومړي ګام کې مو اړینې کړنې او بیا په وروستي ګام کې مو خپلې عادي کړنې تر سره کړئ په همدې توګه له وخت څخه به مو په ښه ډول ګټه پورته کړې وي.

وخت له سرو زرو ډېر ارزښت لري او هغه څوک کولای شي ښه پرې پوه او اړینه ګټه ترې پورته کړی کوم، چې د خپل وخت لپاره سمه کړنلاره او وېشنه ولري.

وخت ځکه ارزښتناک دی، چې هېڅکله بیا راګرځېدونکی نه دئ. موږ باید له وخت څخه په سمه توګه ګټه واخلو، چې د خپلو ترسره کړو کړنو د له منځه وړلو او پاکولو یا پر ځای یې د ښو کارونو سرته رسولو چانس نه لرو.

وخت تېرېدونکی دئ، وخت خپل او پردی نه لري؛ وخت د ټولو د ګټې اخستنې وړ دئ هر څوک یې په لاس کې لري، خو حقیقت دا دی، چې هر څوک نه شي کولای پرته له منظمې کړنلارې او وخت وېشنې څخه په سمه توګه ګټه ترې پورته کړي.

د بشر ټولې لاسته راوړنې، پرمختګونه او بریالیتوبونه د وخت لپاره د اوږد مهالې او لنډ مهالې کړنلارې د جوړولو له مخې په لاس راغلې او د همدغې لارې له مخې په په راتلونکې کې هم په لاس راشي.

لیکنه : احمدضیأ فضلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب