ولې په اسلام کې طلاق د نر په واک کې دی؟

پوښتنه: ولې په اسلام کې طلاق د نر په واک کې دی؟

ځواب: 

۱: په اسلام کي چي کله یو نر او یوه ښځه سره نکاح وکړي نو پر نر باندي ددې ښځې خوراک، څیښاک او پوښاک ټوله فرض دی، یعني په اسلام کي به د ښځې ټوله مصرف نر ورکوي، ښځه خپله مکلفه نه ده چي د خپل خوراک، څیښاک او پوښاک لپاره څه وګټي، نو ځکه یې د طلاق واک هم د نر په واک کې دی.

۲: که فرضاً یوه ښځه په اسلام کي په تکلیف وي او ددې حقوق یو خاوند نشي ترسره کولای نو ښځې ته هم خدای پاک دا واک ورکړی دی چي ځان بېل کړي چي دې ته په شریعت کي خلع وايي.

۳: دا چي په عمومي ډول سره د ښځې اعصاب و نارینه ته کمزوري دي نو له همدې کبله د روانشناسې د علم په رڼا کي ښځه تر نر ډیره احساساتي ده، خښم ژر ورځي، ژړا ژر ورځی نو که چیري د طلاق واک د ښځې په واک کي شی نو په یوه ورځ کي به یوه ښځه څو مړونه کوي او څو به طلاقوي، چي دا  ټولنیز انساني ژوند ته ستر نقصان دی له همدې کبله یې د طلاق واک نر ته ورکړیدی .

your ads

۴: په غیر اسلامي ټولنو کي ۹۰٪ طلاقونه د ښځې په واک کي دی  چي کله یو خاوند طلاق کړي بیا ماشومان یې خپل پر لاره ځي، نه د مور په کار دي او نه هم د پلار، چي داسي ماشومان په لویدیځ کي په میلیونهاوو شتون لري،

چي ددې ماشومانو زیانونه  په لاندي ډول سره دي:

۱: دا ماشومان له ترحم څخه خالي وي، هټلردا پروژه پر مخ بوتله .

۲: د ټولني د فساد سرچينه وګرځي لکه: غلاوي، قتلونه، او نور…

۳: هغه کسان چي سلنه ئې په نړيواله توګه سره زياته ده په مجبسونوکي بنديان دي دا هغه کسان دي چي په وړکتوب کي له والدينوڅخه محرومه وه.

۴: دا ماشومان چي غټ شي ځان وژنه داسي ورته عادي ښکار لکه يوڅوک چي ښه کارکوي.

۵: داسي کسان په ټولنه کي د هيچا احترام نلري، حتي قانون ورته پر اوبو کرښه ښکاري.

۶: داسي کسان د ذهني کمزورۍ له کبله لوړتعليم نشي حاصلولاي، نو ځکه ئې ژوند د مشکلاتو ښکار وي.

۷: د انسانانو سره ژوند ورته دروند ښکاري، دا ځکه چي په هره ټولنه کي اصول وي او داسي کسان د ذهني کمزورۍ له کبله دا حوصله او زغم نلري.

۸: داسي کسان ډېر ژر د بل چا تر احساساتو لاندي راځي، داسي ډېره پيښه شويده چي خپل غوښي ئې خپله خوړلي وي او يايي بل ته ورکوي.

۹:داسي کسانو ته نه نصيحت، نه وهل، نه ډبول اونه بد ويل ګټه لري.

۱۰: ټوله انسانان ورته نابلده او بيګانه ښکاري  يواځي خپل کړه وړه ورته ښه ښکاري.

دماشوم اعصابي کمزوري ولي صورت نيسي؟

د امريکا د ذهني ناروغيو څيړونکي په دې آند دي چي که کوچني اولاد د حيوان وي او يا د انسان وي که چيري په عارضي ډول سره د مور څخه ليري شي هغه ته اعصابي صدمه رسيږي، ددې کوچني انسان يا حيوان په دماغ کي چي کومي اعصابي حجرې دي هغه په ۲۴ ساعتونوکي يا له منځه ځي او يا ئې فعاليت کميږي،ددې څيړنيز مرکز او بي بي سي په آند چي هغه موږکان چي ۲۴ ساعته مو له مور څخه ليري کړل د هغو ځينو اعصابي حجرې له فعاليته لويدلي وي،
او فلج شوي وې، هغه برعکس هغه واړه موږکان چي له خپل مور سره وه هغه بلکل درست وه او هيڅ اعصابي مشکل ئې نه درلودي.

داچي کفري ټولنو و ښځې ته د طلاق واک ورکړی دی نو زښته طلاقونه په ټوله کفري نړۍ کي ډیره ده چي نور زیانونه یې دادي:

دطلاق زيانونه:

۱: د نر او د ښځې څخه روپۍ مصرفيږي- دا چي نر خپل د کور او ښځه د بل کور لپاره بندوبست کوي دا مصرف غواړي هر يو خپل سرمايه بېلوي او خپل پر مخ ځي.

۲:طلاق د يوه زخم په شان په جانبينوکي پاته کيږي، دا هغه وخت صورت نيسي کله چي خاوند او يائې ښځه د ژوند بل ملګري يا ملګرې پيداکړي او د زاړه ملګري يادونه ورته په يادشي، کله يې نوي ملګري شتمن وي خو اخلاق ئې ښه نه وي، او يا نورې کمزوريانې پکښې وي.

۳: دا چي جوړ ژوند له منځه ځي او بيا نوي ژوند پيل کيږي دا ووخت او مصرف ته اړتيا لري له همدې کبله طلاق د معياري ژوند لپاره يوه ستره ننګونه ده.

۴:طلاق د انسان په شخصيت کي بدلون راولي، دا ځکه چي هغه کورنۍ او دوستان چي نر يا ښځې ورته په احترام کتل او ښې اړيکې ئې ورسره درلودې هغه اوس دښمنان شول له هغوڅخه يې نوره  کرکه کيږي چي دا خپل په شخصيت کي انقلاب او اوښتون دئ.

۵: طلاق د ماشومانو ژوند له منځه وړي لکه چي رڼا ورباندي واچول شول، هغوي بې سرپناه کوي.

۶: وبشري ژوندته زيان.

۷: زناوي.

۸: نشې.

۹: د انسانانو ترمنځ بې اعتباري.

۱۰: قتلونه.

۱۱: و ماشومانو ته نه توجه.

۱۲: ذهني او د ماغي تکليفونه او کړاوونه.

۱۳: ځان وژنې.

۱۴: د ايډز په شان د مهلکې ناروغۍ خپرېدل

۱۵: انساني او مقدسې رابطې او مزي  پرېکول لکه زوي، خور، پلار او داسي نور…

۱۶: په ځوانۍ کي به په خواهشاتو پسې ګرځي او چي معمره شي بيايې ژوند تر حيوان هم بد تره شي.

 عبدالغفار جُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب