پنځه ډوله خوراکونه د سترګو روغتيا کې مرسته کوي

پنځه ډوله خوراکونه د سترګو روغتيا کې مرسته کوي

سترګې د روح کړکۍ بلل کيږي او بايد د روغتيا په اړه يې جدي پاملرنه وشي. په ځانګړې توګه د عمر په تېرېدو سترګې خپل فعاليت کموي او کله خو لا بيخي کار پريږدي.

د يادونې وړ ده، چې کله سترګې روغې وي، نو زموږ سترګې رڼا ډېره ښه محسوسوي او کله چې کمزورې شي، نو هر څه ورته خړپړ ښکاري او د دنيا له رنګونو هېڅ خوند نشي اخيستی.

طبي کارپوهان وايي، که غواړئ، چې سترګې مو تل ښې فعالې وي، نو لاندې ياد شوي خوراکونه مو د سترګو روغتيا کې ښه مرسته کولای شي.

ګازرې:

ګازرو کې بيټاکروټين مواد «وټامن اې» ډېر زيات وي او د انسان عمر د زياتېدو سره، چې کومه کمزوري راځي، د هغې مخه نيسي او د سترګو د رڼا او غمي ساتنه کې مهم رول لري.

پالک:

پالکو کې وټامن سي، بيټاکروټيڼ، ليوټين اوزيکسنټيڼ مقوي مواد دي.

طبي څېړنو ثابته کړې، چې نوموړي مقوي مواد د سترګو د نظر او غمي روغ ساتلو کې ځانګړی رول لري.

مالټې:

مالټې ليوټيڼ او زيکسټين لرونکي مقوي ميوه ده او د سترګو روغتيا لپاره ډېر اغېزمن ثابت شوي دي.

هګۍ:

هګۍ هم د ليوټيڼ او زيکسټين تر څنګ «زېنک» مقوي مواد لرونکي دي، چې د عمر تېرېدو سره سترګې له کمزورۍ ساتي.

مګر هغه کسان، چې د فشار، فالج يا ګردې تکليفونه لري، بايد هغوی يې له خوړلو ډډه وکړي.

ماهي:

د ماهيانو خوړل هم د انساني بدن په ځانګړې توګه د سترګو د حفاظت لپاره ډېر مهم او په زړه پوره خوراک دی، چې سترګې له وچېدو، پردې او د نظر له کمزورۍ ژغوري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب