پام کوي چې دغه یو عام عادت مو سترګې تباه کولی شي

سترګې د الله (جل جلاله) یو له ټولو سترو نعمتونو څخه دی چې انسان لپاره له اندازې زیات ارزښت لري. ځینې داسې عادتونه شته چې بیا سترګې او د سترګو لید اغیزمنوي.
په دې وروستیو کې په یوې امریکایۍ څیړنې کې ثابته شوې چې د سترګو موښل یو له هغو عامو عادتونو څخه دی چې د سترګو او د سترګو لید لپاره تباه کوونکی ثابتیدی شي.
په دغې څیړنې کې ویل شوي چې که چیرې سترګې خارښ وکړي نو تر یوې اندازې پورې موښل يي کومه روغتیايي ستونزه نه لري.

په څیړنې کې ویل شوی چې دغه عادت د سترګو لپاره تر ټولو خطرناک عادت دی چې هیڅوک يي له زیان څخه خبر نه دی او ګومان نه کوي چې دغه کار به يي سترګو ته په دومره لوړه کچه زیان ولري.
څیړوونکو دغې څیړنې کې ویلي چې که چیرې څوک د اوږدې مودې لپاره خپلې سترګې وموښې نو دغه کار په سترګو فشار زیاتولو سره د سترګو د ځینو ناروغیو خطر زیاتوي.
څیړوونکو همداراز وویل چې د دغې عادت په پایله کې په سترګو اچول شوی فشار د سترګو د لید د له منځه وړلو خطر هم زیاتوي.
څیړوونکو مشوره ورکړه چې که سترګې خارښ وکړي نو هیڅکله په ډیر فشار سره يي د موښلو هڅه مه کوئ. دغه کار د سترګو لید او سترګې له مختلفو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب