پاپائيت | پاپ

د روم پاچا عيسائيت ته د دولتي مذهب درجه ورکړه.

په تاريخي اعتبارسره په کال:۳۰۶عيسوي کي دپاپائيت شروع وشوه،په دې توگه دلومړي ځل لپاره مذهبي اودُنيوي کارونه يوځای شول اودروم حکومت مقدس وگرزيد.
په دې وخت کي دکليساچاري دپنځولويوپاپانوپه غاړه وي کوموته چي(PATRICHS)(پطرق)ويل کېږي چي په انگرېزي کي دفادرپه معنی دی.
کليساوي دوه وي:په مغرب کي دروم کليسااوپه مشرق کي دقسطنطيه.
رومي کليساپه دې وياړکاووچي پطرس اوپولس دواړه په روم کي وفات شوي دي اودوی دعيسائيت اصلي روايت کوونکي دي.
بل طرف ته قسطنطيه کليساهم خپل ځان کم نه باله،له دې امله هغې په رومي کليسابرلاسي درلودله.
ددوی ترمنځ داختلافاتويولامل دژبوبدلون هم وو:په رومي کليساکي لاطيني ژبه اوپه قسطنطيه کي يوناني وه.
له يوې ژبي به چي بلي ته تعليمات ژباړل کېدل نوپه مطلب اومعنی کي به اختلافات راټوکېدل چي په ترڅ کي به ئې بحثونه رامنځته کېدل،په پايله کي داسي حدته ورسېدل چي ترمنځ ئې اتحادناشونی شو.
بله د اچي په صليبي جنگونوکي عيسائي فوځونودقسطنطيه کليسا سيمي وځپلي،له دې نورهم اختلافات زيات شول.(دنياکې بړې مذاهب

د پاپ اختيارات

په عيسائيت کي ددوی پاپانواومذهبي خلگوته ځيني لوړلوړ صلاحيتونه اواختيارات ورکول شوي،داسي اختيارات چي دالله جل جلاله له لوري هيڅ يوه پېغمبرته هم نه دي ورکول شوي، خودعيسايانو په آندددوی پاپانواومذهبي خلگوته ورکول شوي دي.
دلته مناسبه بولم چي دهغو اختياراتوپه مختصره توگه يادونه وکړم. هغه دادي:
گناه بخښل
عيسايان داعقيده هم لري چي دگناه ترکولووروسته که ديوه ديني شخص په وړاندي په خپل جرم اقراروکړي نوهغه  ئې ټوله گناه وربخښلی شي.
اوددوی په عقيده داسي خلگوته هم ددوی پاپان اوپادريان بخښنه کولای شي چي دجهنم په عذاب کي مبتلاء وي اويائې مستحق وي.
خو پاپ اونائبان ئې دپيسوله اخيستلووروسته نه يوازي داچي گناه بخښلی شي بلکي دخلاصون سندهم ورکوي.
په دې سره پاپان پيسې لاس ته کوي اوجاهل پلويان ئې دځان لپاره دنجات دسندترلاسه کول بولي.
په دې هکله دمسلمانانوعقيده هغه ده کومه چي قرآن کريم بيان کړې ده چي له الله پاک پرته څوک دگناه بخښونکی نشته: وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ (سورة آل عمران ۱۳۵)يعني له الله پاک پرته بل څوک دی چي گناه بخښي؟يعني هيڅوک نشته

د جنت ټکټ

پاپان اونائبان ئې  خپلو پلويانو ته د پیسوپه بدل کي  د جنت ټکټ ورکوي چي له يوې خوائې په اخيستلوسره دخريدارگناه معافېږي  اوله بلي خواپه جنت کي  ورته زمکه ورکول کېږي.
داهم ددوی دخودساخته عقائدوله جملې يوه بله ده.
پوښتنه داده چي دادجنت ټکټ خرڅوونکی چي خپله په گناه اخته اودبې شمېره جرمونو،فسق اوفجورمرتکب وي،دی څنگه کولای شي چي پرنوروجنت وپلوري؟
جنت خوددُنيوي شيانوپه څېرنه دی چي انسانان دي ئې دپلورلوواک لري،دجنت لپاره خوايمان اونېک عمل ضروري دی.

لطيفه:

يوځل يوسړی لوی پاپ ته ورغی،پاپ له هغه څخه هم دنوروپه څېر وپوښتل چي څومره جنت غواړې!
هغه سړي(چي ترپاپ هوښياروو)ورته وويل چي زه جنت نه اخلم،زه دوزخ اخلم.پاپ ټول دوزخونه  ورباندي خرڅ کړل.
هغه سړي به له دې سودا وروسته ددوزخ دملکيت سند په هرځای کي اعلاناوو او ويل به ئې چي دوزخ ټول مااخيستلی دی،زه په خپل دوزخ کي بل څوک نه پرېږدم!!
يعني اوس دجنت داخيستلواړتياهم چاته نشته ځکه دوزخ مااخيستلی دی،زه په دوزخ کي څوک نه پرېږدم،نوځايونه خودي دغه دوه:جنت يادوزخ،نوکه اوس څوک جنت وانخلي هم جنتي دی،پاپ ته دقيمت ورکولو اړتيانشته!!
حقيقت دادی چي دايوازي پاپانو د خپلو ځانو لپاره يو کاروبار جوړکړی چي له دې لاري پيسې راغونډوي، خوبې عقل پلويان ئې دځان لپاره دگناهونه بخښل کېدل گڼي،دادحضرت مسيح عليه السلام دتعليماتو سره هيڅ تړاونه لري.

حلال او حرام

دعيسائيت له مهموعقيدوڅخه داهم ده چي پلويان ئې پاپانوته په دې نظرگوري چي ددوی سره دااختيارشته چي يوحلال حرام کړي اوياحرام حلال کړي.
انسائيکوپېډيابرټانيکادپاپ داختياراتوپه بيانولوسره ليکلي دي:لهذاپاپ دعقائدوپه هکله دمقتدراعلی کېدلوپه حيثيت سره دهغه حجيت(Authority) اودهغه معصوميت)(Infallibilityحامل دی چي پوره کليساته په مجموعي حيثيت سره حاصل دی.نوله دې امله پاپ دقانون دوضع کوونکي اوقاضي په حيثيت کي هغه ټول اختيارات لري چي دکليساوواجماعي کونسل ته  حاصل دي.
لکه څنگه چي دپاپ داقتداردوه لازمي حقوق دي:يودعقائدواونوروپه معامله کي له خطاءڅخه معصوم کېدل اودوهم پرټولواهل عقيده باندي له هره اړخه مکمل اوبشپړ اختيار (انسائيکلوپېډيابرټانيکا ج:۱۸ص:۲۲۲،او۲۲۳دکال۱۹۵۰چاپ،دپاپ مقاله په حواله د: تقليدکی شرعي حيثيت ص:۱۲۴)
ديادشوي کتاب په بل ځای کي دپاپ دمعصوميت په هکله ليکي:رومن کاتوليک چي دپاپ دکوم معصوميت قائل دی دهغه اساسي مطلب دادی چي کله پاپ پرټولوعقيده والاوونافذکېدونکی کوم داسي فرمان جاري کړي چي دعقائدويااخلاقياتوسره اړه ولري نوهغه غلطي نه کوي (  انسائيکلوپېډيابرټانيکاج۱۲ص:۳۱۸دمعصوميت مقاله\تقليدکی شرعي حيثيت۱۲۵)
له دغوحوالوڅخه څرگندېږي چي دوی په دې عقيده دي چي پاپ بشپړاختيارلري هم په عقائدوکي اوهم په اعمالوکي،که يوشی حرام کړي اويائې حلال کړي،دهغه منل ددوی په اند ضروري گڼل کېږي.

د حلال او حرام اختيار د چا سره دی؟

د اوسني عيسائيت برخلاف اسلام اودټولوپېغمبرانوعليهم السلام دينونه داوايي چي دا اختيارات يوازي او يوازي  د الله پاک سره دي،بل هيڅوک دا ډول  اختيارات نه لري.
دټولواهل حقوعلماوومذهب دادی چي يوشی حلالول ياحرامول يوازي دالله پاک کاردی،په دې کي له الله پاک پرته دبل هيچاهيڅ ډول اختيارنشته اونه دا اختيارالله پاک چاته سپارلی دی.(الناسخ والمنسوخ ص۶ \التوضيح والتلويح ص۳۵\شرح تحريرالاصول ص۷۹ج۲\شرح منهاج الاصول ص۲۲ج۱\مسلم الثبوت۱۲\حجة الله البالغة  ص۴۹ج۱\ التحريرص۲۹ج۲)
شاه عبدالعزيرمحدث دهلوي-رحمه الله-ليکي:صحيح مذهب دادی چي دشريعت جوړولوکارپېغمبرته نه سپارل کېږي ځکه دپېغمبری منصب درسالت اوپيغام رسولومنصب دی،نه دخدای نيابت اونه په خدايي کارخانه کي شرکت،کوم شی چي الله تعالی حلال ياحرام کړي،پېغمبرهغه نورو ته رسوي اوبس، له خپله طرفه هيڅ اختيار(دحلال اوحرام په هکله)نه لري.(تحفه اثناعشريه ص:۳۳۵)
الله جل جلاله فرمايلي دي: يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ(المائدة:۶۷)يعني اې پېغمبره!(صلی الله عليه وسلم)(ستاذمه واري بس داده)چي کوم احکام د الله پاک له لوري درته نازل شوي دي،هغه ورسوه!!
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

مولوي عصمت الله عزام

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب