ولې مسلمانان د خرما پر ځای په سیب روژه نه ماتوي؟

  سوال: یوه خرما ۱۶ کالوري انرژي انرژي لري، یو سېب ۶۰ کالوري انرژي انرژي لري…په خرما باندي روژه مات ولي تر سېب ډېر ثواب ولري?ځکه چي خرما د عربو له مهمو عایداتو څخه بلل کېږي.
ځواب: عبدالغفار جُبیر
۱: هر هغه څه چي داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي هغه زموږ پر سر او سترګو باندي قبول دي، داځکه هغه څه چي داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي هغه دالله جل جلاله له لوري ورته ویل شویدی، او پاته دي نه وی هر هغه حکم چي الله رب العزت کړیدی هغه ضرور زموږ مسلمانانو لپاره هم اُخروي ګټه لری او هم دُنیوي ګټه لري، نو ځکه موږ په اسلام کي دهر شي دفلسفې او حکمت پوښتنه نه کوو، پردې زموږ دټوله امت مسلمه ایمان دی.
۲: تاسی ګوره کومه خرما ماته ښه یاست، په خرماووکی په سلهاوو قسمونه شته تر ۳۰۰ قسمه زیاته خرما شته او زه به یې یوه بیلګه درکړم او دسیب سره به یې درته مقایسه کړم: نور خرما په ۱۰۰ ګرامه کي ۴۱۴ کالوري انرژي لري سیب ۱۰۰ ګرامه صرف ۱۲۶ کالوري انرژي انرژي لري دغه نور خرما داسی نه ده چي یواځی یې زه پیژنم، بلکې دغه ښکلې خرما ۹۵ ٪ په امریکا کی خرڅیږي، دغه خرما په یوه اونس کي ۲.۵ ګرامه پروتین لري، دنیم ګرام څخه لږ شحمیات لري او داسی نور…
۳: داخو خصوصی خرما ده ، اوس به وعمومي خرما او عمومي سیب سره پرتله کړو: ۱۰۰ ګرامه سیب په عمومي ډول سره ۵۲ کالوري انرژي انرژي لري ۱۰۰ ګرامه خرما په عمومي ډول سره ۲۷۷ کالوري انرژي انرژي لري تاسی یې ګوره خرما کتلې وي او که مندکه مو کتلې وي چي دکالوري اندازه مو داسی سره سرچپه ده.
۴: په خرما کي یواځي انرژی نشته بلکې په خرما کي نور ډیر مواد شتون لري چي په سیب کي نشته او یاهم که پکښې دي اندازه یې وخرما ته لږده، چی زه به یې درته اندازه وښیم: په خرما کي کلیسوم، پوتاشیم، اوسپنه، ویټا مینK، ویټا مین B، په ځانګړي ډول سره ویټا مین B۶، مګنیزیم، اوداسی نور مواد… اوس به خرما او سیب سره پرتله کړو: په ۱۰۰ ګرمه خرما او سیب کي خرما ۶.۱ پروتین لري سیب ۰.۹ پروتین لري خرما ویټامین A ۱۴۹ لري سیب ویټامین A ۵۴ لري خرما ویټامین B6 ۰.۲۴۹ mg لري سیب ویټامین B6 ۰.۰۴۱mg لري خرما ویټامین B12 لري ایضاً سیب بیا ویټامین B12 نلري خرما ویټامین K ۲.۷ لري سیب ویټامین K ۲.۲ لري خرما نیاسین ۱.۶۱mg لری سیب نیاسین ۰.۰۹۱mg لری خرما تایمین ۰.۰۵mg لري سیب تایمین ۰.۰۱۷mg لري خرما ریبوفلاوین ۰.۰۶mg لري سیب ریبوفلاوین ۰.۰۲۶mg لري خرما فولاټ ۱۵mcg لري سیب فولاټ ۳mcg لري خرما کولین ۹.۹ mg لري سیب کولین ۳.۴ mg لري خرما بیتایین ۰.۴ mg لري سیب بیتایین ۰.۱mg لري اوداسی نور…
۵: داچي اسلام یو الهي دین دی، او خاتم الانبیاء حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم یو حق نبي دی نو ځکه یې هرهغه څه چي وبشریت ته وړاندي کړیدي هغه له دنیاوي او اُخروي ګټو څخه خالي نه دی، خرما دنبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه علاوه په قرآن کریم الله رب العزت دحضرت عیسی علیه السلام ومور بې بې مریمې رضی الله عنها ته هم فرمایلې وه، هلته بیا خرما دچا عاید وه؟ علاوه دخرما څخه دنبي کریم صلی الله علیه وسلم عسل، شیدې، زیتون، انار، انګور او نور شیان هم خوښ وه، اوس به کوم عقلمند د عسلو، دشیدو او نورو میوو دګټو څخه سترګې پټوي، عسل دچا عاید وه؟ شیدې دچا عاید وې؟ انار، انګور اوداسی نور په زرهاوو میوې او سبزیجات چي په قرآن کریم کي شتون لري او په احادیث نبوي کي شته ددې لپاره چا بازار جوړاوه؟ داهیڅ دعاید او دبازار دپیداکیدو خبره نه ده بلکې داالهي وحي دي، تاسی ټول ملحدین غواړی چي په دوو ګوتو سره لمر پټ کړي خو دا امکان نلري. که چیری تاسی زما په څیړنه باندی شک لري لطفا یې په نیټ کي درسره سرچ کړی Date vs apple اوس دي یو عقلمند داپریکړه وکړي چي روژه مات په خرماسره ښه دی او که په سیب سره؟

A. Ghaffar Jubair

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب