يو يهودي څنګه مسلمان شو؟ -هدایت شوي

د يو اسراييلي ټي وي د راپور له مخې جوسیپ کوهن په ۱۹۹۸ کې له امريکا څخه اسراييلو ته د يو وفادار يهودي په شکل ولېږدېد ، مګر له درې کلو وروسته هغه اسلام ومانه او په ځان يې يوسف محمد خطيب نوم کېښود ، او د فلسطين د مقاومت د ډلې (حماس) يو ملاتړی  شو.

هغه اوس د اسراييلو د لفظ په يادولو هم خفه کېږي ،  ځکه هغه وايي چې اسراييل کومه سيمه نه لري مګر په اوسنۍ سيمه چې مېشت دی دا اسراييل نه  فلسطين دی ، هغه څلور ماشومان لري چې اوس د تورات په ځای قرآن کريم لولي.

هغه اسراييلي تلويزيون سره په مرکه کې وويل چې نوموړی يو وخت د اسراييلو د نیټوټ په نوم سيمه کې اوسېده چې د انټرنېټ له لارې د متحده عربي اماراتو له يوه شېخ سره مخ شو او د اسراييلو او نورو اديانو په اړه يې ور سره اوږد بحث وکړ ، چې بالاخره هغه مجبور شو ، چې د اسلام په اړه دقيقه مطالعه وکړي ، د قرآن له لوستلو او د اسلام له پخې مطالعې وروسته نوموړې دې نتېجې ته ورسېد چې يهوديت د نژاد پرستۍ او له حقيقت څخه لرې دين دی.

په راپور کې د نوموړي له عمر او د اوسېدو له ځای څخه يادونه نه ده شوې.

تېر کال نوموړي په امريکا کې مېشتي خپلې يهودۍ مېرمنې ته وويل چې هغه غواړي چې مسلمان شي  ، هغه وايي چې ما خپلې ښځې ته وويل چې ته زما ډېره زياته خوښه يې او له تاسره مې مينه هم ډېره زياته ده مګر زه غواړم چې هر څه درته رښتيا ووايم ، ما اوس قرآنکريم ولوست او زه اوس د قرآنکريم له ټولو ایاتونو سره موافق يم او که بياهم زه تاته ووايم چې زه  يو يهودي يم نو دا به مې غټ دروغ ويلې وي.

د نوموړي کورنۍ هم د هغه په خبره اعتبار وکړ او بالاخره ټوله کورنۍ يې مسلمانه شوه او په يوه عربي هېواد کې مېشت شول ، نوموړي زياته کړه ، چې د هغه ماشومان پخوا په صنف کې په يهوديت کې تر ټولو مخکې ول ، مګر اوس د اسلام په اړه په صنف کې تر ټولو مخکې او لايقه شاګردان دي.

نوموړی اوس د اسراييلو د ارتودوکس يهودي ګوند شاس پر ځای د فلسطين د مقاومت ګوند حماس ملاتړی دی ، چې د اسراييلو خلاف مزايل توغوي، استشهادي بريدونه کوي او په مختلقو ډګرونو کې د اسراييلو مقاومت کوي. سره ددې چې امريکا د حماس ګوند د ترورېستانو په ډله کې شماري.

د اسامه بن لادن په اړه خطيب د نورو يهودانو او امريکايانو څخه يو جلا نظر لري او هغه ته د يو قهرمان په سترګه ګوري ، نوموړی وايي (( اسامه بن لادن بن لادن د ريښتينو مسلمانانو د صف لومړی سړی دی ، نوموړی وايي چې زه فکر نه کوم چې اسامه بن لادن دې د سپتمبر د يوولسمې پېښې مسوليت ومني او يا دې په کې لاس ولري.

نوموړی اوس يوه سپينه خوله په سر کوي او د عربو په شان اوږده کالي اغوندي ، او يهوديت ردوي او وايي چې زه اوس سل فيصده مسلمان يم ، هغه اوس هره ورځ د يهودو هغه کار پسې خاندي چې هغوی به په سهار کې دعا ګانې کولې چې خدايه ښه دې چې يهودي دې پيدا کړی يم .

خطیب هم د همدوی له ډلې څخه و ، چې  خپل هر سهار به يې همدا د يهودو پر دعا(بختور خو ته يې چې يهودي يې ،  زمونږ پېشوا زمونږ خدايه) پیل کاوه مګر اوس دا دعا کوي چې خدايه ښه دی چې يهودي دې نه يم پيدا کړی.

ژباړه :عبدالرزاق حبيبي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب