پر جنسي اړيکو د ځان ارضا کولو اغېزې او درملنه يې

جلق وهل هغه عمل دی چې نارینه یا مېرمن په خپله د ځان خلاصولو هڅه وکړي.
له جنسي اړیکو سره يې توپير په دې کې دی چې په جنسي اړیکه کې انسان عملاً له خپل مخالف لوري سره اړیکه ټینګوي او په سمه توګه خلاصېږي، خو په جلق کې یوازې د حواسو په وسیله سړی ارضا کېږي او هر څه په تناسلي الې پورې محدودېږي چې دا مجازي ډول دی.
په حقیقي جنسي اړیکه کې د بدن ټول غړي همغږي وي او ټول پنځه ګوني حواس یو ځاي کار کوي او اړتیا نه شته چې په خپل ذهن کې یو خیالي جنسي چاپېریال رامنځته کړو.
په دې مانا، کله چې په طبیعي توګه یو کس شهواني کېږي او په نتېجه کې خبره تر انزاله پورې رسېږي د بدن پنځه ګوني حواس سره په ګډه کار کوي چې دغه حالت رامنځته شي، خو په استمنا کې یوازې د تناسلي الې حسي برخه فعاله وي او په دې ډول پر مازغو ډېر فشار راځي.
تر هغه چې شهواني چاپېریال برابر او انزال ترسره شي، په جلق یا استمنا کې د بدن نور غړي لکه سترګې، غوږونه او حتی د ذایقې حواس فعالیت نه کوي.
کله چې دغه فشار پر مازغو راځي، طبعاً یوه ستونزه پيدا کوي او انسان له روحي پلوه له سخت فشار سره مخامخ وي.
دغه راز کله چې سړی پرې روږدی شي، نو له حده زیات دغه کار کوي چې ډېره انرژي ورسره ضایع کېږي او تناسلي اله هم ورباندې له کاره لوېدلای شي.

د جلق تاوانونه

د دغه ناخوښ او پلیت عمل په پایلو کې د حافظې کمزورتیا، د اشتها خرابي، د هضمولو ستونزې، سالنډي، خلق تنګي، حسد او کینه، مالیخولیا، د وینې کمی، انزوا او ګوشه ګېري، د وېښتانو تويېدل، د سترګو کمزورتیا، ضعیفي، د ملا دردونه، په تعادل کې ستونزه او ډېرې نورې ناخوالې یادولای شو.
دغه چاره په ډېرو ټولنو کې دود ده، خو په هغو ټولنو کې چې ځوانان سپورټ او مطالعې ته هڅول کېږي او دغه زمینه ورته برابره وي، جلق وهل یا استنما هم کمه ده، خو زموږ په شان ټولنې چې یوازې انحراف او فساد پکې دودېږي او حکومت د ځوانانو د سالمې روزنې لپاره هیڅ پروګرام نه لري، طبیعي خبره ده چې دغسې انحرافونه ډېر زیات دي.
د اسلام په سپېڅلي دین کې استنما یا جلق حرام دی او کبیره ګناه بلل شوې ده. له نورو تاوانونو يې که ورتېر شو، کله چې دا لویه ګناه ده باید له دغه پلیت عادته ځان وساتئ.
بل تاوان یې تر وخت مخکې انزال دی. هغه کسان چې په دې پلیت عادت روږدي دي، په تر وخت مخکې انزال اخته کېږي او په ګډ ژوند کې خپله مېرمن خوند کې نه شي راوستلای.
په دې سربېره، هغه کسان چې په زور او له حده زیات سپرم له بدنه بهر ته باسي، د دې سبب کېږي چې د سپرم د القاح کولو قدرت يې کم شي او په نتېجه کې ممکنه ده دغه کس هیڅکله اولاد پیدا نه کړي.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې کله کوم ځوان د ځان په ارضا کولو روږدی شي، په اسانه يې نه شي کنټرولولای او بيا دغه عادت په اعتیاد بدلېږي.
هغه کسان چې کمزورې اراده لري، هغوی تر نورو ډېر پرې روږدي کېږي، خو په وروسته پاتې ټولنو کې په ځوانانو کې دا یوه عامه چاره ده او ډېری ځوانان پرې اخته وي. البته پریښودل يې اسانه کار دی او په تېره بیا د یو مسلمان لپاره.
د اسلام د مبارک دین اساسات مرسته کوي چې له دغه پلیت عادته ځان وژغورئ، ځکه دا کار لویه ګناه ده.

ځان ژغورل

لومړی
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ژر تر ژره پرېکړه وکړئ او دغه پلیت عادت پرېږدئ. که مو پرېښود، هیڅ تاوان پکې نشته او ګټې يې اوږدمهالې دي.
دویم
ټول ارواپوهان او ډاکټران دې پایلې ته رسېدلي چې په دې کار کې پرېکړه او قوي اراده ډېره اړینه ده او باید دې مسلې ته ډېره توجه وکړئ. ښايي ډېر ځوانان دغه خبره وکړي چې موږ همدا پرېکړه نه شو کولاي او اراده مو کمزورې ده او بیا بیا ناکامه شوي یو، خو دغه کار څه اسانه نه دی.
درېیم
له هر ډول جنسي تحریکه ځان وساتئ. هغه کسان چې هره شپه بربنډ فلمونه ګوري او یا د خپل ژوند مهمه برخه د فحشا او سکس په هکله خبرو ته بېلوي او په کوڅه او سړک کې یوازې د نجونو اندامونو او څېرو ته ګوري، هغه نه شي کولاي ځان له دغه بد عادته خلاص کړي.
څلورم
تر ټولو مهمه سپارښتنه دا ده چې له یوازیتوبه ځان وساتئ. ځان ارضا کول له یوازېتوب سره نېغ په نېغه اړیکه لري. له هغه چاپېریاله ځان ساتئ چې هلته د استمنا عمل ترسره کوئ.
پنځم
له هغو کسانو سره ناسته پاسته مه کوئ چې فاسد او فحاش وي. هغه کسان چې جنسي او اخلاقي انحراف لري، په طبیعي توګه له دې چارې خوند اخلی چې نور هم د ځان په شان کړي، ځکه هغوی د ګناه احساس کوي او په دې ډول هڅه کوي نور ههم د ځان په شان کړي.
شپږم
هغه کسان چې سپورټ کوي، له جنسي انحراف سره نه مخامخ کېږي، ځکه سپورټ انسان ته فکري او بدني توان ورکوي او پر نفس اعتماد پیاوړی کېږي.
د دې لپاره چې له جنسي پاروونو سره مخامخ نه شئ، سپورټ وکړئ، البته حتمي نه ده یو کلب ته.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب