ولې بايد له پيغمبر سره مينه وكړو؟

تر هر څه لمړي، غواړو چې دا روښانه کړو چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د مينې پياوړتيا د یو مسلمان په ايمان او باور پورې تړاو لري. څومره چې يې عقیده غښتلې کیږي په هماغه اندازه يې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره مینه غښتلې او پياوړې كيږي. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره مینه د الله د اوامرو منل دي او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مینه په اسلام كې یو فرضي عمل دي.
د انس رضی الله عنه نه روایت دى، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: هيڅ يو له تاسو نه تر هغه پوره مومن کیدلاى نشي، ترڅو ورته زه له پلار، زوی او ټولو خلکو ډیر خوښ نشم. (بخاری او مسلم)

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مینه د ایمان برخه ده.

د محمد صلی الله علیه وسلم سره مینه زموږ د ايمان كچه ښيي، او زمونږ ایمان او عقیده هغه وخت پوره او غوره ده کله مو چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مینه په زړه كې د خپل ځان په شمول له هرڅه ډیره وي.
قرآن پدې اړه وايي: پیغمبر مومنانو ته د هغو له ځانونو څخه ډیرغوره دي…….(الاحزاب ۳۳:۶)
دا یوڅرګند آیت دی چې مونږ ته ښيي چې مومن باید څنګه واوسي: له خپل ځان څخه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم زیات غوره ګڼل د مومن صفت دي.  د ذکر شوي آیت د لا روښانتیا لپاره هغه تیر ذکر شوي حدیث بیا راوړو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: هيڅ یو له تاسو تر هغې کامل مومن کیدلاى نشي، تر څو ورته زه له پلار، زوی او ټولو خلکو ډیر خوښ نشم. (بخاری او مسلم) او په یو روایت كې دا هم پکې زیا ت شوي چې له خپل ځان، خپل مال او کورنئ څخه.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اصحابو په یقیني ډول د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه دغه مینه څرګنده کړې وه.  په یو روایت كې راغلي چې علی ابن ابی طالب په مدینه كې د ټولو اصحابو په استازيتوب داسې وفرمايل: ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم مونږ ته زمونږ د مال، زامنو، پلرونو، نیکونو، ميندو او په سخته تنده كې د یخو اوبو نه هم ډیر ګران دى.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مینه زمونږ د ټولو دیني کړنو او عبادتونو ساه او روح ده او له دې نه پرته به عبادتونه د یو خالي او بی روحه جسد په څیر عبادتونه وي.

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د مينې معنی:

تر یوه بریده خو دا روښانه ده چې ولې باید یو مسلمان له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره مینه ولري او هغه دا چې پیغمبر يې: معلم دى، رهبر او لارښود يې دى او دا له امکانه وتې خبره ده چې یو څوک دې د یو داسې چا خبره، او لارښوونه ومني چې مینه ورسره ونلري. او لدې یوه قوي معنی دا راوځي چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره مینه د عقیدې او ایمان لپاره یو اړین جز دى.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره مینه، د ښکلا او د اخلاقو د نجابت او شرافت سره، ریښتیاوو سره، عدالت سره، تواضع او عاجزۍ سره او د هغه داخلي قوت او وړتیا سره مینه ده چې په پیغمبر صلی الله علیه وسلم كې موجوده وه.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د مینې معنی دا ده چې په ټولو هغو ښو صفاتو پوه شو او تل يې په مغز كې وساتو چې په پیغمبر صلی الله علیه وسلم كې يې شتون درلود.
د دی مينې معنی د بشریت سره د مينې معنی هم ده، نه یواځې دا چې هغه یو عالي شخصیت وو بلکه هغه هستې هم ده چې د قیامت په ورځ به د ګناهګارو انسانو لپاره له الله تعالی څخه بخښنه غواړي او شفاعت به يې کوي.
ځکه نو، له یوه اړخه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره مینه مونږ ته د داسې ښه والي په لور لاره راښايي چې تل مو په زړه كې پاتي وي. او له بل اړخه، مونږ ته زمونږ بد کارونه او ضعیفوالى راښايي او داسې لوري ته مو بیايي چې تل په سوله او ارامئ كې ژوند وکړو او الله تعالی ته توبه کونکي او د هغه د مهربانئ هیله ولرو. او همدا لامل دى چې د ایمان او عقیدي لپاره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مینه اړینه ده.

ولې له پيغمبر سره مينه وكړو

لمړي:الله تعالى ته ډير ګران وو

هغه صلی الله علیه وسلم د الله تعالی له لوري رالیږل شوى وو، او په ټول مخلوق كې يې دی د دې لپاره غوره کړ چې د الله تعالی دین د هغه بنده ګانو ته ورسوي. الله تعالی دی د دې لپاره غوره کړ چې مینه يې ورسره لرله او ورڅخه خوښ وو. او که ورڅخه خوښ نه وى نو پیغمبر کړی به يې نه وای. نو مونږ باید د هغه چا سره مینه وکړو چې الله ورسره مینه کړې او هغه څوک خوښ کړو څوک چې الله خوښ کړى.
مونږ باید پدې وپوهیږو چې هغه صلی الله علیه وسلم د الله ډیر نږدي دوست (خلیل) وو او دغه د نږدې ملګرتیا دریځ د مينې اعلی درجې ته ویل کیږي.
له حضرت جندب څخه روایت دی چې وایي: ما واوریدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: زه د الله په وړاندي دا څرګندوم چې زه له الله تعالی څخه غیر په تاسو كې نږدي ملګرى (خلیل) نلرم. الله تعالی ته زه دومره نږدې یم لکه څرنګه چې  ورته ابراهیم علیه السلام نږدې وو، که ما له تاسو څخه څوک په نږدې ملګرتیا نیولي نو ابوبکر رضی الله عنه به مې نیولى وو. (مسلم)

دویم: الله تعالى هغه ته ډيره لوړه مرتبه وركړې

مونږ باید پدې پوه شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، الله پاک څومره لوړې مرتبې ته رسولى وو، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو انسانانو كې غوره دى.
ابو هریره رضی الله عنه فرمایلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه به د قیامت په  ورځ د ټولو انسانانو لارښود او رهبر اوسم، هغه څوک چې اول به يې قبر خلاصیږي، اول به شفاعت کوي او اول به ورڅخه د شفاعت لپاره غوښتنه وشي. (مسلم)

دریم: پيغمبر زموږ په هكله څومره ستونزې ګاللې

مونږ باید پدې وپوهیږو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر زیات زحمتونه، مشکلات او تکلیفونه وګالل ترڅو مونږ ته اسلام راورسوي او مونږ باید په یاد ولرو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې لاره كې وهل شوى، ځورول شوى او ډیرې زیاتې بدې خبری ورته شوي، خپل نږدې خلک ورڅخه بیل شوي او ورته لیونى، دروغجن او کوډګر ویل شوي. هغه د خلکو سره جګړه کړې ترڅو تر مونږ دین راورسوي، هغوی هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مقابل كې جګړه کړې، له کور، کلي او ښار څخه يې ویستلى او د هغه صلی الله علیه وسلم په مقابل كې يې فوځونه تیار کړي.

څلورم: صحابه وو له پيغمبر سره څومره مينه درلوده؟

مونږ باید د هغه د ملګرو (اصحابو) ژوند ته وګورو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې څومره زیاته مینه لرله او ورته له خپل مال، اولاد او ځان ډیر ګران وو چې مونږ يې لاندې یو څو نموني وړاندي کوو.

انس رضی الله عنه فرمایلي چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې نایي ورته ویښتان جوړول او اصحابان ورڅخه تاویدل راتاویدل او د ده مبارک ویښتان يې په لاسونو كې نیول او نه يې پریښودل چې په ځمکه ولویږي او د دوی په لاسونو كې پاتې شي.(مسلم)
انس رضی الله عنه فرمایي چې د احد په ورځ یو څه خلکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوا پریښوده او ورڅخه بل لوري ته لاړل خو ابو طلحه رضی الله عنه د هغه صلی الله علیه وسلم مخې ته ودرید تر څو د هغه مخې ته سپر شي، ابو طلحه یو قوي غشي ویشتونکي وو چا چې په دغه ورځ درى لیندﺉ ماتې کړې. کله به چې څوک د غشو د کڅوړي سره د هغه مخې ته تیریده نو هغه به ورته فرمایل چې دا غشى ابو طلحه ته ورکړه. کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه له شا څخه خپل سر مبارک پورته کړ تر څو د جګړې حال وګوري نو هغه به پرې غږ وکړ، اى د الله رسول صلی الله علیه وسلم زما مور او پلار دې له تا قربان شي، خپله غاړه زما له شا څخه مه جګوه! هسې نه چې د دښمن کوم غيشى درباندي ونه لګیږي، زما غاړه ستا نه مخکې ده (که غشي راځي هم نو په ما به لګیږي). ( بخاری او مسلم)

پنځم: د پيغمبر تابعداري د دين برخه ده

باید د هغه صلی الله علیه وسلم سنت په خبرو او عمل كې عملي کړو او د هغه سنت هغه لاره ده چې تاسو يې باید په ټول ژوند كې عملي کړى، او د هغه خبره پر ټولو خبرو غوره وګڼي او امر يې په ټولو کارونو كې غوره وګڼي. او تاسو باید د هغه د اصحابو عقیده، د هغوی د تابعینو عقیده، د هغه چا عقیده چې هغوی يې تر نن ورځی پورې تعقیب کړي چې عبارت له اهل سنت والجماعت څخه دي، او له بدعت څخه ځان وساتئ.
مونږ له الله تعالی څخه دعا کوو چې زمونږ سره مرسته وکړي ترڅو د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سره مو مینه زیاته شي او هغه صلی الله علیه وسلم را ته د خپل ځان، مال، اولاد او کورنئ غوره او نږدي شي.

ومن الله التوفیق

ليكنه:محمد صالح منجد
ژباړه: حبیب الله زیار

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب