ولې په اسلام کې څلور ښځې روا دي؟

پوښتنه دا ده چې د جايزو ښځو شمېره ولې د اسلام په دين کې څلور ښودل شوېده؟

د اسلام په سپېڅلي دين کې د څلورو ښځو کول:

ګرانه محمود جانه: ستا د پوښتنې څخه مننه.
رښتيا چې دا هغه پوښتنه ده چې تر ټولو ډېره کېږي او يو له هغه غټو تورونو څخه ده چې تر ټولو ډېر د کفارو له خوا د اسلام په سپېڅلي دين باندې لګېږي. چې ځواب ېې په لاندې ډول ده.
څ وګونې نکاح د اسلام نه مخکې په دوه شکله موجودې وې.
لمړی دا چې يوې ښځې څو مېړونه کول.
دوهم دا چې يوه نارينه څو ښځې کولې.

د اسلام سپېڅلی دين راغی او پدې عمل ېې دا ډول بندېز ولګاوه چې يوه ښځه يواځې يو مېړه کولی شي خو نارينه کولی شي چې څلور ښځې په نکاح کړي خو پدې شرط چې د څلورو واړو سره به يو ډول چلند کوي او پدې ډول به د اسلام د سپېڅلي دين يوه لويه موخه (عدالت) له پښو لاندې نه کوي.
په زړه پورې خبره دا ده چې دا تور يواځې هغه ټولنې نه لګوي چې هغوی د يوې نکاح پلويان (Monogamous) دي بلکه هغه ټولنې ېې هم کوي چې هغوي د څوګونو جنسي اړيکو پلويان (Polygamous) دي.

وروستۍ څېړنې (چې البته په لوېديځه نړۍ کې شوي) ښيي چې په سلو کې له 45 څخه تر 55 واده شوې ښځې او په سلو کې له 50 څخه تر 60 پورې واده شوي نارينه د خپلو رواء جنسي شريکانو سربېره ناوړه جنسي اړيکي لري. دا ټکی په (Atwood & Schwartz, 2002 – Journal of Couple & Relationship Therapy) جريده کې څرګند شوی ده.
ډېر کارپوهان پدې باور دي چې په سلو کې له 50 څخه تر 65 پورې واده لرونکي نارينه او په سلو کې له 45 څخه تر 55 پورې واده شوې ښځې تر 40 کلنۍ پورې په ناوړه جنسي اړيکو لاس پورې کوي، دا مطلب په (Monogamy Myth) نشريه کې ذکر شويده چې لمړی ځل په 1989 او دريمه ګڼه ېې په 2003 کال کې نشر شوېده. لدې کبله سړی وېېلی شي چې لوېديځې ټولنې هم يواځې د يوې جنسي اړيکې ساتونکې نه دي.

نو بيا په اسلام کې د څو ښځو د درلودلو (Islamic Polygyny) او د لوېديځ والو د څوګوني جنسي اړيکو (Western Polygamy) تر منځ توپير څه ده.
1. دا چې هر ماشوم حق لري چې بايد خپل پلار وپېژني لدې کبله د اسلام سپېڅلي دين ښځې ته اجازه نه ورکوي چې په يو وخت کې له څو نارينه و سره نکاح وکړي، پداسې حال کې چې په ځنې هېوادو کې دداسې ماشومانو لوړه سلنه (فيصدي) شته چې هغوی خپل پلرونه نه پېژني.
2. دوهمه ښځه د اسلام د سپېڅلي دين له نظره يوه قانوني ښځه ده، د خاوند په مال کې معلوم حق لري او له دوی څخه پيدا شوي ماشومان په قانوني ډول دا حق لري چې د پلار نوم په ميراث کې واخلي.
3. د اسلام سپېڅلی دين نارينه ته حق ورکوي چې څلور ښځې په نکاح کړي خو پدې شرط چې د هغوی سره په عدالت ولاړ يو ډول چلند وکړي پداسې حال کې چې په لوېديځه نړۍ کې ښځه يواځې د خوند اخيستلو لپاره استعمالېږي او نارينه د راتلونکو پايلو په اړه چې ښایی ښځې ته پېښې شي ، هېڅ مسووليت نلري.
4. د بل چا د ښځې سره جنسي اړيکې ساتل د اسلام په سپېڅلي دين کې په کلکه منعه دي پداسې حال کې چې که په ټولو کې نه وي نو په ځنې لوېديځو هېوادو کې د نورو د ښځو سره جنسي اړيکې ساتل روا او جايز دي.
په ځنې اسلامي هېوادو کې (د بېلګې په ډول په مصر کې) دا ضروري ده چې خاوند بايد خپله لمړۍ ښځه د خپل دوهم واده څخه خبره او د هغې رضايت لاس ته راوړي. او دا لدې کبله چې ښځه هم مجبوره نشي چې دا سې ژوند تېر کړي چې هغه ېې نه غواړي او نارينه هم لدې حق نه بې برخې نشي چې هغه ښځه په نکاح کړي چې د هغه خوښه ده.
د ټولنې اړتيا ته په کتو سره نارينه داسې پيدا شوی دی چې بايد له څو ښځو سره نکاح وکړي او په نورمال ډول په ډېرو ټولنو کې د ښځو شمېره په لاندې دلايلو ډېره ده.

دا چې نارينه ډېر په جنګونو او ځنې جنایی جرمونو کې مړه کېږي او له بلې خوا د نارينه و عمر د ښځو په نسبت لږ ده، دا پېښې ددې لامل کېږي چې د ښځو شمېره په ټولنه کې ډېره شي.
د خپل جنس سره د جنسي اړيکو (همجنس بازيو) زياتېدل نوره هم دا ستونزه زياتوي.
بشري سيستمونه د لېرو ښځو اړتيا نشي پوره کولی، او په ټولنه کې ناوړه چارو ته لاره هواروي. ښه بېلګه ېې دوهمه نړيواله جګړه ده چې په هغې کې ډېر نارينه له منځه لاړل او کله چې د نارينه لپاره د څو ودونو وړانديز د عيسوي مذهب د عبادت ځايونو (چرچ) له خوا و نه منل شو نو جرمني د اخلاقي فساد مرکزونو ته قانوني جواز ورکړ. د اخلاقي فساد کاروبار په جرمني کې کټ مټ د نورو کاروبارونو په شان ده، د نورو اوسېدونکو په ډول روغتياېې ګټې لاس ته راوړي او دولت ته ماليه ورکوي. سربېره پر دې قانوني ودونه لږ شول ځکه چې نوی نسلونه د ودونو ځايونه يو پر بل پسې نا مناسبه ښيي.
ديني قانون ټولې ټولنې ته نظر کوي او هڅه کوي چې هغې ته ډېره ګټه ورسوي. ډاکټر ابو امينه بلال فېليپس واېې: که چېري يو قانون په ټولنه کې ډېرو وګړو ته ګټه رسوي او لږ وګړي د هغې څخه روحي زيان مومي نو پدې صورت کې د ډېرو وګړو ګټو ته د لمړيتوب حق ورکول کېږي.

زه د ډاکټر فيليُپ دا خبره په بشپړ ډؤل تاييدوم او دا يو ټکی پرې ورزياتوم چې د ډېرو ښځو سره نکاح په ټولنه کې ډېرو ښځو ته تکليف نه ورکوي. په حقيقت کې دا کار يواځې هغه ښځو ته ستونزمن وي چې نه غواړي خپل خاوند له هغه ښځو سره شريک کړي چې هغه واده شوې نه دي. د يادونې وړ ده چې هره ښځه حق لري چې يو نارينه ولري او خپلې ټولنيزې او جنسي اړتياوې له هغه سره پوره کړي.

ډېر ځل پدې اړه زه يوه خپله شخصي تجربه خلکو ته بيانوم. هغه داسې چې زما يوې ترور د خپل قانوني خاوند سره ډېر په مينه 35 کاله تېر کړل، خو هغې ونشو کولی چې پدې موده کې ماشومان دنيا ته راوړي. په پايله کې ېې پرېکړه وکړه چې بايد ماشومان ولري او پدې لړ کې ېې خپل خاوند ته بل واده وکړ او په همدې بلدېنګ کې ېې ورته يو بېل کور ونيوه. څه وخت وروسته د دوهمې مېرمن څخه د نوموړې يوه ښځينه ماشومه  پيدا شوه چې نوم ېې زما د ترور د نوم پسې حنان پرې کېښوده. په اوس وخت کې د هغوی خاوند هره ورځ د کار په موخه له کوره بهر ته ځي او نوم وړې دواړه ښځې يو ځای ډوډۍ خوري، درې ماشومان ېې ترڅنګ لوبې کوي او له خوښيو ډک ژوند لري.
اوس پوښتنه دا ده چې که څوک د خپلو ستونزو لپاره دا ډول د حل لارې غواړي نو نور خلک ېې ولې بايد مخه ونيسي؟.
په پايله کې بايد ووايم چې د څو ښځو په نکاح کول ډېرو ښځو ته ودونه او ډېرو نارينه و ته لا ډېر ټولنيز او مالي مسوليتونه ور په غاړه کوي. همدا لامل ده چې دا پېښه ډېره نه ليدل کېږي. په مصر کې څو ودونه له 2% څخه لږ دي پداسې حال کې چې دا سلنه (فيصدي) په هغه ځايو کې چې لوړې مالي سرچينې لري تر 10% پورې رسېږي. پوښتنه دا ده چې دا د چا په ګټه ده؟

خوږه وروره: ډېره مننه چې تا پدې اړه يوه غيرمسلمان ته د مناسب ځواب ورکولو هڅه کړېده خو کله چې مونږ دا ټکی يوه غير مسلمان ته روښانه کوو نو بايد ځنې لارښودنې پکې په نظر کې وساتو. لمړی تر هرڅه بايد مونږ ورته د اسلام معنې (چې د خدای (ج) رضاء ته تسليمېدل دي) روښانه کړو ان تر دې چې که مونږ پدې پوه هم نه شو چې د هغې تر شاه څه دليل ده. دا ځکه چې خدای (ج) نارينه او ښځه پيدا کړي او همغه خدای (ج) ښه پوهېږي چې د دوی خير په څه کې ده.
پدې ډول مونږ کله کله د ځنې الهي لارښودنو په دليل پوهېږو او کله پدې نه پوهېږو چې د هغې تر شا څه دليل موجود ده خو مونږ بايد هغه ومنو او پلي ېې کړو. دا چې دا شمېره ولې څلور ښودل شوېده او د څلورو ښځو نه د زياتو د نکاح کولو اجازه الله پاک نده ورکړې داېې ښه بېلګه ده.
هيله ده چې ستا پوښتنه به ځواب شوې وي.
مننه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب