ولې کله کله هېڅ په هيڅه خپه يو؟ درمنله يې!

ايا کله داسې پېښ شوي دي، چې داسې خپه شئ، چې دليل يې هم نه وي درته معلوم، هېڅ شی خوند نه درکوي، ته وا چې خدای مه کړه له بدې پېښې سره مخامخ شوي یئ، بس بې دليله به خپه یې او زړه به دې نيولی وي.
په لاندې لارښوونو عمل وکړئ ، کېدای شي په ۵ دقيقو کې يې درملنه وشي.
۱ – ژوره_ساه_واخلئ

د څو دقيقو لپاره مو کار پرېږدئ، يو ځای راحت او يوازې کېنئ، د منځنۍ ګوتې نوک مو په ورغوي ټينګ ونښلوئ، سترګې پټې کړئ، اوڅو ځلې ژوره ساه وباسئ، که څه هم دا چاره يو څه تکراري ښکاري خو بيا هم تجربو ښودلې ده چې کاملاً اغېزمنه ده، دا هغه مرکزي روشونه دي چې په يوګا کې زده کوونکو ته ورښوول کېږي.خو بیا هم دا داسې لاره ده ،چې هر چېرته یې کولای شئ، حتی د دوکان په منځ کې هم.

۲- په_يوه_خيالی_سفر_ولاړ_شئ
ډېر وخت ناراحته او خپه یئ، او کېدای شي فکروکړئ چې کاشکې کېدای شوای چې د دې ټولو ستړيو پر ځای چېرته په چکر تللی وای ، ددې لپاره هم هماغه ۵ دقيقې کافي دي ، سترګې مو پټې کړئ، او له ځآن سره هغه ځآی چې بايد ورشئ او يا هغه ځای چې ورغلي یئ او ښه خاطره ترې لرئ تصور کړئ. کېدای شي د خپګان ستونزه مو له دې حل شي، او هڅه وکړئ چې هغه جزيي خوږې شېبې هم چې په مسافرت کې ورسره مخ شوي یئ انځور کړئ ، مثلاً د سيند د څپو شور، د ساحل بوی اود لمر ګرمي.

۳ – لږ_سندره_واورئ
سندره ، وطني ترانه يا هر څه چې يوه ښه خاطره ورسره لرئ ، ددې خپګان څخه د وتلو لپاره غوږ ورته ونیسئ، ډېر خلک چې په ځواني کې یې سندرې اورېدلې وي، کله یې چې واوري ډېرې ډېرې خاطرې ورسره لري،د برکلي پوهنتون د (په موزيک درملنې) د څانګې مسوول ډاکټر سوزان هانسر وايي : فرق نه کوي چې کومه سندره دې وی، هره سندره چې انتخابوئ ، هغه سندره او ترنم انتخاب کړئ چې تاسې ته ښه حس در کوي.

۴ – سرچپه_خبرې_وکړئ
کله چې ‌ډېر عصباني یئ ،ياپه ژورخپګان اخته یئ، د الفبا حروف سرچپه له ی څخه پیل او په الف یې پای ته ورسوئ يا د انګرېزي حروف له z څخه پیل او په A یې پای ته ورسوئ،دا چاره ددې لامل کېږي،چې ذهن مو سټريس او ناراحته کوونکی فکر د يو څه وخت لپاره هېر کړي ، سرچپه خبرې او د شعرونو لومړی دويم نيم بيتي او بیا لومړي نيم بيتي لوستل هم ډېراغېز لري.

۵ – په_يوه_لاس_ټيټ_او_جګ_شئ
په يوه نوې مطالعه کې ويل شوي دي چې په ځینو خلکو کې په يوه لاس ټيټ او جګ کېدا د څو ثانيو اودقيقو لپاره کولای شي، د ارام لامل شي، له اکسېجن ډکه وينه په تېزي سره د مغزو داخل ته رسېږي ، همدارنګه د عکسونو ليدل، او دخپل کور په شاوخوا کې ګرځېدل هم د فشار او خپګان په کمولو کې ونډه لري.

your ads

۶- د_زړه_له_اخلاصه_وخاندئ
ارواپوهان وايي: د زړه له تله خندا د ارامتیا لامل کېږي، او په وينه کې د کورتيزول کچه راټيټوي، دا هغه ماده ده چې د ډېر خپګان لامل کېږي،د خپګان او فشار په وخت کې هڅه وکړئ، د زړه له تله وخاندئ، يوه ښکلې خندونکې خاطره درياد کړئ، له ځان سره يوه ټوکه ووایئ، او که يو څه هم نه دريادېږي، همداسې هېڅ په هېڅه وخاندئ.

۷- لمر_ته_وګرځئ
کله چې لمر ستاسې د بدن له پوستکي سره تماس پيدا کوي، هورمونونه او کيمياوي مواد لکه سروټونين چې د ښه خلق په پيدا کولو کې مرسته کوي ، ډېرېږي، حتی که امکان یې درلود په همدې لمر کې يو څه کار وکړئ، يا مو موټر لرې ودروئ او يو څه وخت لپاره په لمر کې چکر ووهئ، که په کور کې یئ، د کوټې پردې مو لرې کړئ،کوټې ته مو لمر راپرېږدئ، حويلۍ ته راووځئ ، که نور نه وي د بخارۍ لپاره لرګي مات کړئ.

۸ – په_رسۍ_ټوپ_ووهئ
په رسۍ داسې ټوپ وهل چې په دواړو لاسونو یې د رسۍ يو او بل سر ونیسئ اوله سر او پښو څخه یې اړوئ را اړوئ او چې رسۍ پښو ته در رسېږي ټوپ وهئ. څېړنو ښودلې چې ۲۰ دقيقې په رسۍ ټوپ وهل په بدن کې په ډېره کچه اندروفين ازادوي ، اندروفين هغه هورمون دی چې د تبې د راسته کولو او خوشاله کېدلو لامل کېږي او همدارنګه د چاغو کسانو د وازګې د ويلي کولو لپاره او د عمومي اعصابو د ارامي لپاره ډېر مهم دي، خو هغه کسان چې د زړه تکليف لري دا ورزش دې نه کوي

۹ – له_نږدې_ملګري_سره_اړیکه_ونيسئ
له خپل نږدې ملګري او دوست سره په بحراني حالاتو کې غږېدل ، ستاسې د خپګان په لرې کولو کې ډېره مرسته کوي، ټولنيزې اړيکې درلودل يو هغه عوامل دي ،چې د خپګان او ډېر فشار په لرې کولو کې مرسته کوی ، څو دقيقې له مور اوپلار سره او له هغه دوست سره چې ستا په خبرو پوهېږي ، له هر خپګان لرې کوونکي کار څخه ښه دی ، حتی که لرې وي،يا په کار کې وي او خبرې نشئ ورسره کولای ، د موبايل له لارې پيغام ورته پرېږدئ او يا هم ميسج ورولېږئ

۱۰ – ځان_ته_مساج_ورکړئ
او بالاخره اخرنی درمنله ،د هغو مېرمنو لپاره ده، چې کوچني ماشومان لري او په بې دليله خپګان اخته وي، دوی دې خپل کوچني ماشومان مساج کړې، په غېږ کې دې ونيسي، لاسونو او پښو ته یې حرکت ورکړي، دماشومانو په کريمونو دې یې غوړ کړي، له دې کار سره به سربېره پردې چې ماشوم به یې ارام او غلی شي، ددې په وينه کې به هم د کورتيزول کچه چې د خپګان لامل کېږي را ښکته کړي.

ذبیح الله احمدی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب