پر عبدالله أنصاري رضي الله عنه قرض او د رسول الله ﷺ معجزه

 

د حضرت جابر بن عبدالله – رضي الله عنه- څخه روایت دی چې زما پلار عبدالله – رضي الله عنه – د اُحد په غزا کې شهید شو ، تر شا یې شپږ لوڼې پرې ایښې وې او ډېر قرض هم پر پاتې وو، کله چې خرماوې پخې شوې او د راشکولو وخت یې راغی نو زه ورغلم جناب رسول الله ﷺ ته مې عرض وکړ چې یارسول الله ﷺ ! تاته خو معلومه ده چي زما پلار د اُحد په غزا کې شهید شوی دی او ډېر قرض پرې پاتې دی ، زه غواړم چې ته راسره ولاړ شې، هغه أشخاص ووینې چي زما پلار یې پوروړی دی، د دې لپاره چې هغوی یو څه رعایت راسره وکړي! لیکن دا چي قرض خواهان یهودیان وه نو د رسول الله – صلی الله علیه وسلم – خبره یې رد کړه او د پوره قرض غوښتنه یې کوله.

جابر – رضي الله عنه – وايي، رسول الله ﷺ راته وفرمایل: ورشه له هر قِسم خرماوو څخه څو کوټي جوړې کړه، زه ولاړم خرما مې راوړه او جلا ــ جلا کوټې مې ترې جوړې کړې، بیا مې رسول الله ﷺ او هغه قرضداران راوغوښتل، هغوی چې محمد مصطفٰى ﷺ ولیدی ، نور یې لا ډېره سختي پیل کړه.

مصطفٰى ﷺ چي زموږ به بې چارګي او د هغوی سختي ولېدل نو ډېر پرېشانه شو، بیا راغی پر هغه غټه کَوټه درې ځلي شا وخوا راوګرځېدی، بیا له هغې سره نږدې کشیناست او ماته یې وفرمایل : ورسره خپل قرض خواهان نږدې راوله دلته یې کښېنوه، ما هغوی را ټول کړه او ده مبارک ﷺ په خپل لاس هغوی ته له کوټو څخه د خرماوو وزن کول پیل کړه، د الله جل جلاله قدرت ته ګوره د تعجب خبره ده له دغو کوټو څخه د ټولو قرضدارانو پور ادا شو او زما د پلار غاړې خلاصې شوې، ما خو صرف دا غوښتل چي په یو ډول د خپل پلار غاړې خلاصې کړم ، لیکن تر وېشلو وروسته چي ما د خرماوو دوو کوټو ته وکتل د الله جل جلاله قسم بلکل هماغسي غټي کوټې پرتې وې، په خاصه ټوکه بیا هغه کوټه چي رسول الله ﷺ نږدې ورته ناست وو، ما چي هغې کوټي ته فکر ور واچاوه نو دا مي یقین شو چي یوه دانه خرما لا هم نده ځیني کمه شوې.
(صحیح البخاري جــ۱ صــ۳۹۰)

دا وه زموږ د محبوب مصطفٰی صلی الله علیه وآله وسلم معجزه.

ليکنه : أبوالزین حکیم اللّٰه صابر الحنفي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب