ويښتانو ته رنګ ورکول مو په خطرناکو ناروغیو اخته کوي

ډېر کم شمېر خلک د سر ويښتانو کې سپين ويښتان خوښوي. نږدې اتيا سلنه خلک د خپلو سپينو ويښتانو د پټولو له پاره رنګ کاروي.

ځينې خلک خپلو ويښتانو ته د سټايل ورکولو په موخه هم رنګ ورکوي؛ خو دا دواړه ډول رنګول زيانونه لري. ډاکټرانو يې ځينې زيانونه بيان کړي چې موږ يې دلته تاسو ته سره شريکوو.

لومړی: د ويښتانو د غورځېدو يا د سر د ګنجي کېدو وېره

نارینه او بيا په ځانګړي ډول ښځې، د ويښتانو توييدل هېڅکله هم نه خوښوي. د يوې څېړنې له مخې ويښتانو ته د رنګ ورکولو له امله د ويښتانو د توييدو شونتيا زیاتېږي او دا کار په چټکۍ ترسره کېږي. د دې توييدو لامل په رنګونو کې شته کيمياوي مواد دي چې ويښتان کمزوري کوي او ماتول او له بېخه ايستل يې اسانوي.

دويم: د الرژۍ (حساسيت) پېداکېدل

یو شمېر خلک په کورونو او يو شمېر بيا بهر په سالونونو کې خپلو ويښتانو ته رنګ ورکوي. پوهان وايي چې رنګ ورکول جلد له الرژۍ سره مخ کولای شي.

درېيم: د سرطان د ناروغۍ د رامنځته کولو ګواښ

د ويښتانو په بېلابېلو رنګونو کې شته ټول کيمياوي مواد د سرطان د ناروغۍ لامل نه کېږي؛ خو شونتيا يې حتمن زیاتوي. د امريکا د سرطان په ملي انسټېټيوټ کې شوې تجربې هم ښيي چې د ويښتانو په رنګونو کې شته کيمياوي مواد د سرطان شونتيا زياتولای شي. پوهانو وړانديز کړی چې هر څومره ممکنه وي، باید د رنګونو له کارولو څخه ځان وساتو او يا يې لږ تر لږه وکاروو.

څلورم: اضافي لګښت

د ويښتانو په رنګولو زيات لګښت راځي او که چېرې يې تاسو د کور پر ځای بهر په کوم سالون يا ښکلا ځای کې وکړئ؛ نو بيا پرې ډېر زيات لګښت راتلای شي. د نارينه وو په پرتله بيا د ښځو د ويښتانو په رنګولو زيات لګښت راځي او ډېرې پيسې پرې مصرفېږي.

نصرت ننګیال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب