په اسلامي عمل كې توازن ته اړتيا

په اسلامي عمل کې توازن د ستنې او امان د سرپوښ حيثيت لري، ځکه که توازن نه وي نو اسلامي عمل به حتما ناکام او نيمه خواوي….
تکامل که د شمول او کليت له پلوه د اسلامي عمل په مساحت پورې تړلى دى نو توازن د معيارونو او ارزښتونو له پلوه د دې کار تر نوعيت پورې اړه لري….
په اسلامي عمل کې د توازن مانان دا ده چې د عمل هرې څانګې او هر اړخ ته خپل لازم قدر او ارزښت پرته له کمې او زياتي څخه ورکړل شي او که نه نو خلل او زياتى به پېښيږي.

په هر کار کې د توازن رزښت

په مادې او معنوي ټولو امورو کې د وزنونو او معيارونو برابري او سمون ته توازن وايي…
توازن د هر مرکب کار او امر د ملاتير او د صحت او عافيت علامه ده، دا دې په دې هکله څو مثالونه:ليونتوب، د عقلي او عصبي قوتونو د عدم توازن نتيجه ده، ويل کيږي دا غير موزون انسان دى.
صرع (مرګي) سبب يې د انسان په دماغ کې د برق زيادت دى….
د ويني کمي او کمزوري: چې په وينه کې د سپينو او سرو ګروپانو د عدم توازن له امله پيدا کيږي…
بيا دا چې د انسان د غوږونو د بهيدونکو موادو زياتوالى د بيهوشي سبب کيږي، لکه چې د زړه او سترګو فشار خطرناک صحي انعکاسات رامنځته کوي….
دا و ځيني هغه نتايج چې په بشري وجود کې د عدم توازن له امله ر پيدا کيږي، په دې هکله په لسهاوو نور مثالونه هم وجود ري… خو په ژوند او عالم (کون) يانې نړۍ کې د عدم توازن نتيجې له شماره وتي دي….
په هوا کېد د اکسيجن د اندازې بدلون (ډېرښت او کمښت) هغه په يو ملوث او حتى يو وژنکي ګاز پدلوي.
د ځمکې او افلاکو د دوران د متوازن تعادل بدلون د ډېر څخه سبب کيږي چې هغه کم يې د شپې او ورځې او فصولونو د نظام اختلال او خرابي ده، او دا کار انسان، حيوان او ټول وجود او هستې لپاره څومره څذرناک او مضر دى.
ان تر دي چې د انسان په لاس جوړ شوي ماشينونه او يا تعميرونه او بنګلې هم د توازن تر قاعدې لاندې کار کوي، په اندازه او معيار کې لږ شانته خلل او نقصان دېر خطرناک عواقب او دردناکې نتيجې لري…..

په اسلامي عمل کې د توازن ارزښت:

صحيح او درست اسلامي عمل هغه دى چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه منهج (پروګرام) پر بنسټ ولاړ وي چې له هره پلوه متاکمل، او د معيارونو، اندازې او اولوياتو له لحاظه متوازن دى.
کله هم چې د عمل يو اړخ په بل درنديږي، يا يوې خواته نظر وي او بلې ته نه وي نو حتما خلل راپيدا کيږي که هغه د يو اسلامي شخصيت په جوړولو کې وي، او يا د اسلامي حرکت په توجه کې او په پاى کې به د همغه خلل (زيان) له امله نتايج هم په زړه پورې نه وي، لکه چې په اسلامي عمل کې تکمل او شمول واجب دى همدا ډول توازن هم پکې واجب بلل کېيږي يانې هر شى او هر اړخ ته د اسلامي عمل او يا شخصيت له امله د هغه سره مناسب ځاى او ارزښت ورکول.

د اولوياتو منطق يا د توازن دروازه:

په اسلامي شخصيت ېک يا اسلامي حرکت او يا اسلامي بدلون کې د توازن د تحقق په خاطر د اسلامي منهج پوهه او معرفت يوه حتمى او اړينه خبره ده، هغه هم داسې پوهه او معرفت چې د دې منهج د قواعدو، اصولو، اساساتو، او بيا د رسول الله صلى الله عليه وسلم له خوا د دې د تطبيق او دصالحوو سلفو رضى الله عنهم اجمعين، له طرفه د هغه د پيروئ له لارې تر لاسه شوى وي، تر څو د عمل اولويات اتجاهات، معيارونه ا اندازې وپيژندل شي….
توازن دا دى د انسان سر چې دماغ پکې پروت دى او د بدن په پورتنۍ برخه کې موقعيت لري د حرکتواو تصرفاتو تنظيم کوونکى جهاز دى، او داسې نه ده چې د بدن بل کوم غړى دا کار سرته رسوي.
له همدې امله سر د جسم د لمړنۍ درجې درلودونکى او نور غړي هر يو د اولوياتو د منطق له حکم سره سم ځانته اهميت او درجه لري… .ځکه دا موقعيت او عمل په لازمي توګه همدا ډول يو تعامل ايجابوي.
خو د انسان په جسم کې د لارښود دماغ دغه موقعيت او ارزښت په هيڅ وجه هم د بل غړي ارزښت که څه هم ډېر کم وي له منځه نه وړي، هر غړى په خپل ځاى کې بېل رول او بيله وظيفه لري…
د انساني بدن په مختلفو اړخونو کې دغه تکامل د تحريکي وجود تکامل ته ورته دى ا هغه چې د اولوياتو منطق يې دلته ايجابوي هم هغه شى هلته ايجابوي….

په اسلامي عمل کې اوليات څنګه درجه بندې کيږي؟

اسلامي عمل چې مختلف اړخونه او شامل مقاصد او هدهفونه لري، دې ته اړدى چې د اولوياتو د منط سره سم دغه مختلف اړخونه او شامل هدفونه په داسې توګه برابر او دره بندي شي چې تکامل او توزن هم پکې مراعات شوى وي….
کولاى شو د ځينو شرعي احکامو او اصولو د بيان له مخې د عملونو په برابرۍ او درجه بندۍ کې د اولوياتو د منطً رول ملاحظه کړواو دا سربېره پردې د دې ټولو ارزښت هم په ګوته کوي….
عقيدوي او تربيوي اړخ: د اولوياتو منطق عقيدوي اړخ د هر عمل بنسټ بولي او پرته له دې نه عمل هيڅ ارزښت نه لري…. او له همدې امله ده چې د الله (جل جلاله)  په کتاب کې هم په لومړنۍ درجه او پايه کې قرار لري هلته چې فرمايي:
ان الله لايغفر ان يشرک به و يغفر ما دون ذلک لمن يشاء، و من يشرک بالله فقد افترى اثما عظيما
الله (جل جلاله)  يوازې شرک نه بخښي، له دينه پرته چې نورې هر څومره ګناوي دي چې د هغه چاته خوښه شي وربخښي يې، چا چې د الله (جل جلاله)  سره کوم بل څوک شريک وګاڼه هغه ډېر غټ دروغ وتړل او د سترې ګناه خبره يې وکړه. (سورت البقره ٤٨).
ان الله لايغفر ان يشرک به، و يغفر مادون ذلک لمن يشاء، و من يشرک بالله فقد ضل ضلالا بعيدا.(سورت النساء ١١٥ ايت).
د الله (جل جلاله)  په وړاندې يوازې د شرک بخښنه نشته له هغه پرته نور هر څه بخښل کيداى شي چاته چې هغه بخښنه کول وغواړي، چا چې له الله (جل جلاله)  سره څوک شريک وګاڼه هغه په ګمراهۍ کې له حق څخه ډېر لري ولاړ.

د عقيدې او شريعت پوهه:

دا زده ګړه په هر بل علم ا زده کړې بندې مقدمه ده، او د اولوياتو د قانون له مخې هم دا زده کړه معتبره او د لومړۍ درجې درلودونکې ده، قران کريم فرمايي:
يرفع الله الذين امنوا منکم والذين اوتوا العلم درجات((سورت المجادله ه١١ايت)
له تاسې څخه چې کوم کسان يمان لرونکي دي او کومو کسانو ته چې علم ورکړ شوي، الله (جل جلاله)  به هغوى ته لوړې درجې په برخه کړي.
په نبوي حديث کې راځي:
من يردالله به خيرا يفقهه فى الذين (بخاري او مسلم په رويات).
الله (جل جلاله)  چې چاته د خير ارده وکړ ينو ديني پوهه او علم ورپه برخه کوي.
روايت دې چې يو سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او ورته و يې ويل:
علمني من غريب العلم، فقال له: ما صنعت فى راس العلم؟ فقال: و ماراس العلم؟ قال هل عرفت الرب تعالى؟ قال: نعم قال فما صنعت فى حقه؟ قال: ماشاء الله … فقال صلى الله عليه وسلم: هل عرفت الموت؟ قال: نعم، قال: فما عددت له؟ قال: ماشاء الله، قال اذهب فاحکم ماهنک ثم تعالى نعلمک من غرائب العلم.
د علم له غرائبو څخه څه راوښيه؟ ورته ويې فرمايل: د راس العم (غوره زده کړې) په دې هکله دى څه کړي؟ ده و ويل: غوره زده کړه کومه ده؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: آيا رب تعلى دې پيژندلى؟ ده و ويل: هو، ويې فرمايل: نو د هغه په حق کې دې څه کړي دي؟ ويې ويل: هغه چې الله (جل جلاله)  غوښتي…. رسول الله صلى الله عليه وسلم و ويل: مرګ دي پيژندلى؟ ويي ويل: هو، ويې فرمايل: مرګ ته دي څه تيار کړي؟ ويې ويل: هغه چې الله (جل جلاله)  يې اراده کړې ده… نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: لاړ شه په همدغو څيزونو ايمان او ځان ښه محکم کړه بيا راشه نو بيا به موږ درته د علم غرايبو ته څه در وښيوه (احياء علوم الدين لومړى ټوک، ٦٥ مخ.)
فضل العالم على الابد کفضلى على ادناکم
عالم تر عابد څخه دومره بهتره دى لکه زه چې ستاسې له ادنى شخ څخه بهتره يم.
او دا په دې تاکيد کوي چې بايد په هر شي کې د اولوياتو قانون او منطق مراعات او تطبيق شي…
په زده کړې کې اولويات شته…. په عبادت کې اولويات دي…. په جهاد کې اولويات دي….
په ټولنيزو کارونو کې اولويات دي… په سياسي کارونو کې اولويات دي…. او دا اولوياتو له رعايت او تطبيق څخه پرته تګ او کار کول په پټو سترګو او په ناپوهي ولاړ کار او تګ دى….
عبادت او د توازن منطق: عبادت که څه هم د الله (جل جلاله)  شريعت کې د لوى ارزښت درلودونکى دى خو بيا هم د توازن په چوکاټ کې د اولوياتو منطق ته تسليم دى…. د الله (جل جلاله)  په دې قول کې چې فرمايي:
فاذا قضيت الصلوة فانتشروا فى الارض و ابتغوا من فضل الله (سورت اجمعة ١٠ ايت).
کله چې لمونځ اداء شي نو بيا د روزۍ او د الله (جل جلاله)  د فضل په لټون پسې په ځمکه کې خوره شئ.
د لمانځه او نور ژوندني کار او کړنې تر منځ د توازن په لور څرګنده بلنه ده، او په دې  اساس چې اسلام ټول ژوندني کارونه عبادت بلي… او د دې مفهوم نه مخالفت په اسلامي توازن کې خلل منځ ته راوړي…
او همدا لامل و چې حضرت عمر رضى الله عنه يې ديته اړويست هغه يو سړى چې د لمانځه له اداء کولو نه وروسته په جومات کې تلاوت ته کښيناست په خپله لکړه و وهې او ورته و وايي چې: پاڅه زموږ دين پر موږ مه وژنه الله (جل جلاله)  دي مړ ک.
همدا راز روايت شوى دى چې يو داسې سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته را وستل شو چې غره ته به د عبادت لپاره تلو هغه صلى الله عليه وسلم ورته و فرمايل: ته او په تاسې کې بل څوک دى هم داسې نه کوي په تاسې کې د يو کس لپاره د اسلام په لار کې په مشکلاتو صبر کول ورته د څلويښتو کالو له يازې عبادت کولو څخه غوره دى.
قوت او د توازن منطق: دلته مو له قوت څخه مراد عسکري قوت دى… او دا ړخ په شريعت کې د خاص مقام او مساحت درلدونکى دى. .. دا موقعيت او مساحت د شرايطو او اسلامي وضعې او ظروفو په نظر کې نيولو سره پراخيږي او لوييږي خو وړيږي او کميږي نه.١
که اسلام په طببئعي شکل او طبيعي شرايطو کې وي نو هغه وخت جنګ کول د مسلمانانو د ژوند اساس نه دى…. خو که اسلام په سختو حالاتو کې وي، ورپاندې تيرى وشي، فکري جنګ ورسره پېل شي، په اصل پيروانو او وطن يې تيرى او تجاوز وشي، نو په داسې حال کې جنګ کول په مسلمانانو فرض عين ګرزي، او له جنګ څخه پرته بل هر کار عبث او له ميدان څخه تيښته بلل کيږي… عبدالله بن المبارک په خپل هغه ليک کې رښتيا ويلي چې خپل هغه ګران ورو ته يي استولى و چې په مسجد الحرام کې يې اعتکاف ته په جهاد باندي ترجيح ورکړې، وه او هم هلته معکتف و د ده په ليک کې راغلي و:
يا عابد الحرمين لوا بصرتنا
لوجدت انک بالعبادة تلعب
من کان يخضب خده بدموعه
فدماوونا بدموعنا تتخضب
اى په حرمينو کې عبادت کونکيه، که چېرې دې موږ وليدو، نو پوه به شي چې ته په عبادت سره لوبې کوي. که څوک داسې وي چې خپل مخ په اوښکو لمدوي، نو زموږ اوښکې زمږ په وينو رنګيږي.
سياست او د توازن منطق: سياسي فعاليتونه او هلې ځلې په اسلام کې يو مهم او خطرناک اړخ دى، خو له عقيدوي اړخ څخه په ارزښت او اهميت کې هميشه کم او روسته وي… ځکه عقيده د هر سياسي او غير سياسي عمل بنسټ دى او همدا عقيده د سياسي عمل ساتونکي او له خطرو ونه ژغورونکي ده.
په اسلامي عمل کې د توازن غوښتنه ده چې سياسي عمل هم د عسکري عمل په شان د خپل ټاکلي حجم او سمت سره برابر وي او که نه نو بيا به سياسي عمل تش شعار وي، او ن تر دې چې بيا به دا وسيله نه وي بلکې هدف به ګرزويدلى وي، دا خو پريږده چې له څه ډول خطونو او ټکرونو سره به مخامخ وي.

په قران کريم کې د توازن څو نمونې

لاندې هغه قرانې مباارک ايتونه ذکر کوو چې په مختلفو اړخونو امورو او پيښو کې د توازن د تحقق او تطبيق اړتيا ته اشاره کوي. که څه هم قران کريم د دنيا ارزښت له اخروي ارزښت څخه ډېر کم بولي خ بيا هم د دنيوي او اخروي غوښتنو تر منځ د توازن د رعايت په هکله فرمايي:
و ابتغ فيما اتاک الله الدار الاخرة، و لاتنس نصيبک من الدنيا، و احسن کما احسن الله اليک، و لاتبغ الفساد فى الرض ان الله لايحب المفسدين.(سورت القصص ٧٧ ايت)
کومه شتمني چې الله (جل جلاله)  تا ته درکړيده په هغې سره د اخرت د کور جوړولو فکر وړکه اوله دنيا څخه هم خپله برخه مه هيروه حسان وکړه لکه څنګه چې الله  له تاسره احسان کړى دى او په ځمکه کې د فساد ولاړولو هڅه مه کوه، الله (جل جلاله)  فساد کوونکي نه خوښوي.
په خير او نيکۍ کې د توازن او تکامل په هکله او د دې لپاره چې خېر او نيکي يوازې لمونځ او عبادت ونه بلل شي الله (جل جلاله)  فرمايي:
ليس البر ان تولوا وجوهکم قبل لمشرق و المغرب و لکن البر من امن بالله و اليوم الاخر و الملائکة و الکتاب، النبيين، و اتى المال على حبه ذوى القربى و اليتامى و المساکين و ابن السبيل و السائلين، و فى الرقاب و اقام الصلوة و اتى الزکاة، و الموفون بعهدهم اذا عاهدوا، والصابرين فى الباساء و الضراء و حين الباس اولئک الذين صدقوا و اولئک هم المتقون.
(نيکي دا نه ده چې تاسې خپل مخونه ختيځ لورې ته واړوئ يا لويديځ لور ته بلکې نيکي دا ده چې انسان، الله (جل جلاله)  او د قيامت ورځ او پرښتې او د الله  نازل کړل شوي کتابونه او د هغه پيغمبران د زړه له کوم ېومني او د الله (جل جلاله)  په مينه کې خپل ګران مالونه په خپلو خپلوانو، يتيمانو، مسکينانو، پرديسانو، دروزيګرو او د مريانو په ازادۍ ولګوي، لمونځ قائم کړي، زکاة ورکړي او نيکان هغه کسان دي چې کله ووعده وکړ يتر سره يې کړي او د تنګسې او غمونو په وخت کې او د حق او د باطل په جګړه کې صبر کړي همدا ريښتونى او همدا پرهيزګار خلک دي (سورت البقره ١٧٧ ايت).
د اسلامي دښمنانو سره مقابلې لپاره نفساني او جسماني تياري کې د تازن د تحقيق په هکله الله (جل جلاله)  فرمايي:
و اعدوا لهم ما استطعتم من قوة و من رباط الخيل ترهبون به عوالله وعدوکم (سورت الانفا ٦١ ايت)
او تاسې تر خپلې وسې ډېر زيات طاقت او زين کړي اسونه د هغوى د مقابلې لپاره برابر کړئ تر څو چې په دې وسيله د الله (جل جلاله)  پر دښمنانو، پر خپلو دښمنانو هيبت راولئ.
يا ايها الذين امنوا اصبروا و صابروا و رابطوا و اتقوالله لعلکم تفلحون (سورت آل عمران ٢٠٠ايت).
(اې مومنان اله زغم نه کار وخلئ د باطل پرستانو په مقابل کې ميړانه وښايئ، د حق د خدمت له پاره ملاټينګه وتړئ، او له الله (جل جلاله)  څخه و وېرېدونکي اسئ، هيله ده چې برى ومومئ).
يا ايها الذين امنوا اذا لقيتم فئة فاثبتوا و ذاکروا الله کثيرا لعلکم تفلحون (سورت الانفال ٤٥ ايت).
اى مؤمنانو! کله چې له کومې ډلې سره ستاسې مقابله وي نو کلک ولاړ اوسئ او الله (جل جلاله)  ډېر ډېر يادوئ هيله ده چې تاسې ته به بروي در په برخه وي.
ياايهاالذين امنوا خذا حذرکم، فانفروا ثبات او انفروا جميعا (سورت النساء ٧٠ايت).
اې مؤمنانو! هر وخت د مقابلې لپاره جمتو اوسئ بيا ې څنګه وخت مومئ د بېلا بېلو ټولګيو په توګه ووځئ يا يو موټى.
و اذا کنت فيهم فاقمت لهم الصلاة فلتقم طائفة منهم معک، لياخذوا اسلحتهم فاذا سجدوا فليکونوا من ورائکم ولتات طائفة اخرى لم يصلوا فليصلوا من ورائکم ولتات طائفة اخرى لم يصلو فيصلوا معک و لياخذوا حذهم و اسلحتهم، ود الذين کفروا لوتغفلون عن اسلحتکم و امتعتکم فيميلون عليم ميلة واحدة و لاجناح عليکم ان کان بکم اذى من مطر او کنتم مرضى ان تضعوا اسلحتکم و خذوا حذرکم ان الله اعد للکافرين عذابا مهينا (سورت النساء ١٠١ ايت).
او اې پيغمبره! کله چې ته د مسلمانانو په منځ کې يې او (د جنګ په حالت کې) له هغوى سره په لمانځه ولاړ يې نو په کار ده چې له هغوى سره يوه ډله له تسې سره ودريږي او وسله دي اخيتسي وي، او بيا چېکله هغوى سجده وکړه نو په وروسته دي ولاړ شي او هغه بله ډله چې تر اوسه يې لمونځ نه دى کړى را دي شي له تسې سره دي لمونځ وکړي او هغه دي هم تيارسي او په وسله سنبال اوسي، ځکه چې کافران ديته په څار دي چې تاسې له خپلو وسلو او خپلو تجهيزاتو څخه لږ شان غافل شئ نو هغوى به پر تاسې يو وار در توي شي البته که تاسې د باران لامله تکليف احساس کړئ يا ناروغان اوسئ نو په وسله ايښودلو کې څه باک نشته خو بيا هم څار اووسئ، باور ولرئ چې الله (جل جلاله)  د کافرانو لپاره رسوا کوونکى عذاب تيار کړى دى.

توازن د اعتدال ضامن دى:

رسول الله صلى الله عليه وسلم د توازن او اعتدال د تحق امر کړى دى او په ټولو عبدي او غير عبادي امورو کې يې ه مبالغې، افراط او تفريط څخه منع کړيده….
لاندې ځېنې هغو شواهدو ته اشاره کوو چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د متوازن منهج او عمل څرګندوي کوي:
عن عائشة رضى الله عنها ان النبى صلى الله عليه وسلم دخل عليها و عندها امراة، قال من هذا؟ قالت: هذه فلانة تذکر من صلاتها، قال: مه، عليکم بما تطيقون، فوالله لا يمل الله حتى تملوا.
عائشه رضى الله عنها ايي زما سره يوه ښځه وه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم راننوت، ويې فرمايل: دا څوک ده؟ هغې و ويل: دا فلانۍ ده لمونځونه يې ياديږي، (يانې په ډېر لمانحه کړلو مشهوره ده) رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل: صحيح نه ده، تاسې د خپل توان په اندازه مکلف ياستئ قسم په الله (جل جلاله) چې الله (جل جلاله)  نه ستړى کيږي او تاسې ستړي کيږئ).
ابن مسعود ذضى الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه رويت کړي دي او فرمايي: هلک المتنطعون….(د صحيح مسلم په روايت.
متشددين هلاک دي درې ځله يې دا تکرار کړه، ابو هريرة رضى الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کړي چې فرمايي:
ان الذين يسر الدين احد الاغلبه فسد دو و قاربوا، و ابشروا و استعينوا بالغدوة و الروحة و شيئ من الدلجة. (د صحيح بخارى په روايت.
دين اسان دى، څوک د دين په کارونو غلپه نه شي موندلى (که هر څه وکړي بيايي هم کمي کړي ده) نو سره ټينګ او نژدې شئ، زيرى ورکړئ او په غدوه او روحه ا د شپې په لومړي سر کې تګ باندې کومک وغواړئ.
له انس رضى الله عنه څخه روايت دى:
جاء ثلاثة رهط الى بيوت ازواج النبى صلى الله عليه وسلم، ياسلون عن عبادة النبى صلى الله عليه وسلم فلما خبروا کانهم تقالوها و قالوا: اين نحن من النبى صلى الله عليه وسلم و قد غفر له ما تقدم من ذنبه و ماتاخر.
قال احدهم: اما انا فاصلى الليل ابدا…
و قال اخر: و انا اصوم الدهر ابدا ولا افطر….
و قال الاخر: و انا اعتزل النساء فلا اتزوج ابدا…
فجاء رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال: انتم الذين قلتم کذا و کذ؟ اما و الله انى لاخشاکم لله، و اتقاکم له، لکن اصوم و افطر، اصلى و ارقد، و اتزوج النساء، فمن رغب عن سنتى فليس منى.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د بيبيانو کور ته يو درې کسيزه ګروپ راغى و د رسول الله صلى الله عليه وسلم د عبادت په هکله يې پوښتنه وکړه، او کله چې په دې هکله ورته معلومات ورکړل شول نو، ګويا چې هغوى دا لږ وګڼل او و يي ويل: موږ ېرته او رسول الله صلى الله عليه وسلم چيرته هغه ته مخکنۍ او وروستنۍ ټولې ګناوي بخښل شوي دي….
له دوى څخه يو وويل: زه به د تل لپاره د شپې لمونځ کوم….
بل  و ويل: زه به ټول عمر رژه نيسم او نه په يي ماتوم…
او بل يي و ويل: زه به له ښځو څخه ګوښه کيږم او هيڅکله به اده و نه کړم…
نو رسول الله صلى الله عليه وسلم راغى او ويي رمايل: (ايا تاسې دا او دا ولي دي؟ قسم په الله (جل جلاله)  چې زه له تاسې ټولو څخه له الله (جل جلاله)  څخه ډېر ويريدونکى، او پرهيزګاريم خو بيا هم زه روژه نيسم او ماتوم يي، لمونځ کوم او ويده کيږم او له ښځو سره واده کومو چا چه زما له سنتو څخه سر وغړاوه هغه زما څخه نه دى).
و عن ابن ربعى حنظلة بن الربيع الاسيدى، احد کتاب رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: لقينى ابوپکر رضى الله عنه فقال: کيف انت يا خنظلة؟
قلت: نافق حنظلة….
قال سبحان الله ماتقول؟
قلت نکون عند رسول الله صلى الله عليه وسلم يذکر نا بالجنة و النار، کانا راى عين، فاذا خرجنا من عند رسول الله صلى الله عليه وسلم عافسنا الازواج و الاولاد و الضيعات نسينا کثيرا….
فقال ابوبکر رضى الله عنه: فو والله انا لنلقى مثل هذا… فانطلقت انا و ابوبکر حتى دخلت على رسول الله….
فقلت: نافق حنظلة يارسول الله….
فقال: و ماذالک؟
قلت: يا رسول الله… نکون عندک تذکرنا پالنار و الجنة کانا راى عين، فاذا خرجنا من عندک عافسنا الازواج و الاولاد و الضيعات نسينا کثيرا….
فقال: الرسول: و الذى نفسى بيده، ان لو ترومون على ما تکونون عندى و فى الذکر لصافحتکم الملائکة على فرشکم و فى طرقکم… و لکن يا حنظلة ساعة و ساعة….
له ابن ربعى حنظلة بن الربيع الاسيدي د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو ليکونکى وايي: له ابوپکر رضى الله عنه سره مخامخ شوم راته و يي ويل: څنګه يي حنظلة؟
ومي ويل: حنظلة منافق شوى…
و يي ويل: سبحان الله دا څه وايي؟
و مي ويل: کله چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يو جنت او دوزخ راياد وي داسې يو لکه چې په سترګو يې وينو خو کله چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه لاړ شو نو ښځې ، اولاد او ځمکې مو شمغول کړي او دېر څه هير کړو…
نو ابوبکر رضى الله عنه و ويل: قسم په الله (جل جلاله) چې ززه هم له عين حال سره مخامخ کيږمه… نو زه او ابوبکر دواړه وخوځيدو تر څو د رسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته ورسيدو….
نو ورته ومي ويل: حنظلة منافق شوى يا رسول الله….
ويي فرمايل: څه پيښه ده؟
و مې ويل: يا رسول الله صلى الله عليه وسلم .. موږ چې له تا سره يو جنت او دزخ راياد وي ته به وايي چې په سترګو يې وينو…. خو کله چې له تاڅخه لاړ شو نو ښځې، اولاد او ځمکې (مال) مو مشغول کړي او ډېر شيان مو هير شي….
نو رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل: قسم په هغه ذات ېچ زما نفس د هغه په قدرت او واک کې دى، که تاسې په همغه حالت چې زما په وړندې او د ذکر په مجلس کې اوسئ تل پاتې شئ، نو ملائکې به درسره په لارو او خوب ځايونو کې مصافحه وکړي… خو اى حنظلة يو ساعت داسې او بل ساعت داسې….
و عن ابى محمد عبدلله بن عمرو بن العاص رى الله عنهما قال: اخبر النبى صلى الله عليه وسلم انى اقول و الله لاصومن النهار، و لاقومن الليل ماعشت.
فقال الرسول صلى الله عليه وسلم: انت لذى تقول کذا؟
فقلت له: قد قلته بابى انت و امى يا رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: فانک لاتستطيع ذلک، فصم و افطر، و نم و قم، و صم من الشهر ثلاثة ايام فان الحسنة بعشر امثالها، و ذلک مثل صيام الدهر،
قلت: فانى اطيق افضل من ذلک.
قال: فصم يوما و افطر يومين…
قلت: فانى اطيق افضل من ذلک.
قال: فصم يوما و افطر يوما، وذلک صيام داود عليه السلام و هو اعدل الصيام.
قلت: يانبى الله انى اطيق افضل من ذلک.
قال: فاقراه فى کل عشرين…
قلت: يا نبى الله انى اطيق افضل من ذلک….
قال: فاقراه فى کل سبع و لاتزد على ذلک، فشددت فشد على و قال لى النبى صلى الله عليه وسلم (انک لاتدرى لعلک يطول بک عمر).
قال: فصرت الى الذين قال لى النبى صلى الله عليه وسلم فلما، کبرت و ددت انى کنت قبلت رخصة النبى صلى الله عليه وسلم.
ابو محمد عبدالله بن عمرو بن العاص رضى الله عنهما وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر کړل شو چې زه وايم (قسم په الله (جل جلاله)  چې تر څو ژوندى يم د ورځې به روژه نيسم او د شپې به لمونځونه کوم).
نو رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل: دا ته يې چې داسې وايې؟
ورته ومې ويل: مور او پلار مې له تا قربان شه اې رسول الله صلى الله عليه وسلم هو ما همداسې ويلي دي.
راته ويي فرمايل: دا ستاله وسه نه ده پوره، روژه هم نيسه او بوزه هم واوسه، خوب هم کوه او تهجد هم کوه، هره مياشت درې ورې روژه نيسه، ځکه هره نيکې لس چنده ثواب ري، او دا داسې ده لکه چې ټول عمر روژه وي.
و مې ويل: زه له دې نه زيات قدرت لرم.
ويي فرمايل: يو ورځ روژه او دوې ورځې بوزه اوسه.
و مې ويل: زه له دې څخه زيات وس لرم.
ويي فرمايل: نو يوه ورځ روژه او يوه بوزه اوسه، او دا د داود عليه السلام روژه ده او دا تر ټولو ښه او برابره روژه ده.
رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: او قران کريم په هره مياشت کې يو ځل تلاوت (ختم) کوه…
و مې ويل: زه له دې څخه زيات وس لرم يا نبي الله.
ويي فرمايل: نو هرې شل ورځې يې يو ځل وايه….
ومې ويل: يا نبي الله زه له دې څخه زيات قدرت لرم.
ويي فرمايل: نو په هرو اوو ورځو کې يې يو ځل تلاوت کوه، او له دې څخه يې مه زياتوه.
ورسره ټينګ شوم هغه راسره ټينګ شو، او نبي صلى الله عليه وسلم راته و ويل: (ته څه خبر يې کيداى شي چې عمر دې اوږد شي).
راوي وايي: نو هغه څه مې وکړه چې نبي صلى الله عليه وسلم راته ويلي و، خو کله چې لوى (سپين ږيري) شوم نو احساس مې کړه چې کاشکي د رسول الله صلى الله عليه وسلم رخصت مې قبول کړاى واى.

د بلونکي او مسوليتونو تر منځ توازن:

له هغه اساسي عواملو څخه چې بلونکي سره د پخې دايمي او مطلوبي نتيجي په لاسته راوړلو کې مرسته کوي يو هم د هغه د خپلو مسوليتونو تر منځ د توازن قائمول او له افراط او تفريط څخه پرته، ټولو مسوليتونو اداکول دي، په داسې توګه چې يو اړخ په بل اړخ دروند نه وي….
يو بلونکى دعوتګر مبارز درې مسوليتونه لري:
•    د ځان په وړاندې مسوليت.
•    د اهل (کوروالو) په وړاندې مسوليت.
•    د ټولنې په وړاندې مسوليت.
بريالي او کامياب بلونکي هغه دي چې د تازن دا معادله وساتل شي، او له دې اړخونو څخه هر يوه ته په لازمه او مطلوبه اندزه هتوجه او اهتمام وکړي، او په دې سره د نبوت لاروښونې عملي کړي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم دې لاندې قول ته به يې د عمل جامې وراغوستي وي چې فرمايي:
ان لنفسک عليک حقا، و ان لزوجک عليک حقا، ان لربک عليلک حقا، فاعط کل ذى حق حقه.
ځان در باندې حق لري، ښځه در باندې حق لري، رب د رباندې حق ري، نو هر حقدار ته يې خپل حق ورکړه.
هغه کسان چې د دې قاعدې رعايت نه کوي، او د خپلو کارونو او فعاليتونو تر منځ توازن نه ساتي بلکې د خپلو مسوليتونو يو اړخ ته د نورو اړخونو په حساب ترجيح ورکوي او پکې مبالغه کوي…. نو دوى به اکثرا په خپل ژوند کې د استقرار نه درلودونکي وي او د دې وس او توان به نه لري چې خپل دعوت او بلنې ته ادامه ورکړي….
اسلام د دې په خاطر پر مسمان ورور باندې دا لازموي چې د خپلو مسوليتونو او کارونو تر منځ توازن او تعدل رعيت وکړي تر څو خپل دعوت د ژوند په هره برخه کې پلى کړي…
او په دې سره هغه په هر عام او خاص ډګر کې بلونکى (داعي) وي…
د مسلمانو بلونکو تر ټولولوى او خطرناک مرض دا دى چې هغوى يوازې د دعوت په کارونو کې د اسلام لوري ته توجه او اهتمام کوي او له دې څخه اخوا په خپل شخصي کورني او سيمي ايزو کارونو کې بيا ورته هيڅ توجه هم نه لري په دې مانا چې هغى تر هغه وخته له اسلامسره ملګري وي تر څو يې چې د تنظيم هوا په سر لګيږي او له دې ميدان څخه اخوا بيا  نه وي… او پر دې سره اسلام او د دوى شخصي او کورنى ژوند ډېر سره ليري وي.
مسلمان ورور که د خپلو متعددو مسوليتونو او وجايبو تر منځ په توازن او تعادل ساتلو مکلف دى نو دا هم ورباندې لازمه ده چې په هر مسوليت او وجيبه کې بېل بېل د توازن رعايت وکړي.

لومړى: د خپل ځان په وړاندې د مسلمان مسوليت:

زيات شمېر بلونکي د ځان په ړاندې مسوليت په کلي توګه له نظره غورزوي او بيا دې ته ايثار او قربانې وايي…. دا پداسې حل کې چې په اسلام کې انسان د ټوو په سر کې د خپل ځان په هکله مسول دى.
يا ايهاالذين امنوا قوا انفسکم و اهليکم نارا (سورت التحريم ٦ ايت).
اى مؤمنانو! وژغورئ، خپل ځانونه او خپل اولاد او خپله کورنۍ له هغه اور څخه….
کل نفس بما کسب رهينه (سورت المدثر ٣٨ ايت).
هر څوک د خپلو کړنو په بدل کې ګرو دى.
مسلمان ورور د ځان په هکله د مسوليت په اداء او ځان ته اهتمام ا توجه لرلو کې هم بايد توازن له ياده ونه باسي…. هسې نه وي چې بدن ته يې فکر وي او عقل يې هېر کړى وي، يا يي د عقل خواته توجه وي او روح يې له ياده ايستلى وي…. بلکه ورباندې لازمه ده چې دې ټولو اړخونو ته د شخصيت جوړونې اسلامي لاري او پروګرام په رڼا کې توجه او اهتمام ولري…
الف: هغه د خپل بدن په وړانېد مسوليت لري چې له ټولو هغه شيانو څخه يې وساتي چې بدن کمزورى کوي او تکليف وروسوي، بايد هغه خپل بدن جوړ روغ او پياوړى وساتي تر څو د سختيو اومشکلاتو د مقابلي توان ولري….
ب: د عقل په وړاندې د هغه مسوليت دا دى چې روڼ او برابر يې وساتي او ټول هغه شيان رته برابر کړي چې عقل ته وده او پراختيا ورکوي… هغه بلونکي به خامخا د تشې خزانې خزانه دار وي چې ورکړه يې له لاسته راوړو (علمي ګټه) نه زياته وي (څوک چې څه ونه لري بل ته به څه ورکړي).
ج: همدا ډول هغه د خپل قلب (زړه) په هکله مسول دى چې بايد پاک او تزکيه يې کړي….
پريشانې او خفګان يې د الله (جل جلاله)  په ډېرذکر معالجه او تداوي کړي…. او د الله (جل جلاله)  په طاعت سره يې روڼ او شفاف وساتي…. او مسلمان به په دې ټولو شيانو کې د هغه ربانې پروګرام تابع يو چې لومړنى قراني نسل ورباندې روزل شويدي…

دويم د کور پروړاندې د مسلمان مسوليت:

لکه څنګه چې بلونکي د خپل ځان پر وړاندې مسوليت لري همد راز هغه د خپل کرو، ښځې، اولاد او نورو پر هکله هم مسول دي…. او هغه توازن چې اسلام لازم کړى دا ايجابوي چې اهل ته په لانديني عادلانه ويش سره خپل ټول حقوق په پوره توګه ورکړل شي…
الف: بلونکى په ټولنه کې د اسلام له تطبيق څخه مخکې لومړى پر دې مسول دى چې د خپلې کورنۍ په ټولو افرادو بانېد اسلام تطبيق کړي….
او پر در ډګر کې يې مسوليت ډېر خطرناک او لوى دى…. آيا د الله (جل جلاله)  دا قول يې نه دى اوريدلى چې فرمايي:
يا ايهاالذين امنوا قوا انفسکم و اهليکم نارا، و قوده الناس و الحجارة عليها ملائکة غلاظ شداد لايعصون الله ما امرهم و يفعلون ماؤمرون. (سورت التحريم ٤ ايت).
اې مؤمنانو! وژغورئ خپل ځانونه او خپل اولاد او کورنۍ له هغه اورڅخه چې د سون مواد به يې انسان اتيږي وي. چې پر هغه به غوسه ناکې سخت زړې پرښتې مؤظفې وي چې هيڅ کله به د الله (جل جلاله)  له حکم څخه سر نه غړوي او هر امر چې ورته کيږي هغه پرځاى راوړي.
د مسلمان ورور له خپلې ښځې سره اړيکې بايد يوازې جنسې نه وي. د هغوى علاقه بايد په مسلمانه کورنۍ کې د ايمان د اصولو تطبيق، د ميني او مهربانۍ فضا را منځته کولو په هکله د دوو مسولو شريکانو علاه وي… دا ټول بايد د نيکي او نرمې خبرې، نصيحت او هغه نيکي قدوى له لاري وي چې مسلمان ورور يې مخکې له دې څخه چې له اهل او نورو څخه غواړي له خپل ځان څخه وړاندې کوي…
ځېنې وروڼه د (قوامت) اصل په غلطه توګه سره عملي کوي… او داسې ګمان کوي چې ګوي دغه اصل دا ايجابوي چې د ميړه او ښځې علقه او اړيکي بايد لکه د رئيس او مرؤس په شان او يا لکه د ضابط او سپاهي په شان وي اسلام دا ډول ګمان او فهم نه مني، ا له دې څخه ور اخوا دا ډول کر او کړه د ميړه او ښځې د ګډ ژوند بنسټ نړوي او دا ګډ ژوند د بدبختۍ او خفګان په خوله کې ورکوي….
دا د دې مانا هم نه لري چې ميړه بايد د ښځې بنده او د هغې د هوا او هوس تابع وي…. معاذ الله بﻻکې د دې مانادا ده چې د مسلمانې کورنۍ په جوړولو کې د ښځې مسوليت د ميړه له مسوليت څخه کم نه دى، نو په دې اساس بايد د دوى دواړو علاقه له دواړو خواوو څخه د مسوليت علاقه وي نه له يوه اړخ څخه د مسوليت  علاقه.
مسلمان کور ته لوى خطر هغه چې اولاد په انحرافاتو او زياتو نفسي عقدو باندې تهديد وي د ميړه او ښځې له خرابو اړيکو، اختلاف او خلاف څخه راپيدا کيږي.
بلونکى مسول دى چې د خپل کور مادي حقوق هم ادا کړي…. هغه مسوليت لري چې بايد کسب او کار وکړي… او دا چې اوس د  ځينو خاصو فشارونو په وجه ښځې د کسب او کار مختلفو ډګرونو ته راتي دي د دې مانا نه لري چې پر ښځه هم کار کول واجب دى، او نه هم د دې مسوليت په ادا کې د سړي د تقصير لپاره دليل او مبرر ګرزيدلى شي.
ميړه دا حق نه لري چې خپله ښځه له کور څخه د بندې په کار کولو باندې مجبوره کړي، خو هغه وخت کيداى شي چې دواړه تفاهم او موافقه وکړي،اړتيا وي او ښځه هم ورباندې راضي او قانع شي….
حقيقت دا دى چې کورني زيات مشکلات له کورنه د باندې ښځې کار کلو نه رولاړ شويدي. او دا کار د دې سبب کيږي چې کورنۍ په لږ وخت کې د ډېررو مسوليتونو او وجايبو درلودونکي وي، چې په دې سره بيا مشکله وي د ښځې او ميړه خپل منحنۍ اړيکي او بيا له اولاد سره د هغوى اړيکي منظمې او برابر وي، هلته د روزنې او حتى نورو بدني اړتياوو لکه خوب، خوراک، پاکي، خوشحالي او دارامي پوره کولو لپاره وخت او فرصت نه وي…
که ښځه له کور څخه د باندې کار کولو ته مجبوه شوي وي نو په کار ده چې د ورځني مسوليتونو په ادا کې د کورنۍ د افرادو تر منځه پوره تعاون او همکاري موجوده وي، تر څو هغه خاليګاه ورباندې ډکه شي چې له کورن څخه د ښځې د غياب له امله را پيدا شويده، او تر څو د هغه خلاف او اختلاف مخه ونيوله شي چې کور ته بدبختي او مشکلات راوړي….

دريېم: د دعوت (بلنې) پر وړاندې د مسلمان مسوليت:

د بلنې پر وړاندې د مسلمان ورورو مسوليت يو داسې مقدس او اساسي مسوليت دى چې تفريط او سستي پکې هيڅ روا نه ده او دا ورباندې  لازم ده چې د امکان په صورت کې دې کار ته د خپل وخت او قوت يوه برخه بيله کړي، او کوښښ وکړي چې د اسلام د امر سره سم ييد توازن او تعادل رعايت او خيال وساتي…
هغه ته دا هم په کاار ده چې د توازن ساتلو تر څنګ د خپلې دعوتې ورکړې د زياتوالي لپاره هلې ځلې او هاند هم وکړي تر څو په هر ډګر کې د ژوند لاره د دعوت او بلنې لاره وګرزي او تر څو د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا قول تحقق ومومي چې فرمايي:
من جعل الهم هما واجدا کفاه الله هم دنياه، و من تشعيبته الهموم لم يبال الله فى اى اودية الدنيا هلک (د حاکم په روايت.
چاچې د اختر خوا ته توجه کړي نو دنيايې الله (جل جلاله)  په خپله ور پوره کړې، او که د چا اميدونه او توجهات زيات وي نو بايي الله (جل جلاله)  پروا نه لري چې د دنيا په کومه کنده کې مړ شي.
مسلمان ورور بايد پر دې پوه شي چې د شتو او ثروت لاسته راوړلو لپاره د دنيا په طلب او غوښتنه کې استفراق (له حده زيات کوښښ کول) شرط نه دى چې اخرت ورباندې له ياده وباسي او که فرضا له دې لارې غني هم شي نو بيا ثروت د نيکبختۍ او آرامۍ شرط نه شي کيداى؟
ډېر داسې کسان شته چې د دنيوي مالونو او اغراضو په خاطر يي خپل زيات عمرونه تباه کړي او خپل اخرت يې برباد کړى خو هيڅ يې هم لسته نه دي راوړي…. او که ځينو يې يوه اندازه  دنيوي شايان ګټلي هم وي خو هغوى هم نيکبختي نه ده ليدلي او همداسې بدبخته پاتې دي….
ډېر داسې کسان شته چې د اخرت په خاطر يې دنيا ته شا کړي خو دنيا ورته ذليله او په ډېر عجز راغلي …
الله (جل جلاله)  فرمايلي دي:
و من يتق الله يجعل له مخرجا و يرزقة من حيث لايحتسب (سورت الطلاق ٢٣ ايت).
څوک چې له الله (جل جلاله)  څخه په ويريدو کار وکړي الله (جل جلاله)  به د هغه لپاره له ستونزو څخه د وتلو کمه لاره پيدا کړي او هغه ته به له داسې لارې روزي ورکړي چې هغه لوري ته د هغه ګومان هم نه رسيږي.
د مسلمن ورور له وجايبو څخه يوه هم دا وجيبه ده چې اسلام او دعوت ته يې ورکړه پوره کامله او زيته وي او د هغنو کسانو په شان بايد نه وي چې د دعوت په لار کې په خپل وخت باندې بخل کوي، او نه غواړي چې خپل ځانونه د الله (جل جلاله)  په لار کې قربان کړي، ځکه هغه دې ته عبث او له ځان سره غدر وايي خو بيا همدا کسان د دنيوي اموالو د حصول په لار کې هرې سختې ته اوږه ورکوي او هرې تندې او طوفاني څپې ته ځان اچوي…
قتل الانسان ما اکفره من اى شئ خلقه، من نطفة، ثم اذا شاء انشره، کلا لما يقض ما امره،(سورت عبس ٢٣ ايت).
لعنت دي وي پر اسنان څومره کلک د حق منکر دى، دې له څه شري څخه الله (جل جلاله)  دى پيدا کړى دى؟ د نطفې له يوه څاڅکې څخه، الله (جل جلاله)  پيدا کړ، بيايي د ده تقدير وټاکه، بيايي د ده لپاره د ژوند لاره اسانه کړه، بيايي دى مړ کړ او قبر ته يې ورساوه، بيا کله چې يې خوښه شي هغه به دويم ځل له هغه څخه راپاڅوي هيڅکله نه ده هغه فرض نه دى ادا کړي چې الله (جل جلاله)  ده ته حکم کړى دى.
د دعوت او بلنې کارونه دومره لذت او خوند لري چې د مال او ښځو خوند هيڅ ورسره برابر کيداى نه شي او بلونکي ته د الله (جل جلاله)  په نزد ومره اجر او ارزښت دى چې ټوله دنيا يې په وړاندې هيڅ ده… هغه هم د هدايت او لارښوونې خوندي دي.
لئن يهدى الله بک رجلا واحدا خير من حمر النعم (د صحيح بخارى او صحيح مسلم په روايت).
که الله (جل جلاله)  ستا پرلاس يو سړى هدايت کړي هغه تر هر څه درته بهتر دى.
هغه د رضا او خوښې خند دى ((رضى الله عنهم و رضوا عنه)) هغه په نفس او ټولنه کې د ايمان او لوړوالي او بري د شعور خوند دى،
و يومٍذيفرح المؤمنون بنصر الله
او هغه ورځ چې مسلمانان په د الله (جل جلاله)  په مرسته خوښيږي.
اسلام د خپلې بلنې لپاره پاکان، او د خپلې لارې لپاره کريم خلک غواړي هسې خلک چې له هغې ورځې څخه ويريږي چې زړنه او سترګې پکې بدليږي، خصوصا پر داسې وخت کې چې زيات خلک شا اړوي او لږ يې مخه کوي… د وړې مؤمنې ډلې غلپه او برى د الله (جل جلاله)  لوري ته تر په پوره مخ کولو پورې تړلى دى….

متوازن او متکامل اسلامي عمل مشکل کار دى:

د اسلامي کار او فعاليت په ساحه کې ډېر داسې اتجاهات او نظريې را منځته کيږي چې د تکامل او توازن نه بې بخې د ځينو خاصو اهتمامونو درلودونکي وي… کيداى شي دا ډول اتجاهات ډېر ژر نمو او وده وکړي… او حتمال شته چې دا سريعه او چټکه وده د کاملي او متوازنې اسلامي اتحاه د ځينو کارکوونکو تر پروښتنې لاندې راشي، ان تر دې چې ځينې د خپل دعوت په هکله شکمن کړي ځکه هغه ورته ډېر سست ښکاري او ګوري هغه بله اتجاه په ډېره چالاکې او چټکې سره روانه ده، او دا  ګمان يې مخکې له دې څخه وي چې له اصلي سر او سبب څخه خبر شي.
د خاصو اهتماماتو او جزئي کارونو د چټکې ودې او سرعت سبب دا دى چې په يوه ډګر کې کار کلو اساانه وي، او په يوه اړخ او تخصص کې ابداع او ابتکار هم اسانه او ساده…
د مثال په توګه يوزې سياسي حرکتونه کولاى شي په لږ وخت کې وده ومومي او په سياسي کارونو کې پوهه او تجربه لاسته راوړي، او پر دې ميدان کې له يوه کامل او کلي حرکت څخه مخکې لاړ شي…
د اسلام په يوه څانګه کې کار کوونکي حرکتونه لکه  د عقېدې او يا فقهې څانګه به خامخا په ټولو څانګو کې د کار کوونکو حرکتونو څخه پردې ټاکلې څانګه کې زيات کار کوي….
خو د دې مشکل پردې کې دى چې دا ډول غير متکامل او غير متوازن حرکتونه له خپل تخصص څخه اخوا د اسلامي عمل په بل ډګر کې له کار او فعليت څخه عاجز دي… دا په داسې حال کې چې متکامل او متوازن اسلامي عمل په ټولو څانګو او هر ډګر کې د کار او تحرک توازن لري که څه هم لږ وي، ولي له مطلوبې اندازې څخه هيڅکله هم کم نه دي.
د مثال په توګه وايو چې د توحيد علم او عقيدوي امورو په هکله د پوهې حاصلول د ټولو شرعي علومو له پوهې حاصلولو څخه اسانه دي لکه چې په ټولنيزو او خيري امورو باندې پوه ذهنيت جوړل له داسې ذهنيت جوړولو څخه ډېر آسانه دى چې په ټولو سياسي، ټولنيزو فکري، تحريکي او… ډګرونو کې پوهه او تجربه ولري…
د جزئي کار اساني د کار د چټکې او سرعت سبب دى او همدا راز هماغه يي بيا د په شا راتګ سبب هم کيږي… او د متکامل او پوره او شامل عمل سختي او مشکلات د همدې عمل دسست او رووتک او همدا ډول د ثبات او بري عامل دى…. رسول الله صلى الله عليه وسلم رښتيا فرمايي:
احب الاعمال الى الله تعالى ادومها و ان قل (د صحيح بخارى او صحيح مسلم په روايت).
الله (جل جلاله)  ته تر ټولو څخه خوښ عمل هغه دى چې همديشنى او دوامدار وي که څه هم لږ وي.
—————————————————————–
سرچينه:

د كتاب نوم: د اسلامي مبارزي الفبا
ليكنه: فتحي يكن
ژباړه: سلطان محمود صلاح
چاپ: انتشارات اصلاح افكار، كابل، خوشحال مينه، د شاداب ظفربلاكونو ترشا.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب