پر زړه او مغز د مالګې اغېزې

 

مالګه تر بل هر څه ډېر د زړه او مغز روغتيا ګواښي.

زموږ بدن په ورځني ډول یو یا دوه ګرامه مالګې ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې ډېری خلک لږ تر لږه له اتو تر لسو ګرامو مالګه خوري. پر دې سربېره اویا سلنه هغه خواړه چې موږ یې د ورځې په اوږدو کې خورو، مالګه لري.

مالګه د غذایي موادو اوبه ډېروي او په پایله کې د چاغوالي لامل کيږي.

که د مالګې خوراک له ۲۵ تر ۳۰ سلنې پورې را کم کړئ، نو له روغتيا سره مو مرسته کوي.

مالګه اشتها ډېروي نو هغه کسان چې غواړي وزن یې کم شي او غذایي رژیم یې نیولی وي، د مالګې خوړل دې کم کړي. په پایله کې که غواړئ چې مناسب اندام ولرئ، مالګه کمه وخورئ.

دغه راز نړیوال روغتیایي سازمان وایي، په ورځني ډول ټول لوی وګړي پنځه ګرامه مالګه خوري، که په دوامداره توګه دغه دول مالګه وخوړل شي ۲۳ سلنه د مغز د سکتې لامل کېدای شي او ۱۷ سلنه د دې امکان شته، چې یاد کس د زړه له حملې سره هم مخ شي.

وروستيو څېړنو دا هم ثابته کړې چې له کچې زیاتې مالګې کارولو زيان تر سګرېټو څکولو هم ډېر دی.

ژباړه : حمید الله حمیدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب