وکیلان ولې توره دریشي اغوندي؟!

نن ورځ نړۍ ډیر پرمختګ کړی دی، ورځ تر بلې عادتونه بدلیږي را بدلیږي، مګر ځینې شیان هیڅ بدلون نه مومي، چې هغه هم د ډاکټرانو او وکیلانو لباس دی، د هر عادت تر شا یوه فلسفه پرته ده، چې د همغه ورځې نه وروسته بیا یو لباس یا بل څه عام رواج ګرځیدلی دی.

کیدای شي ډیر لوستونکي د وکیلانو د تور لباس اغوستلو په راز باندې خبر نه وي، آن ځینې وکیلان چې خپله توره دریشي اغوندي تراوسه یې په رزا نه پوهیږي، چې په حقیقت کې د وکیل د تورې دریشۍ تر شا یوه کیسه پرته ده.
په ۱۷۹۱ م کال کې یو فرانسوی قاضي د خپل کور مخې ته د تفریح لپاره ناست وو، چې دوه کسان یې ولیدل خپلو کې سره لانجه شوه، یو له جیب نه چاقو راویست او خپل حریف یې ورباندې وواهه او بیا وتښتید.
یو لاروی راغئ په ځمکه پروت سړی یې پداسې حال کې را جګ کړ چې وینې ترې روانې وې او شفاخانې ته یې یوړ ترڅو چې ژوند یې بچ شي، متأسفانه چې سړي آخري سلګۍ وکړې او شفاخانه کې مړ شو.

پولیس راغلل او لاروي ته یې زولنې ور واچولې چې ته قاتل یې، پداسې حال کې چې لاروي د انساني همدردۍ له وجې نه زخمي شوی کس شفاخانې ته راوړی وو، لنډه دا چې لاروی زندان ته ورسید او بیا یې محکمه دایره شوه.
جالبه خو دا وه چې همغه قاضي چې د دوه کسانو لانجه او لاروي یې په خپلو سترګو ولیدل د محکمې رئیس وټاکل شو، ترڅو چې د قتل قضیه باندې فیصله وکړي، که څه هم قاضي ټوله صحنه په خپلو سترګو لیدلې وه، چې لاروی بې ګناه دی، بله دا چې فرانسوي قانون هیڅکله بغیر د دلائلو څخه یو څوک بې ګناه نه ثابتوي، نو ځکه قاضي په پټو سترګو باندې فیصله وکړه، لاروي باندې یې د اعدام حکم صادر کړ او اعدام شو.
څو ورځې وروسته قاضي خپل ضمیر ملامت کړ چې په ناحقه مې لاروی اعدام کړ، بالآخره یې خلکو ته کیسه وکړه چې د جنګ صحنه ټوله ما څارله، مګر بیا مې هم حقیقت پټ کړ، خلکو د قاضي پر وړاندې غبرګون څرګند کړ چې قاضي په ناحقه لاروی اعدام کړ.
بله ورځ یوه بله جنائي قضیه محکمې ته راغله، همدغه قاضي بیا د محکمې رئيس وټاکل شو، د مجرم مدافع وکیل توره دریشي واغوسته او د قاضي مخې ته ودرید ترڅو چې د مجرم دفاع وکړي، قاضي پوښتنه ترې وکړه چې دا توره دریشي د ولې اغوستې ده؟
وکیل ځواب ورکړ د دې پخاطر مې توره دریشي اغوستې ده چې تا ته د هغه مخکینۍ قضیې ظلم در یاد کړم، چې په ناحقه سره د لاروی د قاتل پر ځای اعدام کړ، پداسې حال کې چې له قضیې ښه خبر وې، له دغه واقعې نه وروسته هر وکیل توره دریشي اغوسته چې بالآخره اوس په ټوله نړۍ کې رواج ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب