پخلي کې استعمال شوي غوړي د بيا ګرمولو لپاره زهرجن کیږي!

تاسې به اکثره ليدلي وي چې د هوټلونو او رسټورانټونو په کړايانو(دېګونو) کې چې کوم خوراکي توکي پخول (سره) کېږي، په هغه پاتې شويو تېلو(غوړيو) کې بيا ځل بله ورځ خواړه پخېږي.

دغه چاره اکثره د کورونو په پخلنځيو کې زموږ زنانه هم ترسره کوي. يعني پاتې شوي غوړي دوهم، درېم او څلورم ځل هم کاروي.

اوس په دې اړه هسپانيه کې يوې ترسره شوې سروې موندلې چې خوراک په تېلو (غوړيو) کې د بيا ګرمولو پرمهال زهرجن مرکبات شاملېدلى شي او په داسې تېلو کې چې زهرجن مرکبات لړل شوي وي- کوم خوراکي شيان چې پخېږي(لړل کېږي)- په خووړونکو کې دد ماغي امراضو او ځينې وخت سرطان ناروغيو رامنځته کېدو امکان ډېر وي.

د باسک کنټري په نوم پوهنتون کې ترسره شويو تحقيقاتو په لومړي ځل غذاګانو کې خاص (aldehedies) مرکبات موندلي دي چې ددماغي عوارضو او سرطان سبب جوړېږي.

فوټ کمېسټري مجله کې ددې سروې رپورټ ورکوونکې ليکوالې ماريا ډولو ريس ګلين ليکلي چې دا خبره موږ ته مخکې معلومه وه چې کله د تېلو (غوړيو) پاکټ پرانستل شي ؛ نو له هغې نه (aldehedies) راووځي چې فضا ککړوي، که چېرې دا د تنفس له لارې بدن داخل شي؛ نو د روغتيا لپاره خطرناک ثابېتېدى شي.

نوموړې زياتوي چې ددې لپاره دوى د سروې پرېکړه وکړه چې تېل کله دوباره ګرم(تاوده) شي ايا په هغې کې هم (aldehedies) موجود وي کنه.

نوموړې ويلي د څېړنو په پايله کې موږ ته معلومه شوه چې په هغو تېلو (غوړيو) کې هم (aldehedies) موجود وي.

دا مرکبات تراوسه په ((بايو ميډيکل)) سروې ګانو کې ليدل شوي وو، چې د هغوى د وجود نه مختلف قسمه سرطان او دماغي سلولونو تباه کوونکې ناروغۍ لکه: الزائمر او پارکنسن دي رامنځته کېدلى شي.

تېلو کې زهرجن (aldehedies) هغه وخت جوړېږي کله چې په دې کې فيټي اسيډ اندازه کمه شي، که څه هم له دې نه د سره کولو پرمهال څه الوزي(بخار کوي) بيا هم دسره کولو نه وروسته څه پاتې کېږي، دا وجه ده چې په پخو شويو خوراکونو کې موږ ته زهرجن (aldehedies) ښکاره کېږي.

 

دا مرکبات د پروټينونو، هارمونونو، او انزائم سره يو ځاى کېدو نه غبرګون ښکاره کوي.

ددې تحقيق په سلسله د درې قسمه تېلو ګرمولو تجربه شوې ده، زيتونو تېل، ګل افتاب پرست او السي دانو تېل شامل وو، چې د ١٩٠ درجو سانتيګريج تاوده شوي وو.

زېتون او افتاب پرست تېل(غوړي) هره ورځ اته ساعتو د حساب له مخې څلور ساعتو پورې تاوده کړى شوه. او د السي تېل شل ساعته پرانستي وو. که څه هم السي تېل په مغرب کې د پخلي لپاره ډېر نه کارول کېږي؛ ليکن انتخاب يې ددې لپاره شوى و چې دې کې د اوميګا درې فيسټي اسيډ اندازه زياته وي.

ډاکټر سيد مصلح الدين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب