ولې په دنیا کې ځینې څیزونه حرام خو په جنت کې حلال دي؟

 ولې په دې دنيا کې ځينې څيزونه منع دي حال دا چې په جنت کې يې اجازه شوې ده!؟

ځواب : ټول ثناء اوصفت الله (ج) لره دی. نوڅښتن تعالی په خپل مبارک کتاب (قرآنکريم ) کې جنت اوهرهغه څه چې هلته به وي، په ښه شان سره بيان کړي دي، الله(ج) دجنت اوجنتيانوترمنځ نسبت هم دقرآن کريم په ګڼوځايونوکې بيان کړي دي . لکه پدې آيتونوکې :

ژباړه : په هغه کې به چينې بهيږي، په هغه کې به لوړ د ناستې ځايونه وي، ډکې پيالې به ايښودل شوي وي، پرېړ بالښتونه به قطار قطار ايښي وی اوښکلي فرشونه به غوړېدلي وي. الغاشيه ۸۸ (۱۶-۱۲)
ژباړه: او خاص د هغه چا لپاره (په آخرت کې) دوه جنتونه دي کوم چې د خپل رب (په حضور کې محاسبې) د درېدلو څخه ډاريږي (او د مناهيو څخه ډډه کوي). – نو (اې پېريانو او بنيادمانو!) تاسو دواړه ډلې د خپل رب د نعمتونو (څخه) د کوم يوه تکذيب کوی؟  – (دا دواړه جنتونه) د (ډېرو اوږدو) څانګو خاوندان دي  – نو تاسو دواړه ډلې د خپل رب د نعمتونو (څخه) د کوم يوه تکذيب کوی؟  – په دغو دواړو جنتونو کې د شرابو دوه چينې بهيږي  – نو تاسو دواړه ډلې د خپل رب د نعمتونو (څخه) د کوم يوه تکذيب کوی؟  – په دغو دواړو جنتونو کې د هرې مېوې څخه دوه ډوله شته دي (چې يو ډول به يې په زړه کې تېرې شوې وي او بل ډول به يې په زړه کې نه وي تېرې شوي) الرحمن ۵۵ (۵۲-۴۶)

ژباړه: په دغو جنتونو کې به (په خپلو خاوندانو پورې) نظر لنډوونکې حورې وي (چې بل چاته ته به نه ګوري)   – دا حورې به د خپلو خاوندانو څخه مخکې نه انسان مسه کړې وي او نه پېري (چې جنسي ارتباط يې ورسره نيولی وي، نو دوی به ورسره اولنی ارتباط نيوونکی وي – نو اې (پېريانو او بنيادمانو!) تاسو دواړه ډلې د خپل رب د نعمتونو (څخه) د کوم يوه تکذيب کوی؟ ( دا حورې به په صفايي او ښايست کې داسې وي لکه دوی ياقوت او مرجان وي.
الرحمن ۵۵ (۵۸-۵۶)

ژباړه: (دا ښځې) داسې حورې دي چې په (جنتي) خېمو کې پټې ساتلې شوي دي.
الرحمن ۵۵ (۷۲)

ژباره: او (په مقربينو باندې به) تور سترګې غټ سترګې ښځې هم (تاويږي را تاويږي) – (البته داسې ښځې) چې د پټو ساتلو شويو ملغلرو په شان ( به صافې سپېڅلې) وي.  – (مقربينو ته) په دې سبب ( ذکره شوې جزا ورکوله کېږي) جزا ورکول چې هغوی(په دنياکې) وه چې (نېک) عملونه به يې کول.
الواقعه ۵۶ (۲۴-۲۲)
دلته ډېر صحيح احاديث هم شته چې پکې د جنت ښځې او د هغو شيانو چې د آخرت په ورځ به پرهېزګارو اومتقيانو مسلمانانو ورکول کېږي، تشرېح شوي دي.

your ads

ددې احاديثو له جملې څخه يو هم د ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت کړل شوی حديث دی چې ويلي يې دي. رسول الله صلی الله فرمايلی دي. (( لومړی ګروپ چې جنت ته به ننوځي داسې به ښکاري لکه په شپه کې چې بشپړه شوې سپوږمۍ ښکاري.

پس هغه څوک چې دوی پسې ورځې داسې ښکاري کله برېښېدونکي ستوري چې په آسمان کې ځليږي. دوی به هېڅکله هم ادرار نه کوي او يا ځان نه خالي کوي او نه به دوی لاړې توکوي او نه به يې پوزې بهيږي، د دوی اوږې به د طلاوو وي او د دوی خولې به مشک وي.

د دوی ښځې حورې وي. او د دوی پټې اونمايش به يو شان وي او داسې به ښکاري لکه د دوی پلار آدم عليه السلام چې شپېته انچه اوږدوالی يې درلوده.
صحيح الجامي (۲۰۱۵)

او همدا شان دا روايت هم راغلی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی دی: يوه خېمه چې د مرواريدو (صدفو) به وي چې شپېته ميله اوچتوالی به لري او د هغې په هر کونج کې به يوه ښڅه د نوموړې معتقد لپاره وي چې پخوا به يې هېڅوک هم نه وي ليدلی.

 

صحيح الجامي (۳۳۵۷)
په دې مبارکو احاديثو کې د جنت ښځې چې سړيانو ته به په جنت کې ورکول کېږي تشرېح شوي دي.
الله جل جلاله په خپل مبارک کتاب کې دوی ته الحور ويلي دي.

القرطبي په الاحکام کې فرمايلي دي: هغه ښځه چې د هغوی دسترګو سپين به پوره مشتاقانه سپين وي او تور به يې پوره مشتاقانه تور وي. مونږ په پوره ډول او بې له کومه شکه پدې باور لرو چې دا زمونږ د عقيدې د اصولو څخه يوه برخه ده. دلا زياتو معلوماتو لپاره صحيح البخاري، باب صفات الجنه، صحيح المسلم، ابواب صفات الجنه، صفه الجنه او … کتابونه وګوری چې د جنت د ښځو او دهغوی د ښکلا په اړه يې ډېر څه ليکلي دي.

دې پوښتنې ته په احترام سره چې ولې اسلام دې ته تشويقول کوي او ډېر شيان په جنت کې ورکوي چې هغه پدې دنيا کې منع دي لکه: سړي له ښځو سره د واده له چوکاټ څخه آخوا محرمې اړيکې درلودلای شي.

مخکې لدې چې دې سوال ته ځواب ورکړو بايد يوې جدي نکتې ته پاملرنه وکړو او هغه دا چې لوی څښتن تعالی پدې نړۍ کې هر هغه څه منع کولای شي چې دده خوښه وي ځکه بې له کومه شکه الله جل جلاله ددې ټولو پادشاه او ټولواک دی، او هيچاته ددې مجال نشته چې دالله جل جلاله په قانون باندې په خپلو نيمګړو او ناتمامو اندونو نيوکه وکړي. دمادو پرېکړې او قوانين مخکې او وروسته تنها او تنها الله جل جلاله لره دی. او هېڅوتک نشته چې د هغه قوانين او پرېکړې واړوي. بېشکه چې د الله جل جلاله قوانين او پرېکړې له جلال او افتخاره ډکې دي.

دې پوښتنې ته په درنښت سره چې ولې الله جل جلاله په دې دنياکې هغه څه منع کړي دي چې بيا يې لدې وروسته په بله دنيا (آخرت) کې هغه چاته د جايزو په ډول ورکوي چې له نوموړو څخه پدې دنيا کې اجتناب کړی دی. لکه: شراب څښل، د ابرېشمواغوستل د سړيو لپاره، زنا او داسې نور…

دا چې ولې لوی څښتن جل جلاله به يې هغو کسانو ته ورکوي چې د هغه فرمانبرداری او اطاعت يې کړی او پدې دنياکې يې د يوه پوره مسلمان په توګه ژوند کړی دی.

الله جل جلاله پدې اړه فرمايي:
ژباړه: آيا دا د احسان جزا ده؟ (نده) مګر احسان (د نيکو کارانو جزا نه ده مګر نيکي ده).

الرحمن ۵۵ (۶۰)
دې دليل ته په درنښت سره چې دا څيزونه منع دي، يو څو مهمو نکاتو ته اشاره کول غواړم.

لومړی:
ضرور نده چې مونږ بايد د هر هغه څه په دليل چې پدې دنيا کې منع دي پوه شو، اساسي خبره، حقيقت، اصل او قاعده داده چې مونږ بايد له ټولو هغو شيانو څخه چې الله جل جلاله منع کړي دي د زړه له تل ومنو او په پوره اخلاص ورته تسليم شو، سره لدې چې که مونږ د هغه د منعې په دليل هم پوه نشو ځکه تسليمېدل، فرمانبرداري او اطاعت داسلام له بنسټيزو اصولو څخه دي.

دويم:

دځينو منع کړل شويو شيانو د منعې دلايل مونږ ته جوت دي لکه: هغه فساد او انحراف چې له زنا څخه منځ ته راځي: لکه د نسب او سطربندۍ ګډوډېدل، د وژونکوناروغيو منځ ته راتلل او پراخېدل او داسې نور…

کله چې اسلام دا ډول نامشروع او غيرقانوني اړيکې منع کوي او دا ددې لپاره چې د پورتنيو انحرافاتو او فساد مخه ونيسي او د ټولنې د ککړتيا سبب ونه ګرځي. او داهر څه  د کفارو او هغو ته چې ګمان کوي تل به ژوندي وي، څوک چې په يو بل لکه د خرو په شان سپريږي؛ هلته چې هلک له خپلې ناروا ملګرې او خلک له خپلو دوستانو او خپلوانو سره ناروا اړيکې لري، او يوه داسې بدبخته ټولنه يې جوړه کړې ده لکه په جنګل کې چې اوسيږي. په حقيقت کې دوی له حيواناتو څخه هم بدتر دي؛ ځکه چې ځينې حيوانات له هر حيوان سره دا ډول ناروا کار نه تر سره کوي او دوی لدې هېڅکله هم ځانونه نه ايساروي چې داسې ونکړي. نو په همدې اساس په ټولنه کې په بشپړه توګه ګډوډي را منځ ته کوي او هغه غوتې چې د يوې سالمې ټولنې د يوځای کېدو لپاره سره تړلي وي له منځه وړي او ګرد سره يې تيت و پرک او تجزيه کوي او هم ټولنه په نورو بدو او وژونکو ناروغتياوو لړي چې بالآخره دالله جل جلاله د قهر او غوصې سبب ګرځي. او بېشکه چې دا عذاب به په هر هغه چا نازليږي چې دالله جل جلاله لخوا له ټاکل شويو حدودو څخه غاړه غړوي او هر هغه څه چې منع کړل شوي دي ځان ته روا او جايز وبولي.

په جنت کې د جنتيانو او حورو تر منځ او دې دنيا کې د نامحرمو ښځو له نامحرمو سړيو سره اړيکې او يو ځای کېدل توپير لري او هغه داسې چې: پدې دنيا کې که څوک دا ډول ناروا کار کوي نو دواړه خواوې يو بل ته په هېڅ ډول ژمنې نه وي، حتما به ښځه له نورو سړيو او سړی به له نورو ښځو سره ګڼې اړيکې لري، خو په جنت کې بيا داسې نده؛ هلته به حورې تنها اوتنها تر خپلو مېړونو پورې محدودې وي او له نورو څخه به ډډه کوي او مخه به ترېنه نيسي.
الله جل جلاله فرمايي:

ژباړه:

(دا ښځې) داسې حورې دي چې په (جنتي) خېمو کې پټې ساتلې شوي دي.
الرحمن ۵۵ (۷۲)

ژباړه:

په دغو جنتونو کې به (په خپلو خاوندانو پورې) نظر لنډوونکې حورې وي( چې بل چاته به نه ګوري)، دا حورې به د خپلو خاوندانو څخه نه انسان مسه کړي وي او نه پيري ( چې جنسي اړيکې يې ورسره نيولی وي)، نو دوی به ورسره اولني اړيکې نيوونکي وي.

الرحمن ۵۵ (۵۶)
ژباړه:

دغه ډول (به نور نعمتونه هم ورکړو ) او هم به ورسره تور سترګې او غټ سترګې ښځې جوړه (او ملګرې) کړو.

الدخان ۴۴ (۵۴

او دوی به فقط تر خپلو مېړونو پورې محدودې وي او هېڅ شراکت پکې نشته
دريم:

الله جل جلاله په دې دنيا کې دا واضح کړي دي چې يو سړی ددې حق نلري چې په يوه وخت کې دې تر څلورو زياتې ماندينې ولري. او الله جل جلاله هغه ذات دی چې په جنت کې يوه سړي ته دومره حورې ور په برخه کوي خومره چې د جنتي خوښه وي. نو دلته د هغو څيزونو تر منځ چې پدې دنيا کې منع کړای شوي دي او لدې وروسته يې اجازه کيږي هيڅ مغايرت، تناقض او تضاد نشته. ځکه چې دالله جل جلاله د ارادې مطابق د هر يوه قوانين او اصول مختلف دي.

بې له کومه شکه چې د آخرت جوايز په کراتو اومراتو لدې دنيا څه خوندور او تل پاته کېدونکي دي.

الله جل جلاله فرمايي:

ژباړه:

خلکو ته د زړه کشوونکو شيانو سره مينه کول ښايسته کړل شوي دي چې عبارت دي د ښځو څخه، او دزامنو څخه، او د مکملو خزانو څخه، په داسې حال کې چې د سروزرو او سپينو زرو څخه( جوړې کړل شوې) وي، او د ښايسته اسونو څخه او د چارپايانو څخه او د حاصلناکو زمکو څخه. دا ټول د حقير ژوند ژر تېرېدونکی سامان دی. او دالله جل جلاله چې دی د ده په نزد د ورتللو ډېر ښايسته ځای( جنت) دی. – ورته ووايه (اې محمده!) آيا تاسو خبر کړم ددغو مذکورو شيانو څخه په يو بهتر شي باندې؟ (هغه دادی چې( خاص هغو کسانو لره چې تقوا کوي، په نزد د رب ددوی جنتونو دي چې لاندې ترې ويالې بهيږي، دوی به پکې هميشه وي او ( هم دوی لره هلته) پاکيزه ښځې دي او د الله جل جلاله د جانبه رضامندي ده او الله جل جلاله په خپلو بندګانو باندې بينا دی
العمران ۳ (۱۵-۱۴)

څلورم:

شايد دا ډول بنديزونه دالله جل جلاله له لوري په خپلو غلامانو يو ډول ازمېښت وي. او وګوری چې آيا دده بندګان بيا هم ده ته تسليم او مطيع پاتې کيږي او ځان له هغو څيزونو چې ورڅخه منع راغلې منع کوي او کنه! ازمېښت خو داسې نه وي چې له هغو څيزونو دی منع کړای شي چې تمايل ورته کم دي او نه يې خوښوي، بلکه داسې شيانو کې راځي چې د دوی ورته ميلان هم ډېروي او خوښوي يې هم. امکان لري ازمېښت د انسان په دارايي او شتمني راشي او هغه داسې چې وګوري دغه انسان خپله شتمني چې لوی څښتن تعالی ورته سپارلې ده په کومه لياره مصرفوي. آيا په داسې ليارو چې الله جل جلاله ورته پرې د مصرف امر کړی دی او يا هم په داسې ليارو چې الله جل جلاله منع کړي وي

امکان لري دا ازمېښت داسې وي چې وګوري چې بنده يې له ټولو هغو حدودو څخه نوموړي ورته ټاکلی تجاوز کوي او کنه او هم له هغه څيزونو چې دده پکې ظاهرا خوښي وي خو ولې الله جل جلاله ورڅخه منع کړی وي، ځان منع کوي او کنه او دا دالله جل جلاله ستر بخشش اورحم دی چې ډېر څيزونه يې پدې دنيا کې حلال ګرځولي دي.
پنځم:

ددې دنيا اصول او قوانين داسې ندي لکه د آخرت او هغه داسې چې ددې دنيا شراب داسې دي چې انسان يې وڅښي نو خپل هوش او حواس له لاسه ورکوي، بر خلاف په هغې دنيا به جنتيانو ته داسې شراب وړاندې کېږي چې هېڅکله د انسان هوش او حواس له منځه نه وړي. او نه هم انسان په سردردۍ او زړه دردۍ مبتلا کوي. او هغه څه چې  الله جل جلاله يې په آخرت کې د دوی د فرمانبردارۍ او اطاعت په بدله کې جنتيانو ته د حورو له اړخه ورکوي داسې ندي لکه ددې دنيا چې په تجاوز او بې حرمتۍ يې سرته رسوي. او بيا د ټولنې د انحطاط، دنسل دګډوډۍ او ناروغيو د پراختيا لامل شي او بالآخره د خفګان سبب شي.
د جنت ښحې پاکې او ډېرې ښې دي؛ دوی هېڅکله نه مړې کيږي او نه هم زړيږي.
الله جل جلاله فرمايي:
ژباړه:
يقينا مونږ جنتي ښځې( حورې وي او که غير حورې) پيدا کړي دي( يوخاص ډول) پيدا کول – (هغه دا چې) دوی به مو بکرې ګرځولې وي( چې پېغلتوب يې انتهاء نلري) – ( دوی مو په خپلو خاوندانو) عاشقانې (او ورته) همزولې (ګرځولې دي)
الواقعه ۵۶ ( ۳۷-۳۵)
مونږ له لوی څښتن تعالی څخه غواړو چې هم مو پدې دنيا او هم مو په آخرت کې د بهترينو له جملې څخه وګرځوي او ددې توفيق راکړي چې د هماغه ذات په کامله او بشپړه توګه اطاعت وکړو او له خپل وېروونکي عذاب څخه مو په امن کې وساتي.

ژباړه: امين خاطر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب