ټکی څه شی دی؟ د ټکي تعریف او اصطلاحي ماناوې

د اصطلاح تعریف:

بل تعریف دی: هره ګړه یا وییکه چي بېله خپله اصلي ماناڅخه بله مجازي ماناهم ولري نو و دغي ته اصطلاح وایي. اصطلاح ځیني «دود» هم ماناکوي. په پښتو کي ئې لیکینه (استلا) ده او فونېم (Phonem)ئې په ګړدود کې دغسي اورېدل کیږي، چي لیکل کیږي. لکه چي وايي: داپه موږکي« استلا» نه ده؛ یانې: داپه موږکي دود نه دی. یابله بولګه: داپه موږکي اصطلاح نه ده،چي «زوم» دي د«ناوي» لاس مچ کي. حمیدماشوخېل وایي:
د مکتب له اصطلاح بې خبر ښکلی
د غونچې په څېر خاموش پاتي شو غلی

اصطلاح ته په لاتیني (Term) وایي او په انګلسي کي ورته (expression) وايي او په پښتو کي ورته «وییمانیزه» وايي. دا وه داصطلاح تشریح (Definition).
اوس ګورو د پښتو په ژبه کي اصطلاحګاني. د ساري په توګه «ګَرمّ»دګرم اصلي مانا په عربي ملامت،په پاړسي کي ورته سرزنش وايي اوپه پښتوکي ورته پړ وایي.خوشال بابائې پخپل شعرکي په آري مانائې پکاروړي. لکه چي وایي:
څوک دي ئې ګرم او ملامت نه کا
يوه بلا ئې تر تندي تېره ده

حمید ماشوخېل ئې هم په اصلي مانا پکار وړي. اووایي:
صبا ورځ به ئې لغته په شا وخوري
مه شه نن په یوه سوک وچاته ګرم

د«ګرم»اصطلاحي مانائې ده: خاطر،پروا. دالنډې ګورو،چي وایي:
ژړا مي نه ده په چا ګرمه
خوشي ګرېوان په او ښکو ولي لنده ومه
دلته وایي: په ژړامي دچاپروانه کیږي یاڅوک نه په خوبدی کیږي؛ نو ولي ناحقه ګرېوان په اوښکو لوندکم.

بله ګړه یا وییکه -ټکی- (۰) دی:

ټکی څه شی دی؟ ټکي کومو ځایونو کې پکارېږي؟

د«ټکي»آري مانا یوه وړوکې نښه ده، و«ټکي» ته په عربي «نقطه» وایي په انګلیسي کي ورته (point یا dot) وایي.

«ټکی» هغه نښه ده.چي دهري وییني په پای کي ایښوول کیږي.
یا د یوې «دایرې» په منځ کي ایښول کیږي،چي د«دایرې» مرکز ئې بولي.
د«الپ و بې» پر تورو باندي هم ایښوول کیږي. لکه: (ب؛ج؛ث)اودغسي نور.
په شمېرکي یوعدد ته چي راسته خواتې «ټکی» ورکې نو لس برابر لوړیږي (۱۰). و دغه ټکي ته په عربي (صفر) په لاتیني (Null) وایي اوپه انګلیسي کي ورته (zero) وایي.دغه د «ټکي» اصلي پکار وړل او ماناوې دي.

د «ټکي» اصطلاحي مانا:
ټکی مانا لږ يو غړپ: 
[یوټکی اوبه راکه!] مانا: یوڅه لږ یا یو غړپ اوبه راکه!

«ټکی» مانا هیڅ.:
[ټکی ئې نه زده!] مانا داچي: هیڅ ئې نه زده![ټکی ئې په سرکي نسته!]

«ټکی»مانا«توری».
[ په لوستل کي «ټکو»ته ګوره!]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب