ورزش کول د سهار لخوا ګټور دي

ورزش په بېلابېلو وختونو کې پر بدن هم بېلابېلې اغېزې لري.

کومه څېړنه چې د امریکا د ورزش ټولنې کړې ده، په ګوته کوي چې له خوب او سهارنۍ خوړلو وروسته ارام ورزش مو د ورځې په اوږدو کې د کار لپاره اماده کوي.

جام جم ورځپاڼه لیکي، د سهار له خوا له ۳۰ نیولې بیا تر ۴۵ دقیقو پورې ورزش کول کولی شي د وخت په تېرېدو سره د وزن په کمولو کې درسره مرسته وکړي. که نه غواړئ په وږي نس له کوره ووځئ او ورزش وکړئ، کولی شئ یوه سپکه سهارنۍ وخورئ او بیا ورزش وکړئ.

متخصصان په دې اند دي چې د سهار له ۶ تر اتو د ورزش لپاره تر ټولو ښه وخت دی؛ ځکه په دې وخت کې کورتیزول، د سټرېس هورمون په خپله لوړه سطحه کې وي. دغه هورمون د بدن د وازګو او کاربورهایدريتونو د سوځولو لامل کېږي او پر انرژۍ یې بدلوي چې د ورزش پر مهال مصرفېږي.

پر دې سربېره هغه ورزش کوونکي چې د سهار له خوا ورزش کوي، منظم خوب هم لري. د شمالي کارولینا پوهنتون څېړونکو په ثبوت رسولې ده چې د سهار له خوا ورزش کول د شپې له خوا د منظم خوب لامل کېږي.

د سهار له خوا د ورزش کولو بله ښېګڼه دا ده چې اشتها کموي او د هغو کسان لپاره یې ګټه ډېره ده چې غواړي وزن یې کم شي.

د شپې ورزش او ارامي:

د ورځې په اخري ساعتونو کې ورزش کول د دې لامل کېږي چې ټوله ستړیا مو له منځه یوسي او د شپې ښه خوب ولرئ. د امریکایي پوهنتون د څېړنو پر اساس، هغه کسان چې د ورځې فکري کار کوي، له ۵ نیولې تر ۷ بجو پورې که ورزش وکړي ټوله ستړیا به یې له منځه ولاړه شي.

خو د شپې له ۷ بجو وروسته د هېڅ درانه ورزش توصیه نه کېږي؛ ځکه د بدن د تودوخې درجه د دې لامل کېږي چې خوب مو وتښتي او ټوله شپه نا ارامه تېره کړئ.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب