پر مريم رضی الله عنها باندي تور لګېدل

پر مريم رضی الله عنها باندي تور لګېدل

روايت سوى دئ چي کله مريم رضی الله عنها حامله سوه نو لومړى کس چي ددې پلټنه يې وکړه يوسف نجار وو ، يوسف نجار ددې قريب وو ، ډېر نېک او صالح انسان وو ، ابن کثير رحمة الله عليه  ليکي چي دى دمريم رضی الله عنها دخاله زوى وو، يوسف نجار دمريم رضی الله عنها دحمل څخه ډېر په حيرانتيا کي پاته سو ځکه دى دمريم رضی الله عنها پر ديانت باندي پوره ډاډه وو او اوس يې داوليده چي حمل داره ده او مېړه هم نه لري ، همدا وجه وه چي يوه ورځ يې دمريم رضی الله عنها څخه پوښتنه وکړه او ورته وې ويل : اې مريمي! ايا کښت بېله تخمه منځته راتلاى سي؟ دې په جواب کي ورته وويل :هو، لومړى کښت چا پيدا کړ؟ بيا يوسف نجار ورته وويل : ايا درخته بېله اوبو منځته راتلاى سي؟ دې په جواب کي ورته وويل : هو، ځکه لومړى درخته چاپيد کړه؟
بيا يوسف نجار ورته وويل : ايا ماشوم بېله پلاره پيدا کېداسي ؟ دې په جواب کي ورته وويل :هو، ځکه آدم علیه السلام  الله جل جلاله  بېله پلاره پيدا کړ. بيا يوسف نجار ورته وويل : کوم څه چي تاپېښ دي په هغه اړه ماته معلومات راکړه دې په جواب کي ورته وويل : ماته يوه ملائکه راغله او په يوه زوى سره يې زېرى راکړ او راته وې ويل : چي تاته به الله جل جلاله  يو زوى درکړي چي نوم به يې مسيح وي.
يوسف نجار چي کله ددې خبري واورېدې پوه سو چي مريم رضی الله عنها دهر ډول بدۍ اوفسادو څخه پاکه ده او ددې حمل يوازي الهي قدرت دئ او دالله جل جلاله  حکيمانه پرېکړه ده.
سدي رحمة الله عليه  داصحابو کرامو څخه روايت کوي : يوه ورځ مريم رضی الله عنها دخپلي خور کور ته ورغلل  يعني دزکريا علیه السلام  کورته وراغلل ، خور يې يعني ديحيى علیه السلام  مور ورته وويل : ته خبره يې زه حمل لرم، دې ورته وويل : زه هم حمل داره يم ، بيا يې خور ورته وويل : زما په نس کي چي کوم حمل دئ هغه ستا دنس حمل ته سجده کوي .امام مالک رحمة الله عليه  فرمايي : ديحيى علیه السلام  دمور پورتنۍ خبره ددې څرګندونه کوي چي عيسى علیه السلام  پر يحيى علیه السلام  باندي لوړه مرتبه درلوده او داهم ځيني ثبوتيږي چي عيسى علیه السلام  ديحيى علیه السلام  دخاله زوى وو.
دمريم رضی الله عنها دحمل خبر  په بني اسرائيلو کي خپور سو مريم رضی الله عنها دډېره  غمه دهيچا کور ته نه تلل ، خبره دومره عامه سوه چي آن ځينو زنديقانو پر يوسف نجار باندي تور لګاوه چي ددې سره په بيت المقدس کي اوسېدئ چي دا حمل ديوسف نجار څخه دئ . ځينو بيا پر زکريا علیه السلام  باندي تور لګاوه چي ددې سره يې ناوړه کار کړى دئ.
ابن جرير رحمة الله عليه  ليکي : بني اسرائيلو دزکريا علیه السلام  دقتل اراده وکړه ، زکريا علیه السلام  ځني وتښتېدئ دوى په پسې سوه آخر يې ونيوى او په اره يې دوه ځايه کړ، په پايله کي زکريا علیه السلام  ديهوديانو په ظلم شهيدسو.

د يوسف نجار خوب ليدل

مؤرخين ليکي : کله چي مريم رضی الله عنها دحمل احساس وکړ په نتيجه کي يې دخپل قوم څخه بېره په زړه کي پيدا سوه چي پر دې تور ونه لګوي . نو ځکه يې ديوسف نجار څخه غوښتنه وکړه چي ددې سرپرستي پر غاړه واخلي ، يوسف نجار يو نېک ، سپېڅلي اوعابد انسان وو، د دې د اکا د زامنو څخه هم کېدئ ، يوسف نجار تل الله جل جلاله  ته ځان په روژه ، لمانځه او نورو عبادتونو سره نژدې کاوه ، دخپل ځان لپاره يې دنجارۍ دکسب دلاري څخه خوراکه برابرول . مريم رضی الله عنها ده ته دخپلي پېښي په اړه پوره معلومات ورکړ، چي ملائکه ورته راغلې وه او دې ته يې په زوى سره زېرى ورکړى وو .
يوسف نجار چي ددې خبري واورېدې په زيات شک او ترديد کي ولوېدئ نوځکه يې ددې د سرپرستۍ کولو څخه مخ واړوه او ددې خبره يې ونه منل ، دلږ وخت په تېرېدو سره ده خوب وليدئ په خوب کي يوه ملائکه ورته راغلل او په ډېره تونده لهجه يې خبري ورسره وکړې او ورته وې ويل :تا ولي دا پرېکړه وکړه چي ديوې سپېڅلي ښځي څخه ځان ليري کړې؟ ته بايد پوه سې چي دمريم رضی الله عنها حمل الهي پرېکړه وه او دالله جل جلاله  ستر حکمت دئ ، نژدې دئ چي دغه پاکه مېرمن به يو زوى وزېږوي نوم به يې يسوع وي ، دشراب چيښلو ، دمردارو او هرډول نشيي توکو  څخه به ځان پاک ساتي ځکه دى اوس لا چي دمور په نس کي دئ دهرډول پليتيو څخه پاک دئ ، کله چي پيدا سي الله جل جلاله  به يې بني اسرائيلو ته دپيغمبر په صفت ولېږي کوم شريعت موسي علیه السلام  بني اسرائيلو ته راوړى دئ وهغه ته به يې منقاد کړي، الله جل جلاله  به ده ته زيات قوت ورکړى وي او ډېري لوي معجزې به ښکاره کړي چي په مټ به يې زيات شمېر خلګ وژغورل سي .
مؤرخين ليکي : يوسف نجار چي کله دغه خوب وليدئ دخوب څخه چي راپورته سو دالله جل جلاله  شکر يې وايستى او پاته ټول عمر يې دمريم رضی الله عنها سره تېر کړ، او ټول عمر يې ددې خدمت په اخلاص او کمال سره کاوه .
[irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب