پسته د سټرېس په درملنه کې ګټوره ده

علمي څېړنو ښودلې چې پسته کولی شي سټرېس له منځه یوسي. څېړونکي وایي، پسته ګڼې ګټې لري. د دې مېوې بله ښېګڼه دا ده چې د غاښونو دردونه هم له منځه وړي. دغه مېوه د ګټورو غوړو اسیدونو سرچینه او په زیاته کچه پولیفنولونه، غذایي فیبرونه او انتي اکسیدان هم لري.

علمي څېړنې وایي، هغه کسان چې سټرېس لري، ښه ده چې پسته وخوري؛ ځکه پسته په خپل ترکیب کې قوي انتي اکسیدانونه، لکه رسوراترول، لوتيین، کرستین او نارنژنین لري. دغه ترکیبات د سټرېس له منفي اثرونو سره مقابله کوي او په پایله کې سټرېس له منځه وړي. په ورځني ډول د څو دانو پستو خوړل کولی شي له سټرېسه مو وژغوري.

پسته د پوتاشیم درلودونکې ده

دغه معدني ماده مو د وینې فشار منظموي چې په خپل ترکیب کې مګنيزیم هم لري؛ په هر ۳۰ ګرامه پسته کې ۸ سلنه مګنیزم شتون لري. مګنیزم کولی شي د وینې فشار منظم کړي چې د سټرېس د له منځه تلو لامل کېږي.

په ورځني ډول د نارینه و لپاره ۳۶۰ ملي ګرامه او د ښځینه لپاره ۴۲۰ ملي ګرامه پسته کفایت کوي.

پسته قبضیت له منځه وړي

دا چې پسته په خپل ترکیب کې په زیاته کچه فیبر لري، نو د قبضیت په له منځه وړو کې ګټوره تمامېږي. ۲۸ ګرامه پسته ۳ ګرامه فیبر لري چې په ورځني ډول د بدن ۱۲ سلنه فیبر پوره کولی شي.

پسته د زړه له ناروغیو سره مبارزه کوي

پسته په خپل ترکیب کې ۹۰ سلنه غیر مشبوع شوي غوړ لري چې په وینه کې د کلسترولو د کمېدو او د زړه له ناروغیو سره مبارزه کوي او ګټور تمامېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب