پلی تګ مو د نوښت قوه پیاوړې کوي

 

دا سمه ده چې په ورځني ډول ورزش کول مو د روغتیا لپاره ګټه ده، خو د زیاتو بوختیاوو له کبله ډېر کله وخت نه وي. که د نوې لار په لټه کې یاست او یا غواړئ روغ ځان ولرئ، نو هرو مرو مو د ورځې یو څه وخت د پلي تګ لپاره ځانګړی کړئ.

ډاډه اوسئ دغه ساده او اسانه فعالیت مو د روغتیا لامل کېږي او له ګڼو ناروغیو څخه مو ژغوري.

که مو له کاره زړه تنګېږي، اسانه لار یې د څو دقیقو لپاره پلی تګ دی. د ورځې په اوږدو کې ۱۵ دقیقې پلی تګ مو له منفي احساساتو ژغوري. دغه اسانه ورزش تاسو ته دا ثابتوي چې هېڅ شی هم د خپګان او سټرېس وړ نه دي. کله چې تاسو پلی تګ کوئ، کولی شئ چې د خپلو ستونزو لپاره د حل پر لارو هم غور وکړئ او حل لارې ورته پیدا کړئ.

د پلي تګ پر مهال د انسان ذهن په استراحت پیل کوي، نو که غواړئ په کار او کړنو کې مو نوښت وکړئ، ښه ده چې بوټ مو پر پښو کړئ او د څو دقیقو لپاره پلی تګ وکړئ. پلی تګ مو په ذهن کې جرقه پیدا کوي او مرسته درسره کوي چې د ستونزو د حل لپاره په نوې او اسانه لار فکر وکړئ.

د پلي تګ بله ښېګڼه دا ده چې کله تاسو بهر وځئ او پلی تګ کوئ له بېلابېلو کسانو سره مخ کېږي چې دغه څه مو هم په ژوند کې یو ډول بدلون راوستلی شي.

د پلي تګ پر مهال ډېر کله سړی له داسې یوه کس سره مخ کېږي چې د موخو او یا کاروبار له اړه ور سره ډېر نږدوالی ولري، داسې چې بالاخره یې پر یوه نږدې ملګری بدلېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب