پروتستا (Protista)؛ د پروتستا عالم طبقه بندي

پروتستا (Protista)

پروتستا هم د ډېرو پخوانیو ژوندیو له جملې څخه دي او تقریبا د 1.7 بیلیونه کاله پخوانۍ سابقه لري، نظر بکتریاوو ته پروتستا مشخصه هسته لرونکي دي او یوکاریوت دي. دا واحد الحجروي ژوندي دي؛ خو ځينې يې څو حجروي هم شته چې د کالونۍ په شکل ژوند کوي. ځينې يې د خوځښت لپاره سیلیا کاروي او ځينې متروکه استفاده کوي. پروتستا په انسانانو کې د ځينو شدیدو ناروغیو لکه ملاریا او افریقايي خوب ناروغۍ سبب ګرځي.

 د پروتستا د عالم طبقه بندي

د پروتستا عالم په دوه طبقو وېشل شوی دی، چې عبارت دي له پروتوزوا او الجي څخه. پروتوزوا حیواناتو ته ورته واحد الحجروي ژوندي دي. او الجي نباتاتو ته ورته څو حجروي ژوندي دي. پروتوزوا د خپل حرکت له کبله په څلورو ډلو ویشل شوي دي.

  • سارکودینا ټولګی
  • فلاجیلاتا ټولګی
  • سیلیاتا ټولګی
  • سپوروزوا ټولګی

د سارګودینا ټولګی

مهم مثال یې امیب دی چې په کاذبو پښو حرکت کوي. دا کاذبې پښې سایتوپلازمیکي راوتلي جوړښتونه دي. چې د امیب له هرې برخي څخه منځته راځي. پرازیتي امیب په انسانانو کې وینه لرونکی نس خوږی رامنځته کوي.  د نړۍ تقریبا ۱۰٪ ابادی له اینټ امیب هستولاتک څخه اغیزمنه کیږي. د دې له کبله رامنځته شوی نس ناستې درملنه د Metronidazole  په وسیله ترسره کیږي.

د فلاجیلاتا ټولګی

دا ډول پروتوزوا د فلاجیل په وسیه حرکت کوي. ډیری يې پرازیت دي او ډېري ډلې يې د انسان په کولمو کې لیدل کېږي. ځينې يې زیان رسوونکي دي لکه تراي پانزوما په حیواناتو او انسانانو کې د افریقايي خوب ناروغي رامنځته کوي.

د سیلیاتا ټولګی

د دې ټولګي غړي سیلیا لري. یو نماینده یې پرامیشیم دی، چې په ولاړو اوبو کې زیات پیدا کېږي او د سیلیا په وسیله چې نازک تار ډوله جوړښتونه دي، حرکت کوي. په لاندې انځور کې پرامیشیم لیدل کېږي.

د سپورزوا ټولګی

د پروتستا دا ډله حرکي غړي نه لري. بېلګه يې پلازمودیم دی. پلازمودیم د انسان د وینې پرازیت دی، چې ملاریا رامنځته کوي. پلازیم د ښځینه غوماشی له خولې چې انوفیل ورته وايي، انسان ته انتقالېږي. انوفیل د انسان له بدن سره د ۴۵ درجو زاویه جوړوي کله چې د انسان په بدن کښیني. درې ډوله د پلازمودیم چې ډېر لیدل کېږي، عبارت دي له Plasmodium Falciparum, Plasmodium Viv ax, Plasmodium malaria. د لومړي ځل لپاره د ملاریا علاج د کونین په نامه له یو نبات څخه ترلاسه شو. 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب