پريږدئ چې ماشومان مو خاورو کې لوبې وکړي

هيڅوک نه غواړي بچيان يې ناروغه وي. نو لدې مخکې په کومه ناروغتيا اخته شي، د روغتيا ساتنې لپاره يې ناپاکیو ــ په ځانکړې ډول خاورو ــ ته نژدې نه پرېږدي، او اجازه نه ورکوي چې خاورو ته نژدې شي او لوبې پکې وکړې؛ ولې کوچنيان چې له رازه خبر نوي دخپل کار په تکرارولو ټېنګار کوي. نو ځکه به مو ډېر مور او پلار ليدلي وي خپل کوچنيان خاورو او خټو کې له لوبو کولو ژغوري، او اجازه نه ورکوي ترڅو په خاورو او يا خټو ځانونه ککړ کړي.

خو نن د طبې څيړونو پاېلې ښايې کوم ماشومان چې په خاورو او خټو کې لوبو کولو ته پرښودل کيږي، او په خپله خوښه هلته لوبې او ساتيريانې کوي، صحت يې نسبت هغو ته چې د دې ډول لوبو څخه محرومه شوي ډېر ښه دی، او د دوی جسم لويوالي کې د ډېرو واېروسي ناروغيو مقاومت لرلای شي.

مخکې لدې چې ساينس پدې اړه څېړنې وکړي، او بيا دې ډول پايلو ته ورسيږي؛ نبوي ــ صلی الله عليه وسلم ــ ژوند کې هم ماشومانو ته په خاورو کې د لوبو کولو اجازه ورکړای شوې ده، صحابه ؤ ¬¬ــ رضي الله عنهم ــ به ماشومان خاورو او خټو کې له لوبو ژغورل، خو يو ځل رسو ــ الله صلی الله عليه وسلم ــ روان ؤ ځينې کوچنيانو خاورو کې لوبې کولې د رسول الله ــ صلی الله عليه وسلم ــ يوه ملګرې منعه کړل، خو رسول الله ــ صلی الله عليه وسلم ــ ورته وويل: (پريږدئ! خاورې د ماشومانو پسرلی دی ) طبراني روايت کړی ــ اسناد يې باطل دی ــ.

خاورو کې لوبو کولو سره د ماشوم پرځان باور، ذکاوت او هوښياري هم زياتيږي. وايې: يوځل امام ابو حنيفة رحمه الله تعالی په يوه کوچني ماشوم تېرېدلو، هغه په خټو کې لوبې کولې، امام ــ رحمه الله تعالی ــ ورته وويل: پام کوه چې ونه لويږې.

ماشوم ورته وويل: پام چې ته ونه لويږې، ستا لوېدل د نړۍ لوېدل دي.

لدې وروسته به امام رحمه الله تعالی د هرې مسئلې فتوا د خپلو شاګردانو سره د ډېر بحث نه وروسته ورکوله.

خو دا بايد پام کې ونيسو چې د ماشومانو د لوبو خاورې او خټې بايد د ناپاکيو، ګندګيو او نجاستونو څخه لرې او پاکه وي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب