پسو ته ازادی ورکړئ! | ښځو آزادي کیسه

 

واي لیوانو د پسو په حق کی جلوس راویستی وو دا نعری یی وهلی : پسو ته ازادی ورکړئ د پسو حق ورکړی په کورو کی مو بندې کړی دې ! کله چی دا اواز یو پسه په کور کی واوریده نو یی نورو ته وویل : چی راځۍ زموژ په حق کی جلوس راوتلی ده موژ به هم د خپل حق غوښتنه وکړو !

یوی زړی بوزی ورته وویل : لوری لژ فکر وکړه ! لیوان زموژ دښمنان دی د هغو په خبرو کی مه راځی ، مګر ځوانانو پسو د هغی خبره نه ومنله ورته ویل یی چی ستا وخت جدا ؤ دا نوۍ وخت ده اوس هیڅوک د چا حق نشی خوړلئ دا زموژ دښمن نه دی زموژ ده حق خبره که وې ، زړی بوزی ورته وویل : چی دا مو برباده وې اوس په کور کي ناستي په حفاظت یاست که تاسو د دوی خبرو کی راغلي تاسو به ټولی وخوری ، د زړی بوزی دا خبری چی ځوانانو پسو واوریدی نو په قهر شولی ورته وویل: موری ته خو زړه شوی اوس مو خپل ژوند ته پریژده تاته څه پته ده چی ازادی څه شی ده.

دباندی ښایسته فصلونه ښایسته باغونه هری خواته شه فضا او خوشحالی ده ته خپل نصیحت خپل زان سره کیده موژ نور قید نه سو زغملی داچي وویل : نو ده ازادی ازادی نعری یی شروع کړی خوراک او څښاک یې بند کړ او د ازادي نعری یې وهلی ، مالک چی دا حال ولید نو مجبوره شه پسونه یی ازاد کړل پسو له ډیری خوشحالی فورته فورته غورځیدلي منډی یې وهلی بهر ووتلي .
آخر هغه لیوانو چی د ازادي نعري یې وهلي پدغه نازکو پسو باندی حمله وکړه سره دوه زایه یی کړی وه یی خوړلی .

امریکا په دی ښه پوهیږی چی ډیموکراسی او د ډیموکراسی خوازښتونه هیڅ کله په اسلامي هیوادونو کښی په هغه ټوګه پلی کیدی نشي په کومه توګه چې ډیموکراسی په غرب کې پلي شوی. امریکا او غربی هیوادنو پالیسۍ او تګ لاره د اسلامي هیوادونو لکه د منځنی ختیځ هیوادونو په شمول د افغانستان لپاره تل د ظلم او وحشت زیری راوړې زیری د هغه ظلم چې تقریبآ د تیرو څلویښت کالو راهیسی د مسلمانانو قتل عام کوي.
امریکا تل کوښښ کوي چی په اسلامي هیوادونو کښی داسی په فساد ککړ دولتونه او نظامونه شتون ولري کوم چی د امریکا او غربی هیوادونو ګټی تل خوندی وساتي. امریکا هیڅکله دا زغملي نشی چی اسلامي هیوادونه د پوهه او قوي رهبران ولري څوک چی دا هیوادونه په خپلو ښپو ودرولی شي. امریکا هیڅکله دی کار ته چمتو نه ده چې اسلامي هیوادونه پریږدي، ولی چې دوئ په دی پوهیږی چی په هم دی هیوادونو باندی امریکا او غربی هیوادونه ژوندي او اباد دي. ، دوئ غواړي چی د تل لپاره د اسلامي هیوادونو طبیعی منابعو څخه پوره ګټه پورته کړي.

د همدی شومو موخو حصول لپاره امریکا او غربی هیوادونه تل داسی دسیسی په لار اچوي کوم چی د اسلامي هیوادونو ترمنځ د ناامنی او بی اعتمادی فضا رامنځ ته کولی شي. دوئ کوښښ کوي چی خلک د خپل دولتونو پر وړاندی د ډیموکراسئ او آزادئ په پلمه وهڅوي او د داسی لاریونونو او پاڅونونوسره مرسته وکړي کوم چی قوي دولتونه او نظامونه د منځه وړي شي

ليکنه: اسراء مسعودی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب