يوعالم د حجاب په اړه عقلي دلیل

یو دهري او یو عالم او فاضل په لاره او سفر کې سره ملګري وه، دهري له عالم څخه پوښتنه وکړه چې تاسې ولې دا خپلې ښځې په کوټو او کورونو کې بندیانې کړي دي او نې پریږدۍ چې هغوي لڅ  مخ وګرځي ، او له آزاد طبعیت څخه ګټه پورته کړي ؟؟ او دا يې هم ورته وویل چې نقلي دلیل به نه راته وایې عقلي دلیل به راته وایې؟؟

عالم ورته وویل چې سمه ده ؛ په دې لحظه یې ورته څه ونه ویل او همداسې یې خپل سفر ته ادامه ورکړه، لږه شیبه وروسته دا وړوکی کاروان یو چیرته تم شو څو خپله ستړیا او ستومانتیا رفع کړي ؛ عالم له خپله جیبه یوه ښایسته او تکه سره مڼه راوایسته اول یې پوست کړه او بیا یې په خوند خوند ټوټې ټوټې  کړه او دهري ته یې ونیول دهري هم بېله څه ويلو   د عالم له لاسه مڼه واخیستل او ویې خوړل  !

عالم له دهري وپوښتل: آیا ته پوهیدې چې زما په جیب کې مڼه ده ؟

دهري وویل : نه زه نه پوهیدم چې ستا په جیب کې څه د  . ی

عالم :  کله چې ما له جیب څخه مڼه راویسته نو آیا ستا خوښه سوه؟

دهري: هو بالکل ډېره ښایسته وه نو ځکه مې خوښه سوه  .

عالم: کله چې ما پوست کړه نو تا څه احساس کاوه ؟

دهري: کله دې چې پوست کړه نو زړه مې وو چې ستا له ست څخه پرته پرې ورټوپ کړم او له لاسه يې درڅخه واخلم او ژر ژر ېې وخورم  .

عالم و دهري ته وویل چې زمونږ د مؤمينانو ښځې هم د همدې مڼې مثال لري، کله چې په کور کې وي او حجاب مراعتوي نو هیڅ څوک نه پرې پوهیږي چې دا ښایسته ده او که بدرنګه، چي کله له کوره ووځي او بې حجابه سي او بیا پوست سي لکه همدا مڼه نو ژر ده چې ستا غوندې بشري لیوان به پرې حمله وکړي او د هغې عصمت به لوټ کړي. کله چې یوه ښځه څومره په خوندي او پټو کالیو کې له کوره بهر ووځي په هماغه اندازه د بشري لیوانو له ښکاره په امان وي اوکه چیرې یې بې حجابۍ ته بډ وهلې نو بیا لکه ددغې سرې مڼې په شان ګرځي چې وار له واره یې یوه مړۍ ګرځوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب