ویاړم چې د حضرت محمد (ص) امتي یم!

کړه کل جهان د محمد په نوم پېدا شو!
محمد دی د تمام جهان پېشوا!

ویاړم چې د حضرت محمد (ص) امتي یم! حضرت محمد (ص) د عبدالله زوی، د عبدالمطلب لمسۍ د اسماعيل بن ابرهيم علیه السلام له اولادې دی. مور یې بي بي آمنه د وهب لور د بني زهرة له قبيلې وه.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د فيل په کال دربيع الاول د میاشتې په ۹مه نېټه د دوشنبې په ورځ ۵۷۱م کال په مکه مکرمه کې وزېږېد.

پلار یې د ده له پیدایښته مخکې وفات شوی وو. له زېږېدو سره سم یې نيکه عبدالمطلب پالنه په غاړه واخيسته. کله چې شپږ کلن شو نو مور یې وفات شوه او چې اته کلن شو نو د نیکه له مهربانه سيوري هم بې برخې شو، چې بیا يې پالنه د سکه تره ابوطالب ترغاړې شوه، ابوطالب د هغه پالنه د خپلو زامنو څخه هم په ښه توګه وکړه، رسول الله (ص) د ابوطالب سره د هغه ترمرګه واوسېد. رضاعي مور یې حلیمة السعدية وه.

د شام سفر او له خدیجة الکبری سره واده کله چې رسول الله ص دولس کلن شو، تره یې (ابوطالب) له ځان سره د شام په لور د تجارت په کاروان کې روان کړ، (بُصرې) نومې ځای ته چې ورسيد نو له یو راهب سره چې په (بحیرا) مشهور و ليدنه وشوه- بحيرا راهب رسول الله ص د هغو نښو څخه وپېژاند چې د اهل کتابو په کتابونو کې یې لوستي وې، له لاسه یې ونیو او ویې ویل: « دا له ټول بشر څخه غوره دی او الله پاک به یې ټول عالم ته رحمت ليږي». ابوطالب وویل: «له څه پوه شوې؟» بحيرا وویل:«کله چې تاسې له هغې څوکې راښکاره شوې، ددې سيمې ټولې ډبرې او ونې په سجده پریوتې؛ دا شیان له پیغمبر پرته بل چاته سجده نه کوي او زه یې له هغه مهره پیژنم چې دده د وولو په منځ کې ښکل شوی دی او دا موږ ته په خپلو کتابونو کې دده په هکله ویل شوي دي».

your ads

بیا یې له ابوطالب غوښتنه وکړه چې بیرته یې مکې ته ستون کړي هسې نه چې یهودیان ورته ضرور ورسوي. کاکا یې خبر ومنله او مکې ته یې له څو تنو نوکرانو سره بیرته ولیږه. په دوهم ځل رسول الله ص بیا د خديجة الكبرى رضي الله عنها په تجارت کې له میسره نومې غلام سره شام ته ولاړ، کله چې مکې ته بیرته راغی نو میسره غلام خديجة الكبرى رضي الله عنها ته دده د خوږو اخلاقو، لوړو کړنو او امانتدارۍ په هکله خپل د سترګو ليدلی حال ووایه، د خدیجې رضي الله عنها رسول الله ص خوښ شو او د واده وړاندیز یې ورته وکړ، رسول الله ص وړاندایز یې ومانه او په ۲۵ کلنۍ کې يې دخدیجې رضي الله عنها سره واده وکړ، په دې وخت کې خدیجه رضي الله عنها ۴۰ کلنه وه. بعثت : رسول الله ص په غار حراء کې عبادت کاوه چې جبرائيل علیه السلام ورته راغی او ورته یې وویل: ولوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، چې زه لوستل نه شم کولای، بیا ملایکه په غيږ کې ټينګ ونیو او زور یې ورکړ بیا یې ورته وویل: ولوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، چې زه لوستل نه شم کولای، بیا یې په درېیم ځل ښه ټينګ ونيو زور یې ورکړ او بیا یې خوشې کړ بیا ورته ملائکې وویل: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (۱) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (۲) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (۳) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (۴) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (۵) العلق رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې مبارکو آیتونو د اورېدو ورسته لړزېدلی کور ته راستون شو، خدیجې رضي الله عنها ته یې ټوله کيسه وکړه، هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم نور هم زړور کړو او ددې زېری یې ورکړ چې تا به الله جل جلاله هيڅ کله سپک نه کړي، بیا خدیجې رضي الله عنها خپل د تره زوی ورقه بن نوفل ته چې عیسايي و، وروست، هغه ورته ددې خبرې زیری ورکړ چې ته به ددې امت نبي یې، بیا یې ورقه وویل: «کاش چې زه هغه وخت ځوان وای! کاش چې زه هغه وخت ژوندی وای! کله چې تا خپل قوم وشړي». رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:« آیا زما قوم به ما له کلي اوباسي؟» ورقه ځواب ورکړ: «هو، هر چاچي ستا په شان پېغام راوړی دی دښمني ورسره شوې ده، که زه په هغه وخت کې ژوندی وم زه به دې پوره ملاتړ وکړم». له دې واقعې ورسته ورقه مړ شو او وحي هم د لنډې مودې لپاره بنده شوه، بیا الله جل جلاله د سورت المدثر لومړني څو آیاتونه نازل کړل، په دې کې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې امر وکړ چې خپل قوم اسلام ته دعوت کړي.

له دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم سري (پټ) دعوت شروع کړ، تر ټولو اول کس چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت ته یې په لومړنۍ ورځ لبیک ووایه په نارينه و کې ريښتيني دوست ابوبکر صدیق (رضي)، په ښځو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بي بي خدیجة، په ماشومانو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کاکا زوی علي ( رضي)او په غلامانو کې زید بن حارثه رضوان الله علیهم اجمعين.

بیا د ابوبکر صدیق رضي الله عنه په دعوت ټولي اسلام قبول کړ چې د هغوی له جملې: عثمان بن عفان، طلحه بن عبیدالله، سعد بن ابي وقاص، عبدالرحمن بن عوف، عثمان بن مظعون، ابوسلمه بن عبدالاسد او ارقم بن ارقم رضوان الله علیهم اجمعين وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم به له صحابه ؤ سره د ارقم په کور کې په پټه ليدل کاته کول او په همدې کور کې به یې دوی ته قرآن او اسلامي ارشادات ور زده کول. رسول الله صلی الله علیه وسلم پوره درې کاله پټ دعوت وکړ، بیا پرې وحی نازله شوه چې له هغې سره پټ دعوت ختم او ښکاره دعوت يې شروع کړ، په دې هکله د قرآن کريم دا مبارک ایاتونه نازل شول: وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ (۲۱۴) شعراء ترجمه: نژدې خپلوان دې ووېروه فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ (۹۴) حجر ترجمه: هغه چې امر درته پرې شوی په زغرده اعلان کړه. او تر وفات کېدو یې اسلام د نړۍ کنج کنج ته ورساوه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب