ټیبلیټ ستاسې پر روغتیا ناوړه اغیز لري

اکثره کاروونکي ګومان کوي چې بستر کې پروت او ټیبلیټ پوسیله کتاب لوستل به هغوي ارامه کړي خو دغه کار په اصل کې ډیره ناوړه روغتیایي اغیز لري.

په بوسټن (Boston) کې د هاروډ طبي مرکز (Harvard Medical School) څیړونکو ثابته کړې چې له ویده کیدو مخکې په الیکترونیکي وسایلو کې کتاب لوستل او یا هم کوم بل فعالیت کول د انسان خوب خرابوي. دا زمونږ د بدن طبیعي عکس العمل دی چې د روښنایي په وړاندې ښيي.

له ټیبلیټ، سمارټ فون او نورو برقي وسایلو څخه لاسته راغلي روښنايي د انسان خوب کولو وړتیا باندې ناوړه اغیز کوي د کوم په اساس چې انسان ارامه او ژور خوب نشي کولی او له خوبه پاڅیدو وخت کې به نور هم د ستړیا احساس کوي.

دغه څیړنه کې د خوب کولو هورمون میلاتونین (Melatonin) په ۱۲ کسانو کې وڅیړل شو او څرګنده شوه چې له خوبه مخکې د الکترونیکي کتابونو لوستل دغه هورمون په زیاته اندازه کموي.

دغې څیړنې په یوه برخه کې ویل شوې :« په عمومي ډول مونږ ثابته کړه چې شعاع تولیدونکي یا هم ځینې نور برقي وسایل له ویده کیدو څخه لږ مخکې ډیر بیولوژیکي اغیز لري او انسان د خوب دوران باندې ناوړه اغیز کوي. سربیره پردې دغه عمل د انسان په بدن کې د سرکادین (Circadian) هورمون هم کموي کوم چې په انسان کې د مختلفو ناروغیو او دفاعي سیسټم ضعیفوالی لامل ګرځي.»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب