ولې د نړۍ مسلمانانو ته د فلسطین قضیه ډیره مهمه دې؟

پوښتنه:

السلام علیکم. ولې د نړۍ مسلمانانوته فلسطین ډیر مهم دې؟ آیا دا کوم دینې اړخ لرې؟
ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته، د بخښونکې او پالونکې خداې په نامه. ټوله صفتونه او ستاینې الله لره دې، درود او سلام دې وې د هغه په استازې محمد صلې الله علیه وسلم.
درنې خورې له پوښتنې مو مننه، الله دې مونږ او تاسې ته د ریښتینې لارې لارښوونه وکړې، آمین.
د مسلمانانو لپاره د فلسطین قضیه په ډیرو دلایلو مهمه ده. یومهم دلیل یې دادې چې د اقصی جومات او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د اسرا او معراج پیښه په فلسطین کې شوې. دغه راز فلسطین هغه زمکه ده چې د ابراهیم، لوط، داود، سلیمان او موسې علیهما السلام په ګډون نور ډیر پیغمبران پکې پیدا شوې او پناه شوې.
لکه څرنګه چې اوس فلسطین د یو وحشیانه ظلم او تیرې لاندې دې ټول ښه خلک، مسلمانان او غیر مسلم د فلسطین او هغه بحران په اړه چې فلسطینېان ورسره مخ دې خورا اندیښمن دې. دا ځکه چې فلسطین د یو داسې جنایې محاصری لاندې دې چې بشر هیڅ لیدلې نه وه.

ستاسو د پوښتنې په ځواب کې، شیخ احمد کوتي، اسلامې عالم او د کاناډا په اونټریو کې د ټورنټو د اسلامې انستتیوت سرښوونکې وایې:
تر ټولو لومړې خو دا چې، فلسطین مسلمانانو ته ځکه ډیر ارزښت لرې چې هلته زمونږ د اقصی جومات موجود دې، چې همدغه جومات د مسلمانانو لومړۍ قبله وه.
دویم دا چې، فلسطینیانو پدغه ځمکه له پیړیو راهیسې ژوند کاوه تر هغې چې د اسراییلې دولت له جوړیدو وروسته له ډیرو ځایونو څخه په زور وویستل شول. اوس، اتیا فیصده فلسطینې خاوره د اسراییلو غاصبینو په لاس نیول شوې او پاتې شل فیصده د فلسطینیانو په لاس کې ده، مګر پدغه وړوکې ځای کې هم اسراییلو فلسطینیان کلابند کړې. فلسطینیان اوس پداسې یو ځای کې ژوند کوې چې یوه وسپنیز قفس ته ورته دې. دنیا باید پدې پوه شې چې د نورې نړﺉ په څیر فلسطینیان هم د یو حیثیت، ازادۍ او بشرې حقوقو غوښتونکې دې او ددې د لاسته راوړلو لپاره باید ورسره مرسته شې او یو مناسب حل ورته راپیدا شې. دا به د سولې لپاره یواځینۍ لار وې ځکه جنګ هیڅکله هم ستونزې نشې حل کولې. باید مونږ فلسطین د یو حقیقت په توګه وپیژنو او ملاتړ یې وکړو.

ژباړه: حبیب الله زیار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب