ویټامینونه او ګټې یې

ویټامین (A) (Vitamin A) په لاندي شیانو کي موجود دي:
لکه: دهګۍ ژړ، په شنو او ژړو سابو کي، ګازري، اینه، «اَمّ» اودکب په غوړو کي سته.
په لاندي مواردو کي مثبته آغېزه لري:
لکه: شَوّکُوري، ضعیفه لیده، ګرمکه یا ځوانکه او دزړتیا دټوپلو پر ضد مرسته کوي.
متوسطه ورځنی اړتیا ودغه ویټامین ته:
ښځو ته د ورځي ۰،۸ مليګرامه، هغه ښځو ته چي خپل ماشو ته تی ورکوي ۱،۵ مليګرامه، نارینوو ته ۱،۰ ملیګرام اړتیا لیدل کېږي.
ویتامین (B1) (Vitamin B1) په لاندي توکو کي شته دي:
لکه: په کچالوو کي، اینه، سبوڼی یاخمیره،شيدې، په سبوس لرونکو توکو کي موجود دي.
په لاندني مواردو کي دغه ویټامین ښه آغېـزه لري:
د بدن وده ښه کوي، د اعصابو دنده سمه وي، ذهني اوفکر توان لوړه وي، د شامیاتو مصرف منظمه وي.
متوسطه ورځنې اړتیا:
ښځوته د ورځي ۱،۰ ملیګرام، نارینوو ته د ورځي ۱،۲ ملیګرامه اړتیا سته.
ویتامین (C) (Vitamin C) په لاندو توکو کي شته دي:
لکه: په توتانو کي، په شنو سابو کي، کچالوو کي، کیوي کي، لیموو کي، په کَرمّ کي، په اینه کي، غټ مرچک (دولمه) کي، شتون لري،

په لاندنیو مواردو کي ښه آغېزمن دي:
دفاعي سستم د بدن لوړه وي، په بدن کي نسجونه قوي کوي، د «خَوږّ» وجوړېدو ته چټکتیا ورکوي، دزړېدو پروسه راټیټه وي.

متوسطه ورځنې اړتیا:
لویانو ته د ورځي ۱۰۰ ملیګرامه او شیدې ورکونکو ښځو ته ۱۵۰ ملیګرامه ته اړتیا سته.

ویټامین (D) (Vitamin D) په کښته توکو کي شتون لري:
لکه: دهګۍ په ژړکي، په مایانو کي، په ایني کي، دکب په غوړوکي، دشيدو په محصولاتو کي، شتون لري.
په لاندني مواردو کي یې اغېزه ډېره ښه ده:
لکه: قوي کول د هډوکو، دغاښوقوي کېده، په بدن کي د کلسیومو (Calcium) دجوړښت سره مرسته کول. د ویټامین (Vitamin A)اغېزه په بدن کي پیاوړې کوي.

متوسطه ورځنې اړتیا:
لویانو او ماشومانو ته د ورځي ۵ میو ګرامه (µg)، زړو ته ۱۰ میوګرامه اړتیا لیدل کېږي.

ویټامین (E) (Vitamin E) په کښته شیانو کي شتون لري:
پاڼي لرونکي سابوو کي، هګیوکي،په ایني کي، په نباتي کوچوکي، دغنمو په غوړوکي او په نورو نباتي غوړو کي شتون لري.

لاندنۍ مثبتي آغېزي لري:
لکه: دبدن دپوټکي زړتیا کراره وي یاني عمر یې ډېره وي، اودغسي د نور بدن دغړو زړتیا کراره وي، د ژر ستړیا مخنیوی کوي، دپونډیو دغړو د شخېدو مخنیوی کوي.

متوسطه ورځنی اړتیا:
ښځي ۱۲ ملیګرامه په ورځ کي، مورچي تی ورکوي ۱۷ ملیګرامه، نارینه ۱۵ ملیګرامه ته اړتیا لري .

ویتامین (H) (Vitamin H) په لاندي توکو کي شتون لري:
په ګل کرم کي، په اینه کي، د زویا په اوړو کي.
لا ند ني مثبت اثرات لري:
دپوټکي، نوکانو، وېښتیانو لپاره ښه دي او د وېښتیا دژر سپېنېدو څخه مخ نیوی کوي.
متوسطه ورځنی اړتیا:
د ۳۰- ۶۰ میوګرامه (µg) پوري اړتیا سته.

ویتامین (K) (Vitamin K) په لاندو شیانو کي موجود دي:
په ګل کرم کي، هګیو کي، په شنه کرم کي، په ایني کي، په پالکو کي، په مستو کي شتون لري.
اوس یې لا ند ني مثبت اثرات ګورو:
دبدن د داخلي خون رېزۍ مخ نوی کوي، بواسیر رالږه وي، په رګو کي د وینو د بندښت مخ نیوی کوي.

متوسه ورځنی اړتیا:
یو میوګرام دیوه کیلوګرام دبدن د وزن په اندازه مصرف کېږي (µg/kg).
دا حتمی کار نه دی، چي څوک دي په ځانګړې توګه وېټامین رانسي او ودي خوري، بلکه دغه ټول وټامینونه په سابه وو کي، په مېوو کي، د شیدو په محصولاتو کي، دکب په غوښو کي شتون لري. کېداسي چي سړی خپل خواړه د دغو ویټامینو له مخي عیار کړي او وې خوري. د یو ډول خوراک سره باید احتیاط وسي.

شهير هوتک

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب