ویروسونه او ناروغي او د ویروس لېږد

ویروس او ناروغي:

ټول ذره بیني موجودات چې د ناروغۍ سبب کیږي د پاتوژن (Pathogen) په نوم یادیږي. له هغې ډلې څخه: بکتریا، فنجي، پوتستا او ویروس.
حشرات او ځینې چینجيان هم کولای شي د ناروغۍ سبب شي چې دا ډله د پرازیت په نوم یادیږي.

ویروسونه کولای شي ټول ژوندي موجودات ناروغ کړي، د حیواناتو او نباتاتو نیولې بیا تر کوچني میکروسکوپي موجودات لکه باکتریا، ارک باکتریا، فنجي او پروتستا. ويروس په انسانانو او نورو حيواناتو کي د ځيني تومورونو د پيدا کيدو سبب کيږي.

د ویروسونو مختلف ډولونه کولای شي څو ډوله موجودات اخته کړي خو ډېر ویروسونه داسې دي چې ځانګړی او ټاکل شوی نوع تر حملې لاندې راولي. لکه چیچک ویروس یواځې انسانان نیسي. هغه ویروسونه چې نباتات اخته کوي، حیواناتو ته زیان نه لري؛ همدارنګه ډېری هغه ویروسونه چې نور حیوانات اخته کوي هم انسانانو ته زیان نه لري.

ويروسونه په حیواناتو کې هم د بېلابېلو ناروغيو لامل کېږي، د بېلګې په توګه: ساده ناروغۍ لکه: والګې او خطرناکې ناروغۍ؛ لکه: انفلونزا، شری (سرخکان)، دانې (چيچک)، ژېړی، سینه بغل، ایبولا، رابیس، سارس، میرس ايډز او نور د ويروسونو په واسطه منځته راځي.
نباتي ويروسونه په کچالو، بانجان رومي، گني، جوار، ککو، لبلبو، غنم، شفتالو، لوبيا، وريجي، بادرنگ، الوبالو، مڼه، الو، زردالو، تنباکو او نورو باندي حمله کوي او په هغوي کي د ناروغيو د توليد سبب گرځي.

ویروسونه او بکتریاوې کولی شي چې هم لومړنۍ یا عادي ناروغۍ رامنځته کړي او هم ددې توان لري چې کرونیک یعنې سخته یا اوږد مهاله ناروغۍ رامنځته کړي. همدارنګه کولی شي دداسې ناروغیو سبب هم شي چې کلونه کلونه یې هېڅ علایم یې ښکاره نه شي.

که څه هم ویروس او بکتریا داسې ناروغۍ رامنځته کوي چې علایم یې د یو بل سره ډېر زیات ورته والی لري، خو کله چې دا دواړه تر میکروسکوپ لاندې ولېدل شي نو د دواړو جوړښتونه د یو ونې او فیل دومره لوی توپيرونه لري.

معمولا خلک د باکتریا او ویروس نوم په اورېدو سره دا انګېري چې ګواکې دا ټول خطرناک او سبب د ناروغي دي. خو باید پوه شئ چې باکتریاوې هم شته چې ګټور دي. ځینې باکتریاوې زموږ په بدن کې هم شتون لري، زموږ بدن سره د خطرناکو ناروغیو د اخته کېدو په مخنیوی کې مرسته کوي. هغه باکتریاوې چې په خاوره او بحرونو او چاپیریال کې ژوند کوي زمونږ د ژوند څرخې مهم عناصر دي. ستاسو په معده کې موجود باکتریاوې مرسته کوي تر څو خواړه هضم او ویټامینونه جذب کړي، چې ستاسو بدن یې خپله نشي جوړولای. همدا باکتریاوې دي چې شیدې په مستو او پنیرو بدلوي.
ځینې ویروسونه نباتاتو ته د سړې هوا او وچکالي په مقابل کې مقاومت وربښي

د باکترياو په خلاف ټول ويروسونه د انسان لپاره مضر دي او وژونکې ناروغۍ رامنځته کوي. یخ وهل، هېپاټيټ بي، سي، انفلونزا او کرونا تر ټولو مشهور ويروسي ناروغۍ دي، په زياته کچه انسانان وژلي. ويروسونه تر ننه پورې په سل هاو ميليونه انسانان وژلي دي.

ویروس لېږد:

ویروسونو انتقال کېدای شي عمودي وي یا افقي.
عمودي په دې معنی چې له والدینو څخه اولاد ته لېږدول کیږي، ماشوم له پيدا کېدو سره په دې ویروس اخته وي؛ لکه هپټایټس ب او ایډز ناروغي. افقي یعنې له یو تن څخه بل ته لېږد، چې دا د ویروس د لېږد ډېر عام  طریقه ده.

هر ویروس ځانګړې شوي نیونکي لري، یعنې یو ویروس کولای شي کوم ژوندي موجودات اخته کړي او همدارنګه بدن دننه کوم حجرې، نسجونه یا غړي تر اغیز لاندې راولي. یو ویروس کولای شي یو ډول حجرې یا ډېر ډولونه د حجراتو تر اغېز لاندي راولي.

ویروس په مختلفو لارو خپرېدای شي:
– د ناروغیو لېږدونکي (Vectors) ویروسونه او ناروغۍ خپروي، بېلګې په توګه حشرات د نباتاتو ترمنځ‌ ویروس او ناروغۍ لېږدوي.
– په حیواناتو کې وینه زبېښونکي حشرات د چیچلو له لارې هم ویروس او ناروغۍ لېږدوي.
– د ټوخي او پرنجي پواسطه ناروغ څخه روغ کس ته خپرېږي. د انقلونزا او کرونا ویروس یې بیلګې دي.
– د جنسي اړیکو پواسطه: لکه د ایډز ویروسي ناروغۍ.
– مور څخه ماشوم ته د امیندوارې پړاو کې یا د زېږون پر وخت.
–  پر ویروس ککړ وینې ورکولو له لارې.
– ځینې بکتریاوې او ویروسونه کولای شي د هوا له لارې انتقال شي.
– د ککړ شوو سطحو سره په اړیکه کې کېدل.

که چېرې په یوه سیمه او ټولنه کې د ویروس خپرېدل لوړې کچې ته ورسیږي وبا یا ایپیدیمیک (Epidemics) ورته وایي، اوکه چېرې ویروس په نړیواله کچه خپور شي ټول نیونه، وبا یا پاندیمیک (Pandemic)  بلل کیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب