پر روغتيا او سلامتۍ باندې د الکولو او درملو اغېزه

هره کيمياوي ماده، چې د انسان د بدن په اعمالو د اغېزې توان ولري، د درمل يا Drug په نامه يادیږي. د درملو ډولونه په بېلابېلو بڼو پيداکېږي. ځينې يې د پوستکي له لارې بدن ته داخلېږي. ځينې يې خوړل کېږي يا د پيچکارۍ په واسطه بدن ته داخلېږي. درمل پر بدن باندې د اغېزې له مخې ډلبندي کېږي.

مختلف درمل د خپلو خواصو له مخې د ناروغۍ په درملنه او مخنيوي کې مرسته کوي. د درمل ډولونه؛ لکه: د درد ضد، د بکتريا ضد، د الرجي يا حساسيت ضد، د اعصابو لپاره موثر او په نورو ډولونو موجود دي. د سرخوږ، د ملا خوږ، د غاښونو خوږ، دا هغه دردونه دي چې موږ او تاسو ټول ورسره اشنا ياستو.

همدارنګه تاسو په دې باره کې لوستلي دي چې څنګه د درد اخذې يعنې (د نيورونونو اخذې) سېګنالونه مغز ته رسوي. د درد ضد درملنې، د درد په همدې اخذو تاثير کوي. هغه درمل چې يوازې درد له منځه وړي او په هوښيارۍ کومه اغېزه ونه لري يعنې بې هوشي نه راولي، د انالجزيک (Analgesic) درمل په نامه يادیږي؛ چې اسپرين يې يو ښه مثال دی. خو ځينې نور درمل شته درد له منځه وړي او په عصبي سېستم تاثير اچوي، چې تاثير يې د ويده کېدو لامل کېږي، خو دوامداره استعمال يې اعتياد رامنځته کوي.

دا ډول درمل د نشه يي توکو په نامه يادیږي. د بېلګې په ډول که يو وخت د يو چا د سر درد د تسکين په يوه ټابل＀ې ښه کېده، نو د دې درملو د دومدارې ګټې اخېستنې څخه وروسته کېدای شي د څو ټابلېټونو په خوراک هم د سر درد يې ښه نشي. په دې صورت کې ويلی شو چې دغه شخص په ذکر شوي درمل معتاد دی. زياتره نشه يي توکي د کوکنارو له بوټي يا خاشخاشو څخه استخراجېږي چې په (١٦-٤) شکل کې ليدل کېږي.

سره له دې چې زياتره درملونه د ناروغيو د درملنې او مخنيوي لپاره ګټې لري، که په سم ډول او يا د ډاکټر له لارښوونې سره سم وخوړل شي، موږ سره مرسته کوي خو که په خپل سر ورڅخه ګټه واخېستل شي، بدن ته زيات زيانونه رسولی شي. ځينې څښاک چې هره ورځ ورڅخه ګټه اخلو، کيمياوي مواد (درمل) لري.

د بېلګې په ډول چای کافين (Caffeine) لري چې ستړيا له منځه وړي او په پښتورګو تاثير اچوي. د تشو متيازو اندازه زياتوي. قهوه زياته اندازه کافين لري چې ستړيا له منځه وړي او د خوب ضد خاصيت لري. همدارنګه د څښاک په جوړښت کې د (کولا) په نوم ماده شته چې د تندې ضد خاصيت لري. تنباکو هغه بوټی دی چې نېکوتين (Nicotine) لري او د چلم، سګرټ او نسوارو په بڼه استعمالېږي. د سګرټو څکل يا د تنباکو د پاڼو ژوول يا د نسوارو اچول سربېره د غاښونو په خرابېدو د وخت په تېرېدو د سږو او مرۍ د سرطان د احتمالي زيانونو لامل کېږي. الکول )Alcohol( مايع ده، چې له دانو او مېوو څخه جوړیږي. وينې ته له داخلېدو سره سم په مستقيم ډول مرکزي عصبي سېستم باندې تاثير کوياو شخص خپل فکر او جسمي تعادل د لاسه ورکوي.

دا مطلب په هغو هېوادونو کې چې خلک يې د الکولو د څښلو سره عادت لري. د ترافيکي پېښو، ځان وژنې او جنايي جرمونو عمده دليل دی. له الکولو پرله پسې کارول د ځيګر او مغزو د حجرو د خرابوالي لامل کېږي.

نو له همدي کبله د اسلام مقدس دين د الکولو څښل د مسلمانانو لپاره حرام او ناروا ګرځولي دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب