ويکس د سينه بغل یا نمونيا ناروغي لپاره کورني درمل

د ژمي لۀ راتګ، او د هوا لۀ سړېدا سره سينه بغل هم پۀ زياته کچه ليدل کېږي، او ډيری ماشومان يې قرباني کېږي، سينه بغل د وژونکو ناروغيو په ليست کې اوم ځای قرار لري چې هر کال په لوړه کچه ماشومان وژني. په سينه کې دغه خطرناکۀ ناروغي، په لاندي مهمو علايمو پېژندلای شئ!

زکام، تبه، لړزه، په سينۀ کې سخت خراری، ټوخی، بلغم، د سينې درد، له تنفس سره شُراری (يا يو رقم غږ) اورېدل، په دقيقۀ کې 50 يا تر 50 ځله زيات د ماشوم تنفس کول، له تنفس سره پرچی، خولې کېدل او داسي نور….!

مخنيونکې چارې:

که مو پورته علامې په ناروغ کې څرګندې شوې نو؛ کؤښښ وکړئ چې، د ناستي ځای (خُونه) مو ګرمه وساتئ. د خونې يوه کړکۍ مو خلاصه کړئ، ترڅو مو پۀ خونه کې تازه هوا هم وچلېږي، نظافت او پاکوالي ته مؤ ښه توجُه وکړئ. د ناستي په خونه کې سګريټ، چلم يا نور دودونه مۀ استعمالوئ.

درملنه:

ويکس کورني درمل ناروغ ته په لاندي طريقۀ وکاروئ :

1- د ناستي ځای (خونۀ ) ګرمه کړئ.

2- د ناروغ ماشوم سينۀ (ټټر) په ويکسو ښه غوړ کړئ .

3- د لوبيا د دانې په اندازۀ ويکس په يو ګيلاس يا کوم بل لوښي کې، له ايشيدلو اوبو سره ګډ کړئ، وروسته يې له ناروغ سرۀ، په کمپله کې پټ کړئ چې، ناروغ مو ښه خولې کړي.

ددغۀ کارونو نه وروسته به مو ناروغ ماشوم تۀ الله ج شفا ورکړي، او د ښه صحت خاوند به شي

لیکنه:مينه “داود ”

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب