پر يو مسلمان دبل مسلمان حقوق

دخپلوانو، ګاونډيانو او عامو انساني حقونو سربېره پرهر مسلمان د نورو مسلمانانو ځېنې اسلامي حقونه شته، په دې باره کې درسول اللهﷺ څومبارک احاديث دادى:

الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ وَمَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللَّهُ فِي حَاجَتِهِ وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً فَرَّجَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرُبَاتِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ (بخارى)

رسول الله ﷺ فرمايلې دي: (مسلمان دبل مسلمان ورور دى،نه پرې خپله ظلم کوي اونه يې بل ظالم ته سپاري، او څوک چې دخپل مسلمان ورور په اړتياپوره کولو کې لګيا وي نو الله تعالى به دده اړتياوې پوره کړي،کوم مسلمان چې دخپل مسلمان ورور څخه تکليف لرې کړي نو الله تعالى به دقيامت په ورځ له هغه څخه دقيامت کړاونه لرې کړي،اوڅوک چې دمسلمان په عيبونو پرده واچوي نوالله به دقيامت په ورځ دهغه په عيبونو پرده واچوي.

په يو بل حديث کې راغلي دي چې رسول اللهﷺ وفرمايل:
لَا تَبَاغَضُوا وَلَا تَحَاسَدُوا وَلَا تَدَابَرُوا وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوَانًا وَلَا يَحِلُّ لِمُسْلِمٍ أَنْ يَهْجُرَ أَخَاهُ فَوْقَ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ (بخارى)
(تاسې يوتربله بغض اودښمنې مه کوئ، حسد مه کوئ، غيبتونه مه کوئ اوديو الله پاک بنده ګان وروڼه وروڼه شئ ،د هيڅ مسلمان لپاره حلال نه دي چې دخپل مسلمان ورورسره له دريو ورځو څخه زيات سلام اوخبرې پريږدي)
په يوبل حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ وفرمايل:

دا هم ولولئ  ملا اختر محمد منصور د معاصر جهادي قیادت نوښتګره څیره

كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ مَالُهُ وَعِرْضُهُ وَدَمُهُ حَسْبُ امْرِئٍ مِنْ الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ (سنن ابوداؤد)
(دمسلمان مال، نفس، عزت اوابرو پربل مسلمان بالکل حرام دي،ديوسړي همدومره شر بس دى چې هغه خپل مسلمان ورورسپک وګڼي.

اوس مونږد ټولنيزو آدابو اوخپلمنځي حقوقو دا لړۍ د رسول الله ﷺ په يو مبارک حديث سره پاى ته رسوو چې دهرمسلمان زړه لړزوي:

قَالَ تَدْرُونَ مَنْ الْمُفْلِسُ قَالُوا الْمُفْلِسُ فِينَا يَا رَسُولَ اللَّهِ مَنْ لَا لَهُ دِرْهَمَ وَلَا دِينَارَ وَلَا مَتَاعَ قَالَ الْمُفْلِسُ مِنْ أُمَّتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَنْ يَأْتِي بِصَلَاةٍ وَصِيَامٍ وَزَكَاةٍ وَيَأْتِي قَدْ شَتَمَ عِرْضَ هَذَا وَقَذَفَ هَذَا وَأَكَلَ مَالَ هَذَا وَضَرَبَ هَذَا فَيُقْعَدُ فَيَقْتَصُّ هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ وَهَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ فَإِنْ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ قَبْلَ أَنْ يُقْضَى مَا عَلَيْهِ أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ فَطُرِحَ عَلَيْهِ ثُمَّ طُرِحَ فِي النَّارِ (مسنداحمد)

رسول الله ﷺ يوځل له اصحابوکرامو څخه پوښتنه وکړه، تاسو وواياست چې مفلس او ناداره څوک دى؟ اصحابوکرامو وويل: (مفلس هغه دى چې دينار او درهم ورسره نه وي) نبيﷺ وفرمايل: زما داُمت مفلس هغه دى چې دقيامت په ورځ به دلمانځه، روژې اوخيراتونو سره راشي خو په دنيا کې به هغه چاته بدې ردې اوکنځلې کړې وي، پرچابه يې بهتان لګولې وي، څوک به يې وهلې وي، دچامال به يې په ناحقه خوړلى وي، کله چې هغه دحساب په ځاى کې ودرول شي نوپرده دعوى کوونکي خلک به راشي اود هغوى دحقونو په اندازه به دده له نيکيو څخه هغوى ته ورکړاى شي تردې پورې چې دده ټولې نيکۍ به ختمې شي نوبيابه دهغوى ګناهونه پرده واچول شي او دوزخ ته به ورټيل وهل شي.

حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ خَمْسٌ رَدُّ السَّلَامِ وَعِيَادَةُ الْمَرِيضِ وَاتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ وَإِجَابَةُ الدَّعْوَةِ وَتَشْمِيتُ الْعَاطِسِ (بخارى)
يومسلمان په بل مسلمان پنځه حقونه لري:دسلام ځواب ورکول،دناروغ پوښتنه،دجنازې پسې تلل،دبلنې اودعوت قبلول اودپرنجي ځواب يې ورکول.

وروڼو! په دې مبارکو احاديثو غوروکړئ اوفکروکړئ چې دنوروخلکو حقونه ترپښولاندې کول، هغوى ته بدې ردې ويل او دهغوى غيبتونه کول خپل ځان څومره په هلاکت اوتباهۍ کې اچول دي.

دالله بنده ګانو! که چيرې تاسود چاحق تلف کړى وي نوپه دنيا کې دهغې حساب وکړئ، يادهغه بدله ورکړئ ياترې معافي او بښنه وغواړئ اود راتلوونکې لپاره داحتياط ژمنه اوهوډ وکړئ که نه په آخرت کې ددې انجام ډيربد دى.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب