پاپ ته د یوه مسلمان ځوان هېښوونکي ځوابونه!!

د اسلامي هيوادونو څخه يو شمېر زده کوونکي اروپايې هيوادونو ته د زده کړې لپاره استول شوي ول، يوه ورځ ټولګي ته د پوهنځي آمر ننوت او زده کوونکي يې خبر کړل چې نن به ستاسې پوښتنې ته يو پاپ راځي، کله چې پاپ د څه خلکو سره ټولګي ته ننوت نو انتظار يې وکړ چې ښوونکی درس خلاص کړي. له هغه وروسته سټېج ته راغی د علم او پوهې په هکله يې خبرې وکړې او د خبرو په پاې کې يې وويل: زه غواړم چې د ځينو مسلمانو زده کوونکو يو څو پوښتنې وکړم.

لومړی پوښتنه يې دا وه چې:

په قرآنکريم کې راغلي چې نبي (عليه الصلاة والسلام) په يوه شپه کې بيت المقدس ته لاړه او بيا له هغه ځايه اووه اسمانونو ته وخوت او په هماغه شپه بېرته مکې مکرمې ته را وګرځېد..دا څنګه کېدای شي چې د دومره زياتو مسافو سره په دومره لنډ وخت کې دا کار تر سره شي؟ د دې ځواب ماته راکړئ؟.

يو مسلمان زده کوونکی چې عرب وو ورته ځواب کې وويل: هغه خبريال چې د لندن منځ نه خبرونه وايې او هر يو اورېدونکی يې د دنيا په شرق او غرب کې په يوه ثانيه کې اوري، دا راديو چې انسان جوړه کړې دومره فعاليت کولای شي، نو هغه خالق ذات چې دا مخلوقات يې پيدا کړي په هر څه شي قادر دی.

پاپ وويل: ځواب دی سم دی، زما هم دا ځواب په فکر راغی، په دې سره ټولګي کې ټولو خلکو ورته لس دقيقې لاسونه وپړکول.

بيا پاپ وويل: ما سره يوه بله پوښتنه هم شته..

زده کوونکو وويل: دا پوښتنه هم ووايه.

د پاپ دوهمه پوښتنه: 

پاپ وويل: کله چې په آرام بحر کې يوه چورلکه ولوېږي او په هغه کې سل تنه سوارلۍ وي هغه ټول مړه شي، او په همدې لحظه کې د چين په يوه ښار کې يو اورګاډی چپه شي او هغه کې لس تنه سوارلي وي او هغه هم مړه شي، نو ملک الموت به څنګه له دومره مسافې سره په هماغه ثانيه کې دومره روحونه اخلي؟ ددې ځواب راکړئ؟!

نو هماغه زده کوونکي په ځواب کې وويل: ای پاپه! دغه ښار چې اوس پکې ته او مونږ يو.. څومره ګروپونه (چراغونه) لري؟

پاپ وويل: په مليونونو ګروپونه پکې لګېدلي دي.

زده کوونکي وويل: آيا دغه ګروپونه د يوې تڼۍ (تکمې) په وهلو سره چې انسان جوړه کړې نه روښانه کيږي؟ پاپ وويل: هو.. بلې.. زده کوونکي وويل: څرنګه به هغه ذات چې دا ملايکه يې رالېږلې د هغو خلکو روحونه نشي قبض کولی چې الله تعالی د دې کار لپاره ګومارلې ده!!

په دې سره بيا ټولو دې زده کوونکي ته د دويم ځل لپاره لاسونه وپړکول.

له کيسې څخه مطلب دا دی چې اسلام او مسلمانان د کفري نړۍ هرې شبهې او پوښتنې ته په هر وخت کې قانع کوونکی ځواب ورکولای شي، که هغه علمي شبهه او پوښتنه وي او که عقلي شبهه او پوښتنه وي، خو دوی له حسد او عناد څخه زمونږ پر پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) ايمان نه راوړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب