ولې د مسلمانانو لپاره مينه او ورورولي ضروري ده؟

د الله متعال د سترې لورېنې (مينی او ورورۍ) شکريه ادا کوم چې د ناخوالو په سپکولو او د ايماني رسالت په اداينه کې راسره د ژوند چارې پر اوږه وړي، دغه مينه چې دلته يې يادونه کېږي د کور د حريم وراخوا يوه نړۍ واله وروري ده چې داسلام مبارک دين يې پېروان په کلک التزام ورته بللي دي، په يو داسې مزي نړيوال سره تړي چې :تور، سپين، ختيځوال او لويديځوال پيړۍ مخکی او اوس … ديوبل مرستندويه او خواخوږي وي دا لاڅه چې د راتلونکو پيړيو ورونو لپاره د ژوند ټول خواږه د هغوي لپاره نذرانه کوي.

د پيغمبر عليه السلام او ملګرو ټولنه يې د لږ کار وروسته جوړه وه خو زمونږ غم ؤ چې د عربو د سرحداتو د باندی يې د ژوند ترخې شپې سبا کړی او دغه وروري يې تر مونږ راوغزوله، د نړۍ ځواکمن او عادل خليفه بيا يو تور حبشي غلام خپل سردار باله او همدغه مينه وه چې د عربي سيمی استوګن نن له خپل ټاټوبي څو سوه کيلومتره لرې له ما سره دمينې په پار په يوه خړه تپه تر خاورو لاندې دی.

خو سوال دادې اخير دا (وروري) د څه لپاره!؟ تاسې ورته څه ځواب لرئ؟ ايا کله مو په اړه فکر کړی دی که نه ؟ د ځواب لپاره راسره تر پايه وروري وپاله او راسره ولاړ شه چې په مينه او خوږه لهجه سره پوهه شو.

 

حتمي ده چې ځواب مو دادې چې کرکه، نفرت، حسد، دښمني او لنډه دا چې خپل منځي فساد به وي چې هر زورور به کمزورې خوري، اخلاق به فاسد وي، عزت به خوندي نه وي، ډاډ او اطمئنان به ورک شي، نظام به نه جوړېږي او ټول عمر به د غم، مرګ، کرکې او …لپاره تېروو.

رسول اکرم ﷺ فرمايي: فإنَّ فساد ذات البين هي الحالقة.الترمذي

ژباړه: خپلمنځي فساد کلونکې دی.

(ټولنيز خيرونه او ايمان له منځه وړي).

وروري مو لدې لپاره  ده:

۱: د نړول شوي اسلامي امت تهداب رغول:

مونږ په داسې وخت کې د نړۍ پر مخ ژوند کوو چې د ځمکې خيټه راته له شرمه غوره ده، کله هم مسلمان ملت له دومره ذلت سره ندې مخ شوی، څوارلس نيمې پېړۍ لوړ مجد او برم اوس تر خاورو لاندې نيمه ساه وهلی پروت دی، د تاريخ په پاڼه د نني مسلمان ژوند د اسلام په ډنډه داغ دی، ځمکی مو وويشل شوی، جيداد مو د مريض سړي په نوم راڅخه پرديو تالا کړ، لومړۍ قبله مو ديهودي پليت قدم لاندې سلګۍ وهي، د امن ښار چې د خدای لپاره ورته پنځه وخته ورګرځو د دښمن بړيڅي پرې برلاسي دي، لوږه، فقر، جګړه مو د نيمه مسلمان وينه زبېښي او لدې څو چنده زياتې او خورې ستونزې او کړاونه!

دا هر څه رغول غواړي او په هماغه ډول لکه پخوانيو مشرانو چې رغولې ؤ او ريښتيا تر رغولو د مخه په امت کې ډېرې ناخوالې شته چې بايد له بيخه ونړول شي او د اسلامي امت له پولو لرې وغورزول شي.

نو ايا دا دومره ستر مسؤليت چې د اسلامي امت په وګړو پروت دی ممکنه ده چې په فردي ډول يې چاره وشي؟ فرد لا څه چې څو متحد مملکتونه يې هم د مينی او ورورۍ پرته چاره نشي کولی.

دغه بيارغونه دمؤمنانو له زړونو پېل کېږي تر څو چې زړونه د الله لپاره د الله په محبت نه وي ګنډل شوي دومره ستر کار ممکن ندی د صحابه ؤ (الله دی ترې راضي شي) مينه دومره وه چې دوه ملګري به په لاره روان وو او په لار کې به د ونو اړخونو ته له يو بل پناه شول، د مخامخېدو سره سم به يې په يو بل سلام واچوه، سلام چې د ميني او اخلاصه به يې شغلې کولې، عمر (الله دی ترې راضي شي) ووايي: د شپې ويده يم يو ملګرې مې راپه زړه شي زر راولاړ شم الله ته ودرېږم او دالله څخه دعا‌ء وغواړم، تر سبا په انتظار يم او دا شپه راباندې اوږده شي، چې سبا راوخيژي زر د هغه ملاقات ته ځان ورسوم.

۲:په ښيښه (اينه) کې دخپلو عيبونو پلټنه:

وروري په ټولنيز ژوند کې يوه اينه ده چې هر مسلمان ورور په کې خپل عيبونه ويني، مشهوره خبره ده چې خپل عيب د ولو منځ وي، نو ضرورت شته چې په ټولنيز ډول داسې يو څه وي چې انسان په کې خپل عيبونه وويني.

وروري داسې ښيښه ده چې مسلمان په کې بغير لدې چې بې حياء شي خپل عيبونه ويني، په داسې دور کې چې هر ډول فتنی، فحاشي، او دربدرۍ لکه سيلاب راوانی دي، سړی په غير شعوري ډول پکې اخته کېږي نو ددغه ښيښې اړتيا څو وارې زياتېږي.

د هر مسلمان فريضه ده چې د ورور لپاره د ائينی حيثيت غوره کړي تر څو د وروڼو مخ يې له ټولو بدرنګيو پاک وي.

۳: په ورځنيو عباداتو کې دسستۍ درملنه:

د مسلمان شان لدې ډېر لوړ دی چې په حرامو کې دی تل اخته وي، خو ولی په مباحاتو کې مسلمان تر ډېره بريده له توازن څخه وزي، چې د فرايضو او ټولنيزو مسؤليتونو څخه يې سستوي او ممکن کله په حرامو کې هم مسلمان واقع شي، نو د ورورۍ غوښتنه داده چې سم لورې ته توجيه شي او لارښوونه ورته وشي.

۴: د شخړو او ستونزو هوارول:

دوه انسانان يومخ يورنګه او يو ډول نه موندل کېږي له دې ځايه پوهېږو چې سليقی او مزاجونه يې هم سره ورته نه دي، حتمي ده چې د نظر اختلاف او شخړه منځته راشي، خو دغه وروري نه پرېږدي چې شخړه اوږده او پراخه شي، يو بل مسلمان ورور يې هم د ايماني ورورۍ پر اساس ترمنځ د صلحی او مينی څلې دروي او نه پرېږدي چې ستونزه نوره هم وغزېږي.مسلمان ورور مخکې له دی چې ستونزه پيدا شي، له زيرکتيا کار اخلي او لاملونه يې په نطفه کې خنثا کوي.

۵: په اهدافو کې دستړياؤ کمښت:

رسول اکرم ﷺ فرمايي: بدأ الإسلام غريبًا ،وسيعود غريبًا كما بدأ، فطوبی للغرباء،المسلم

ژباړه: اسلام په پېل کې ډېر ناشنا ؤ او بيا هم دغه ډول ناشنا کېږي لکه په پېل کې چې ؤ،نو د ددغه وخت ناشنا خلکو لپاره زيری دی.(لدی کبله به دوی ناشنا وي چې دغه اسلام ته به پوره غاړه اېښودونکي وي).

د دغه ډول ناشنا خلکو په اړه نبوي احاديث وايي: دا هغه خلک دي چې د خلکو دفساد پر وخت به دوي اصلاح کوي، د دين په خاطر به د فتنو له وېرې تښتي، د پيغمبر عليه السلام لاره به يې هغه وخت ټينګه کړي وي چې نورو به په بدعاتو او خواهشاتو سره خپل مسير بدل کړی وي.

مونږ ښه پوهېږو چې د جاهليت په دوهم پړاو کې ژوند کوو لکه څنګه چې په لومړي پړاو کې اسلام ناشنا ؤ اوس هم ناشنا دی پدې حالت کې په اسلام منګولې لګول د اور سکروټی په لاس کې اخيستل دي، د اسلام د اهدافو د تحقق لپاره خو دا ډول ستونزې څو برابره ډېرېږي.

وروري ده چې ددغه اهدافو د تحقق ستونزې سپکولی شي.

۶: د بيړۍ د غرقېدا دمخه د پخوانيو لاره تعقيبول:

د پېړيو په تېرېدو سره ښه او بد خلک ټول د خاورو لاندې شول، د دوی لارې او ګودرونه د دوي په نشتون کې هم شته، د زمانې خلک هر يو د ټولنيزو تاثيراتو او ددی په څېر نورو لاملونو له کبله ځانته لارې انتخابوي، د جاهليت په دويم دور کې دکږو لارو لارويان د سمو لارو د لارويانو څوبرابره زيات دي، ډېره ستونزمنه به وي چې له مينی او ورورۍ پرته دی په سمه لاره تلل وشي.

د الله د لارې لارويانو بېړۍ ډېره پټه، ځانته او دټولنې څخه په شړل شوي حالت کې روانه ده، نو که وروري نه وي ډېر به د بدبختيو په سمندر کې غرق شي.

۷: د پيغمبري تګلارو راژوندي کول:

د هر بدعت په راتللو يو پيغمبري سنت له منځه تللی او لاهم د ټولنو او وګړو د ژوند چارې پرې برابرې ندي، د سنتو په راژوندي کولو بدعت له منځه وړل زمونږ د بلنې يوه برخه ده.

په ټولنه کې د بدعت په لمنځه وړلو پسې ډېرې ډلې او وګړي راپورته شوي خو د ورورۍ او مينی د نشتون له کبله يې نور بلا بدعات زيږولي.

زمونږ د درملنی راز دادی چې مريض مو ورور دی او د مينی له کبله يې د مرض تشخيص او سالمه تداوي کوو.

۸: ملاتړ؛ او کوټلی عزم:

الله متعال فرمايي: …هارون اخي…طه

ژباړه: هارون چې زما ورور دی.

الله متعال چې کله موسی عليه السلام د فرعون څنګ ته د يو سخت ماموريت د ترسره کولو په پار لېږه، نو د کار سختي يې درک کړی وه او د ورور د ملاتړ غوښتنه يې وکړه.نن د يو با احساسه مسلمان مسؤليت د يو لوي غر ډير دورند دی، ددغه جاهليت ژوند ته د پاي ټکې کېښودل او پر ځای يې د الله نظام پلې کول،فکر وکړئ څومره وخت، استعدادونو، لګښتونو، قربانيو او…ته اړتيا لري؟

څنګه به ممکنه وي چې له يوې نړيوالی مينی او ورورۍ پرته دی دغه لوي ماموريت سرته ورسېږي.د نړۍ والې ورورۍ په هيله

منيب ساپی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب