ټاکنې؛ استازیتوب او استازی څه ته وايي؟

استازیتوب

دلته د استازیتوب نظریې پیژندل مهم بریښي. د استازيتوب نظريه په واقعيت کې له مدني حقوقو څخه سرچينه اخلي، چي په لاندې ډول يې دڅيړنې لاندې نيسوو.
دوگړو دقانوني استازې دارادې څرگنديدل په حقيقت کې د شخص دارادې په څير دحقوقي آثارو لرونکې ده ،دې نظريې د ١٧٨٩ م کال څخه دمخه په عمومي حقوقو کې ځای درلود اما دفرانسې انقلاب ورته ځانګړی اهميت ورکړ،نوپه دې توگه داستازو اطلاق په هغو کسانوکيږي، چې دکوم شي غوښتنه کوي،نو هغه غوښتنه به دټول ملت غوښتنه وي کله چې پريکړې کوي ،نوپه پريکړو کې به دملت غوښتنې په پام کې نيسي ،ځکه ددوۍ غوښتنې په حقيقت کې دملت غوښتنې دي .ملي اراده ددوۍ په وسيله څرگنديږي ،نوپه دې توگه استازي که يې کړنې قانون جوړول ، دسياسي حاکميت څارل يا دسياسي چارواکو ټاکنه وي، ددويم ځل لپاره ددوۍ کړنې دملت له لوري تصويب ته اړتيا نلري .دټولټاکنو کانديد دقوانينو په چوکات کې آ زاد دی اوهم رايه ورکوونکي دمختلفو کانديدانو څخه هغه چاته چې خوښ يې وي رايه ورکولای شي .
ارون دا ډول ټاکنې متعارضيې ټاکنې او اندره هوريو يې مبارزه يې ټاکنې بولي او ټاکنې يوازې په همدې شرايطوکې آزادې اوواقعي گڼي ، پداسي حال کې چې په قدرت طلبه هېوادونو کې دټولټاکنو يوبل ډول دود دی ،چې پورتنۍ ځانګړتياوې نلري . په کمونيستي او ددريمې نړۍ په هېوادونوکې يوازې يوقانوني گوند وجود لري ،چې دنورو سياسي ګوندونو اوجريانونو د فعاليتونو مخنيوی کوي .
داچې موجود گوند دچارو واګي په لاس کې لري، نو دټولټاکنو پرمهال دکانديدانو فهرست اعلانوي اورايه ورکوونکي په الزامي توگه اړکيږي ترڅو همدوۍ ته رايه ورکړي .
يعنې ټولټاکنې زيات تائيدي اړخ لري ،نه داچې دمختلفو کانديدانو څخه څوک وټاکل شي ، دپورتني پراخ بحث په پای کې هڅه کيږي ،چې په ټولټاکنو پورې اړونده موضوعات په دريو مبحثونو کې په تفصيل سره وڅيړل شي .

ډاکټر سید ابوالفضل قاضي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب