ولادي فیستولا څه شی ده؟

ولادي فیستولا څه شی ده؟

کله چې د ماشوم پیدا کیدل له وخت څخه زیات وځنډیږی او له امیدوارې ښځی سره بیړنی طبی مرسته ونشی نو  ولادی کانال سوری کیږی چې دغه تکلیف ته ولادی فیستولا وایي. لدی کبله نوموړې ښځه خپل ادرار او غایطه مواد نه شی نیولی، او په ډیرو زیاتو مواردو کې ماشوم هم له منځه ځي.

ولادي فیستولا ولې پیښیږي؟

هغه ښځی چې د ماهرو قابلو، ډاکټرانو یا دکلینک په نشتوالی کې ولادت کوی، کیدای شی چې ترشپږواویا هم اووه ورځو پوری پرله پسی اوسخت دردونه ولری خو په داسی حال کې اکثره له دوو او یا دریو ورځو وروسته ماشوم له منځه ځي. په دغه وخت کی دماشوم سردموردحوصلې په منځ کی ترفشارلاندی راځی، په دی ځای کی د مورنرم انساج د پرله پسی فشار او زور لاندی وی ځکه خو د وینو جریان بندیږی او دغه نرم انساج مړه کیږی په دی توگه دا جدار یا پرده که دمورد مهبل نه مثانې خواته سوری شی نو ورته Visicovaginal Fistula وایی او که د مهبل نه د لویې کولمی خواته یا دغایطه موادو لاری ته سوری شی نوورته Rectovaginal Fistula وايي. او کله همدا فیستولا دواړو لارو ته پیدا کیږی. په نتیجه کی ښځی خپلی ډکی او تشی متیازی نشی نیولی.

بیوزلی، خوارځواکی، د روغتیایې خدماتو ټیټه او بی انډوله کچه، په کم عمر کې د نجونو واده کول او په کم عمرکی دنجونو حمل، او ښځوته د روغتیایی خدمتونو څخه د ګټی اخیستو واک نه ورکول دفیستولا د رامنځته کیدو بنسټیز لاملونه دی. دا ستونزی په لری پرتو سیمو کی لا ډیری دی، نو ځکه هغه ښځی چې په لرې پرتو سیمو کی ژوند کوی د فیستولا په تکلیف ترنورو زیاتی اخته کیدای شی. نو ځکه دا ډیره اړینه ده چې هره مورد ولادت لپاره کلینک ته او یاهم تربیه شوی قابلی ته ځان ورسوی. بیوزلی ترټولو مهمه ستونزه ده، همدا بیوزلی کورنۍ دنجونو له ۱۸کلنۍ څخه مخکی واده کولوته مجبوروي، بیوزلی دښځو د خوارځواکی لامل ګرځی اوهم ددی بیوزلی له کبله ښځی نشی کولای چې پروخت ځان لری کلینکونوته ورسوي.

کله چې روغتنپالان د داسی ناروغانوسره مخ کیږی نود دواړو پښو ترمنځ دعجان ساحه، مهبل او ورنونه یی په دقیق ډول د لاندی نښولپاره باید وکتل اویا معاینه شی:
۱.   دپوستکی التهاب یا میکروبی کیدل،
۲.   د همدی ناحیو زخمونه،
۳.   د غایطه موادو وچې شوی نښي،
۴.   دعجان اومهبل دزخم موجودیت چې دشکیدوله کبله منځته راغلی وی، دا په هغه وخت کی منځته راځی چې دغیرمسلکی شخص په واسطه دماشوم په زیږون کې مرسته شوی وی، دوی په غیرمسلکی توګه دعجان ساحه دچړی او یاهم د بیاتی سره پری کوی ترڅودماشوم په زیږون کی مرسته وکړی.

سره له دی چی ولادی فستولا د رغیدو وړده خوډیری ښځینه ناروغانی لدی ندی خبری. ځنی ښځی او کورنۍ تر روغتون پوری د لاری لګښت نشی پوره کولای اوځنی نور بیا ځان تر روغتون پوری د نورو ستونزو له کبله نشی رسولای. خو فستولا د مهبلی جراحی له لاری د درملنی وړده. د رغنده جراحی عملیاتو په واسطه کولای شو دا سوری په ښه توګه وګنډو، د داسی عملیاتو د کامیابی چانس ۹۰ سلنه په هغو ناروغانو کی ده چې ډیروخت نه وی پری تیر شوی او نوری ستونزی ونلري. له درملنی او رغيدنی وروسته دوی کولای شی چې په عادی توگه ژوند وکړی، ددوی ټول اندامونه په نورماله توګه فعالیت کوی او دوی کولای شی چې د ژوند ټولی چاری پرمخ بوځی.
د فیستولا ناروغ له عملیات څخه وروسته باید تردوو اونیو په روغتون کی د ډاکټرانو تر څار لاندی وی، خو داسی ناروغان هم شته چې تر دی هم د ډیر وخت لپاره باید د روغتون په کټ پاتی شي اوهغه ناروغان چې ناروغې یې ډیره پرمختللی وی کیدای شی دوو یا ډیرو عملیاتو ته اړتیا ولری.

څه ډول کولاي شو له ولادي فیستولا څخه مخنیوی وکړو؟

مخنیوی دفیستولا دله منځه وړلولپاره ترټولو غوره لارده. ټولی هغه کړنلاری چې د فیستولا دمخنیوی لپاره اړینی دی، هغه کولای شی چې ښځی اومیندی د حمل له سختیدو او د ولادت پرمهال له مرګ نه هم وژغوری. دا کړنلاری چې د فیستولا د مخنیوی لپاره اړینی دی په لاندی ډول دی:
• په ټولنه کی باید د فیستولا په اړه پوهه زیاته شی چې دا د ټولو خلکو یوه ګډه ستونزه ده،د ټولنی غړی باید ټولی امیدواری میندی د ولادت لپاره روغتون ته او یا هم ډاکټر او روزل شوی قابلی ته په بیړه ورسوی،
• د زیږونونو ترمنځ واټن د فیستولا مخنیوی کوی،
• نجونې باید د ۱۸کالو نه مخکی واده نشی ځکه چې په دی عمر کی د نجونو داولاد ځای او لارې پوره وده نه وی کړي چې حمل ته چمتو شی. په دی عمر کی که حمل واخستل شی نو دا دولادت د قنات د بندیدولامل کیدای شی اوددی ډیرامکان شته چې داسی ښځو ته د فیستولا ناروغی پیدا شی،
• که کومه نجلۍ د ۱۸کلنۍ نه مخکې واده شی، نوخپل لمړنی زیږون دی وځنډوی. دژوند شریکان باید د زيږون د ځنډولو لپاره، دخوندی لاروچارو په هکله، له ډاکټر او یاهم له روزل شوی قابلی سره مشوره وکړی،
• هره امیدواره مورکیدای شی چې د ولادت پر مهال له کړاوونو او سختیو سره مخ شی، ځکه کارپوهان سپارښتنه کوی چې هره امیدواره ښځه باید د روزل شوی ډاکټری او قابلی په مرسته زيږون ترسره کړی،
• کله چې امیدواری میندی د زيږون پر مهال له سختو کړاوونو سره مخ شي باید ډیر ژر داسی روغتون ته ورسول شی چې د جراحی عملیات  ډاکټر او د وینی د ورکړی امکان ولری،
• که چیرته ولادی فیستولا سوری کوچنی وی نوروغتنپالان کولای شی چې کتیټر د ناروغ مثانی ته تیرکړی ترڅو یی ادرار د پايپ له لاری ووځی. دا په خپله د سوری د رغیدو لامل کیدای شی اوله نورو ستونزو او د فیستولا د لا خرابوالی څخه هم مخنیوی کوی،

د فیستولا له کبله روحی، فزیکی او ټولنیزی ستونزې:

که د فیستولا درملنه او رغونه ونه شی نودبدنی، روحی او ټولنیزوستونزوسبیب کیږی. فزیکی یا بدن ته یی تاوان داده چې فیستولا د ادرارو او غایطه موادو میکروبونوته لارورکوی تر څو په مهبل کی، د زیږون په لاره کی، اود پښو ترمنځ پوستکی کی
زخمونه پیداکړی. دا میکروبونه کیدای شی بډوډو یا ګردو ته ځان ورسوی اوکیدای شی چې دمړینی سبب شی.
میکروبونه په ډیرو ښځو کی دپښوعصبی ریښی هم خرابوی او ښځی دقدم وهلو څخه غورځوی. همدا چې د پښو عصب د میکروب په واسطه خراب شوبیا که فیستولا تداوی هم شی دپښو جوړیدنه بیا لا ډیری درملنی اوسپورت ته اړتیا لری.
د ادرار او غایطه موادو بد بوی دغه ناروغان له خپلو کورنیو څخه لری کوی. دوی ته خپل د ژوند ملګری نشی نږدی کیدلی، ډیروکورنیو داسی مریضان له کوره ویستلی دی یا یی هم په بیلو کوټوکی بندی کړي. داسی ناروغانو ته پیغور او له کنایو ډکې خبری هم ویل کیږی. ناپوه خلک داسی ناروغانو ته داهم وای چې د خدای په غضب اخته یی. ډیری داسی ښځی هم شته چې میړونو یې ددی ناروغۍ له کبله طلاق کړی دي. دغه ناروغۍ ټبرونه، کورنی، او ډیر نیږدی زړونه سره بیل کړی دی. د فیستولا ناروغۍ و د هغه اړونده ټولنیزه ستونزې میندو ته نوری ډیری روحی ناروغی پیدا کوی او که ناروغ اولاد ولری دهغو په سالمه روزنه بده اغیزه کوی.

د رغیدا هیله:

د فیستولا رغونه دجراحی عملیات تر څنګ ډیر څه ته اړتیا لری. وروسته له عملیاتو څخه ښځه باید تردری میاشتو پوری د خپل میړه سره یوځای نشي ترڅوعملیات شوی ځای په سمه توگه روغ شي. وروسته له دی میندی بیرته خپل ورځنی ژوند پرمخ بوتلی شی او بیرته بیا امید واره کیدای شی. که د فیستولا سوری ډیر غټ هم وی د جراحی له لاری یې درملنه کیدای شی خو ډیر لږ ناروغان بیا دزیږون وړتیا له لاسه ورکوي. دغه ناروغانوسره باید روحی، کورنۍ، او ټولنیزی مرستې وشی چې دوی پوره روغتیا ترلاسه کړی اوبیرته دښه ژوند خاوندانی شي. د ټولنیزو اوروحی ناروغیو د رغاونی لپاره ناروغ او میړه ته یی غوره روغتیای لارښوونی ډیری اړینی دی.

په افغانستان کی د فیستولا درملنه!

په افغانستان کی دملالی ریږنتون او د کیور شفاخانه یواځنی روغتونونه دی چې د فیستولا د ناروغانو د درملنی لپاره ځانګړی مرکز لری او ټوله درملنه په وړیا توګه ترسره کوي. د ملالی شفاخانی مرکزکی ښځینه ډاکترانی ، نرسانی او قابلی د ملګروملتونو د وګړو د صندوق یا (UNFPA) په مالی او تخنیکی مرسته د فیستولا د تداوی لپاره په ځانګړی توګه روزل شوی دی. دا شفاخانه د کابل ښار د قوای مرکز په ساحه کی شهرنو ته نیږدی ده. د ملګرو ملتونو دوګړو صندوق، د ملالی روغتون سره پرتخنیکی اومالی مرستو برسیره د فیستولا ناروغانو سره هم مرستی کوی. په دغو مرستو کې دلاری د تګ راتګ او په کابل کی د استوګنی لپاره مالی مرستې او د درملو مرستې شاملی دي.  په ټول افغانستان کی کلینکونه اوولایتی روغتونونه باید دفیستولا ناروغان له یوسره ملالۍ روغتون ته ولیږي.

د ډاکټر محمد طاهر غزنوی لیکنه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب