په اسلامي عمل کې جهادي روزنه

د جهاد تصور د بيلابيلو ډلو تر منځ

د تعدد پديدې د پيدايښت له امله په اسلامي عمل کې د جهادي روزنې په هکله مختلفې نظريې او تصورات راپيدا شول… ځينې اسلامي اتجاهات او نظريې دي چې په هر څه کې يانې د افرادو په روزنه، له ټولنو او حکومتونو او نظامونو سره په معامله او… کې په جهادي خط او لار باندې تکيه کوي….
خو ځېنې نور بيا جهادي خط او لاره له اول څخه تر اخره ردوي او له حسې جهاد سره يې هيڅ ډه ډه نه لګيږي دا يې د ځان لپاره کافي بللي وي چې د نفس تزکيه وکړي، خلکو ته وعظ او نصيحت وکړي، حاكمانو او مشرانو ته يادونه، په نيکۍ امر او له بدۍ څخه منع وکړي… لنډه دا چې د ټولنو د بدلون او اسلامي انقلاب د تحقق لپاره له حسي جهاد او قوت څخه هيڅ کار نه اخلي….
هلته ځېنې نور داسې افکار او نظريې هم شته چې جهادي خط او لاره نه ردوي خو په خپله او د تنظيمي چوکاټ په دننه کې په جهادي خط باندې تکيه کول نه مني، بلکې وايي کيداى شي جهادي وسايل او د بدلون حسي اسباب، د دولتي ادارو له لارې په کار واچلو شي، او يا په دې هکله له نورو کومک وغوښتل شي او دې ته څه اړه نشته چې د جهاد وسايل جوړ کړو او يا ې يې ولرو، ځکه دا کار خطرونه او تکليفونه لري…. نو په دې سره د دې نظريې خاوندان ځانونه د هر څه وړاندې بې مسوليته شمېري، او ځانته د دې تکليف نه ورکوي چې په شخصيت جوړونې او يا تنظيمي امورو کې مسوليت ولري…
د اسلامي عمل او د هغه طبيعت، ځانګړتياو او نښانو په هکله د تحريکي تصور څخه را پيدا شوي توپيرونه او اختلافات د دې سبب شوي چې اسلامي ټولنه له مجاهدينو څخه خالي ټولنې په شان وي سره له دې چې د واعظانو، فيلسوفانو، مرشدينو، ليکولانو او مؤلفينو کمې نه وي همدلته ده چې پر اسلامي نړۍ باندې د دښمن د تسلط او حاکميت سبب څرګنديږي، او دا په ډاګه کيږي چې ولي نن او سبا هغه ځاى د دښمنانو په لاس کې لويږي؟ دا ځکه چې د وطن له هغه جهادي حرکتونو څخه خالي دى چې د هر هغه تيري په وړندې دريږي چې غوړي اسلام وټکوي له ساحې څخه يې لري کړي او ورباندي نيږدى اسلامي حکومت وکړي؟

اسلام يا جهادي بلنه:

د اسلام له صفاتو څخه يو دا دى چې هغه د قيامت تر ورځې پورې د باطل په خلاف او د حق د حاکميت په لار کې جهادي بلنه ده…. الله (جل جلاله) رښتيا فرمايي:
و قاتلو هم حتى لا تکون فتنه و يکون الدين کله لله.
تاسې له هغوى سره جنګيږئ تر هغې پورې چې فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله (جل جلاله) لپاره شي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:
امرت ان اقاتل الناس حتى ليشهدوا ان لااله الا الله، و انى رسول الله، فاذا قالوها عصموا منى دماء و هم و اموالهم، بحقها و حسابهم على الله! (د بخاري او مسلم په روايت).
مامور شوى يم له خلکو سره تر هغه جګړه کړم تر څو چې شاهدي و وايي چې پرته له الله (جل جلاله) څخه بل د عبادت وړ څوک نشته او زه (محمد) د الله (جل جلاله) رسول يم. که هغوى دا شاهدي وويله نو خپلې وينې او مالونه يې زما څخه وساتل مګر په حق سره يانې په مال او ځان به يې څوک غرض نه کوي خو هغه وخت چې اسلام حکم وکړي او نور يې حساب په الله (جل جلاله) دى.

د اسلام طبيعت

د اسلام طبيعت دا دى چې له جهليت سره بايد هيڅ ډول سازش او ګډ ژوند ونه شي او نه هم ورته تنازل و منل شي…..
فاصدع بما تؤمروا عرض عن المشرکين  و انذر عشريتک الاقربين (سورت الشعراء ٢١٤ ايت).
څه چې تا ته حکم کيږي هغه په ډاګه ورته اعلان کړه او د مشرکينو پروا مکوه او نږدې خپل خپلوانو ته دې وېره ورکړه.
قل يا ايها الکافرون لا اعبد ما تعبدون، و لا انتم عابدون ما اعبد، ولا انا عابد ما عبدتم، و لا انتم عابدون ما اعبد لکم دينکم ولى دين (سورت الکافرون).
ووايه چې اى کافرانو! زه د هغو عبادت نه کوم چې تاسې يې عبادت کوئ. او نه تاسې د هغه عبادت کوونکي ياست چې زه يې عبادت کوم، او نه زه د هغوى عبادت کوونکى يم چې تاسې يې عبادت کړى دى، او نه تاسې د هغه عبادت کوونکي ياست چې زه يې عبادت کوم، ستاسې لپاره ستاسې دين دى او زما لپاره زما دين.
او اسلامي طبيعت ټولې غير اسلامي وړاندي شوي حل لارې مشکلات شمېري نه د حل لارې، اسلام له اسلامي منهج څخه پرته بل مهنج مني او نه بل دين او نه بل قانون.
اليوم اکملت لکم دينکم و اتممت عليکم نعمتى و رضيت لکم الاسلام دينا(سورت المائده ٣ ايت).
نن ما ستاسې دين ستاسې لپاره بشپړ کړى دى او خپل نعمت مې پر تاسې پوره کړى دى او ستاسې لپاره مې اسلام د دين په توګه منظور کړى دى.
ان الدن عند الله الاسلام .
د الله په وړاندې دين همدا اسلام دين دى.
و من يبتغ غير السلام دينا فلن يقبل منه و هو فى الاخرة من الخاسرين.
د اسلام له دين څخه پرته چې هر څوک کومه بله لاره غوره کول وغواړي د هغه هغه طريقه به هيڅکله قبوله نه کړل شي او په اخرت کې به هغه ناکام او زيانمن وي. (سورت آ عمران ١٩ ايت).
اهل کتابو چې کومې مختلفې لارې غوره کړې، د هغو د دې چار چلند له دې پرته بل هيڅ دليل نه و چې هغو له علم ورکول کيدو څخه وروسته په خپلو منځونو کې يو پر بل باندې د تېرې کولو په خاطر داسې وکړل او هغه څوک چې د الله (جل جلاله) د حکمونو او لارښودنو د اطاعت څخه منکر شي الله (جل جلاله) له هغوى سره بې له څه ځنډ حساب وکړي.
اسلام د تشريع (قانون جوړولو) حق يوازې الله (جل جلاله) ته ورکوي،او د الله (جل جلاله) له شريعت څخه پرته د بل چا حکم او حاکميت نه مني…. او له همدې امله ده چې اسلام ټول وضعي قوانين او شريعتونه بهرني وي او که عربي شرقي دى او که غربي له سر څخه تر پايه ردوي.
و ان احکم بينهم بما انزل الله اليک و لاتتبع اهوائهم و احذرهم ان يفتنوک عن بعض ما انزل الله اليک، فان تولوا فاعلم انما يريدالله ان يصيبهم ببعض ذنوبهم و ان کثيرا من الناس لفاسقون، افحکم الجاهلية يبغون و من احسن من الله حکما لقوم يوقنون. (سورت المائده ٥٢ ايت).
نو اى محمده! ته د الله د نازل کړي قانون سره سمه د دې خلکو د چارو فيصله وکړه او د هغو د خواهشاتو پيروي مکوه، پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وانه چوي، د يوې زرې په اندازه دي هم له هغه هدايت څخه اوښتى نه ومومي چې الله (جل جلاله) تاته درليږلى دى، نو که دوى ورڅخه مخ واړوي نو وپوهيږه چې الله (جل جلاله) د دوى د ځينو ګناهونو په مجازات کې په غم کې د دوى د لتاړولو اراده کړېده، او دا حقيقت دى چې له دې خلکو څخه زياتره فاسقان دي (که دوى د الله (جل جلاله) له قانون څخه مخ اړوي) نو ايا بيا د جاهليت فيصله غواړي؟ په داسې حال کې کوم خلک چې په الله (جل جلاله) باور لري د هغو په نزد له الله (جل جلاله) څخه بل غوره فيصله کوونکى هيڅ نشته.

اسلام د خپلو پيروانو ذلت نه شي منلاى

د اسلام بل صفت دا دى چې هغه په هيڅ شي کې هم د خپلو پيروانو ذلت او سپکاوى نه شي قبلولاى.
و لله العزة و لرسوله و للمؤمنين (سورت المنافقون ٨ ايت).
په داسې حال کې چې دا عزت خو د الله (جل جلاله) او د هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم او د مؤمنانو لپاره دى.
يا ايهالذين امنوا من يرتدمنکم عن دينه فسوف ياتى الله بقوم يجبهم و يحبونه، اذلة على المؤمنين اعزة على الکافرين، يجاهدون فى سبيل الله و لايخافون لومة لائم ذلک فضل الله يؤتيه من يشاء و الله واسع عليم. (سورت المائده ٥٤ ايت).
اى مؤمنانو! که له تاسې څخه څوک له خپل دين څخه واوړي (نو وادې وړي) الله (جل جلاله) به نور ډېر داسې خلک پيدا کړي چې الله (جل جلاله) ته ګران وي او الله (جل جلاله) هم دوى ته ګران وي، چې له مؤمنانو سره به نرمي کوي او پر کافرانو سختي، چې د الله (جل جلاله) په لار کې به جدو جهد وکړي او د هيڅ ملامتوونکي له پړې اچولو څخه ونه ويريږي، دا د الله (جل جلاله) فضل دى چا ته يې چې خوښه شي ور په برخه کوي يې، الله (جل جلاله) د پراخه وسايلو څښتن او په هر څه پوهيږي.
محمد رسول الله و الذين معه اشداء على الکفار رحماء بينهم (سورت الفتح ٢٩ ايت).
محمد صلى الله عليه وسلم د الله رسول دى، او کوم کسان چې له هغه سره ملګري دي هغوى پر کافرانو سخت او په خپلو منځونو کې خواخوږي.
بل دا چې اسلام جهاد د جنت لار او د الهي رضا او اخروي نيکبختۍ وسيله بولي، او جهاد پريښوول انسان له ذلت، سپکاوي او شرمندګۍ سره مخامخ کوي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
اعلموا ان الجنة تحت ظلال السيوف.
پوه شئ چې جنت د تورو تر سيورو لاندې دى.

اسلامي ډله يا جهادي حرکت:

اسلامي ډله په هر ځاى او هره زمانه کې چې وي سلام ورته جهادي حرکت وايي او هدف يې يوه الله (جل جلاله) ته د خلکو بندګي او د الهي شريعت حاکميت او قيام وي.
د الله (جل جلاله) کتاب اسلامي ډله ستايي او فرمايي:
انما المؤمنون الذين امنوا بالله و رسوله ثم لم يرتابوا و جاهدوا باموالهم و انفسهم فى سبيل الله اولئک هم الصادقون (سورت الحجرات ١٥ ايت)..
په حقيقت کې خو مؤمنان هغه دي چې پر الله (جل جلاله) او د هغه پر پيغمبر يې ايمان راوړ بيا هغوى څه شک ونه کړ او په خپلو مالونو او سرونو سره يې د الله (جل جلاله) په لاره کې جهاد وکړ همغوى ريښتوني خلک دي.
و لنبلونکم حتى نعلم المجاهدين منکم و الصابرين ونبلوا اخبارکم (سورت محمد ٣١ ايت).
موږ به خامخا تاسې په ازموينه کې واچوو تر څو چې ستاسې حالات وڅيړو او وګرو چې په تاسې کې مجاهدين او ثابت قدم کسان څک دي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د اسلامي ډلې په هکله فرمايي:
و لاتزال طائفة من امتى ظاهرين حتى ياتيهم امر الله و هم ظاهرون (د بخاري او مسلم په روايت).
زما د امت يوه ډله به تل بريالۍ وي تر دې چې د الله (جل جلاله) امر ورته راشي او دوى لا همغسې بريالي وي.
لاتزال طائفة من امتى قوامة على امرالله لايضرها من خالفها (د ابن ماجه په روايت).
زما د امت يوه ډله به تل د الله (جل جلاله) په امر برابره وي او د هيچا مخالت به ورته زيان نه شي اړولاى.
لاتزال طائفة من امتى ظاهرين على الحق حتى تقوم الساعة (للحاکم فى المستدرک).
زما د امت يوه ډله به تر قيامته پورې له حق سره ولاړه وي.
لومړني مسلمانان پر دې پوه وو چې دوى يو جهادي امت او حرکت دى نو ځکه يې د الله (جل جلاله) په لار کې په ځانونو او مالونو جهاد کاوه، حق به يې وايه، په نيکۍ به يې امر او له بدۍ څخه به يې نه کوله عدل به يې قائماوه او د الله (جل جلاله) په خاطر به يې د هيچا پروا هم نکوله.
هغوى د حکمانو له قهر او خفګان څخه نه ويريدل، د جلاد قمچيني او د دار د رسۍ پروا يې هم نکوله، بلکې د الله (جل جلاله) په لار کې به يې دا ټول ربړونه لذت او خزند ګڼل، د ټولو حال ژبې به د رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه خبره تکراروله چې د دردونو او ربړونو په منځ کې يې ويلي وه:
ان لم يکن بک غضب على فلا ابالى.
اى زما خدايه! که ته راته په قهر نه وي نو د هيڅ شي پروا هم نه لرم…..
هغه اسلامي ډله چې محمد صلى الله عليه وسلم په اسلام باندې روزلې وه يوازې هغه فکري او فلسفي مدرسه نه وه چې هدف يې د خلکو په منځ کې د فکر او فسفې خورول وي نو پيا د هغوى خووښه، مني يې او که يې ردوي او حتى داسې هم نه وه چې وظيفه يې يوازې د مفکرينو او فيلسوفنو جوړول و او بس؟
همدا راز دا يوه داسې صوفيانه ډله هم نه وه چې له خلکو او دنيا څخه بېل ژوند کوي، په دې نه وي خبر چې د اسلام په خالف څومره توطئ او سازشونه روان دي، يوازې په لمانځه، روژه او… يې بسنه کړي وي نور نو خبر نه وي چې د اسلام له منځه وړلو او ګډوډولو لپاره څومره هلې ځلې او کوښښونه په کار اچول شويدي؟
همدا وجه وه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغه سړي باندې په قهر شو چې غره ته د عبادت لپاره تللى و، کله يې چې هغه راووست نو نبي کريم صلى الله عليه وسلم ورته وو فرمايل:
لاتفعل انت ولا احد منکم لصبر احدکم فى بعض مواطن الاسلام خير له من عبادة احدکم وحده اربعين عاما
ترمذى په روايت کې راغلي دي:
لاتفعل انت فان مقام احدکم فى سبيل الله افضل من صلاته فى بيته سبعين عاما، الاتحبون ان يغفرالله لکم ويد خلکم الجنة، اغزوا فى سبيل الله، من قاتل فى سبيل الله فرق ناقة و جبت له الجنة.
دا کار مه ته کوه او نه بل څوک…. د اسلام په خاطر ستاسې څخه د يوه کس صبر ده ته له څلويښت کاله عبادت څخه غوره دى.
د ترمذى روايت: داسې مه کوه د الله (جل جلاله) په لار کې ستاسې د يو کس دريدنه (يو جهدي عمل) په کور کې له اويا کاله لمونځونو څخه غوره دى، آيا خوښ مو نه دى چې الله (جل جلاله) درته بخښنه وکړي او جنت ته مو داخل کړي، د الله (جل جلاله) په لار کې غزا وکړئ، چا چې د اوښ په شا د الله (جل جلاله) په لار کې جګړه وکړه چنت ورته واجب شو.

your ads

په اسلامي بدلون کې د جهاد اړتيا:

بله دا چې د اسلامي عمل اسسي هدف (اسلامي بدلون) له جهد، مجاهد نسل تيارولو او يو جهادي تنظيم له جوړښت پرته نه شي ترر لاسه کيداى…
د بدلون مسئله ډېره ګرانه مسئله ده بلکې چې ورځ تيريږي نوره هم پسې ګرانيږي ځکه چې د اسلامي نړۍ واکدران او نور حرکتونه لګيا دي خپل اسلامي ضد او دښمنانو پورې تړلې عقايد خوروي او ټينګوي… او په اصطلاح دموکراسۍ ځى اوس ديکتاتورۍ نيولى دى او دا هغه زمانه ده چې محمد صلى الله عليه وسلم ورته اشاره کړې او فرمايلي يې دي:
الا ان رحى الاسلام دائرة، فدوروا مع الاسلام حيث دار… الا ان الکتاب والسلطان سيفتر قان، فلا تفاروقا الکتاب…. الا انه سيکون عليکم امراء يحکمران لانفسهم ما لايحکمون لکم، ان عصيتموهم قتلوکم، و ان اطعتموهم اضلوکم. قالوا:و ما ذا نفعل يا رسول الله؟ قال کما فعل اصحاب عيسى عليه السلام، نشروا بمناشير و حملوا على الخشب… موت طاعة الله خير من حياة فى معصية الله) و قال: (تکون نبوة ما شاء الله لها ان تکون ثم تنقضى… ثم تکون خلافة راشدة على منهاج النبوة ماشاءالله لها ان تکون ثم تنقضى ثم يکون ملکا عضودا (وراثيا) ماشاءالله له ان يکون ثم ينقضى… ثم تکون جبرية (ديکتاتورية) ماشاءالله لها ان تکون ثم تنقضى.. ثم تکون خلافة راشدة على منهج النبوة تعم لارض.
خبر اوسئ چې د اسلام څرخ په تاويدو دى نو د اسلام سره ګرزئ کوم خواته چې ګرزئ خبر اوسئ چې د الله (جل جلاله) کتاب او واکمني به سره بيليږي خو تاسې له کتاب څخه مه بيليږئ، خبر اوسئ چې په تاسې به داسې اميران راشي چې د ځان لپاره په هغه فيصلې کوي چې تاسو لپاره به يې نه کوي که ورڅخه سر وغړوئ وژني به مو او که پيروي يې کوئ نو بې لارې کوي به مو اصحابو ورڅه پوښتنه وکړه چې اى د الله (جل جلاله) رسوله! موږ څخه وکړو؟ هغه و فرمايل: لکه څرنګه چې د حضرت عيسى ملګرو کړي وو په رو وريبلي شول په لرګو (دار) پورته کړل شلو، د الله (جل جلاله) په طاعت کې مړينه د هغه د نافرماني د ژوند نه ډېره ښه ده او بيايي و فرمايل: تر څو چې د الله (جل جلاله) خوښه وي د نبوت نظام په وي او بيا په پاى ته ورسيږي، ورپسسې به تر څو چې د الله (جل جلاله) خوښه وي د نبوت په طريقه بندې خلافت راشده وي هغه به هم پاى ته ورسيږي بيا به ميراثي پاچايي منځ ته راځي او تر څو چې د الله (جل جلاله) خوشه وي هغه به چليږي هغه په هم پاى ته ورسيږي، بيا به ديکتاتوري نظامونه وي او تر څو چې د الله (جل جلاله) خوښه وي هغه به هم خپل نوبت تير کړي، په پاى کې به د نبوت د طريقې سره سم خلافت راشده منځ ته راځي چې په ټوله دنيا به خپريږي.
په اسلامي نړۍ باندې دا مسلط شوي پټ او ښکاره قوتونه ټول شرير او له خير څخه بې برخې او بيګانه قوتونه دي او د اسلام دښمنانو له ډېرې مودې راهېسې دوى د همدې کار لپاره روزلي او برابر کړي دي…
د دې شريرو قوتونو ماتې او له منځه وړل له جهاد، جهادي تحريک او روزنې پرته په بل څه نه شي کيداى… د بربادۍ او تباهۍ ظلم، او وحشت ټول وسايل د دىو په لاس کې دې او د اسلام ټول بهرني او داخلي دښمنان د شوم مثلث (صهيونيزم، کمونيزم، امپرياليزم) تر مشرۍ لاندې د دوى تر شا ولاړ دي، د دې مسلط شوو قوتونو له منځه وړل آسانه خبره نه ده، هغوى به تر وروستۍ سلګۍ په خپل ځاى پاته کيدو لپاره لاس او پښې وهې…. نو د دي هدف د تحقق لپاره يوه داسې لښکر ته اړتياده چې د ډېر اوږده او له کړاونو ډک جهاد لپاره اماده او په دې لار کې يې هر راز درد او غم په ځان منلى وي… او دا کار مخکې له هر څه څخه جهادي روزنې ته اړتيا لري تر څنو داسې مجاهدين وروزي چې له مرګ سره دومره مينه ولري لکه خلک يې چې له ژوند سره لري، شپه او ورځ يې د اسلام او اسلامي پيښو غم خوړلو لپاره نذرانه کړي وي….
بايد په ياد ولرو چې جهادي رزنه يو خاص پاب نه دى چې په ټاکلي خت او زمانه کې په اسلامي تربيوي پروګرام کې شامليږي… بلکې جهادي روزنه د دې پروګرام روح او د ټولو فصلونو تر منځ مشترکه نښانه ده…
فکري او تربيوي څرګند حرکتونه په جهادي حرکت باندې بدلول له ځان سره ډېر مشکلات او خطرات لري په داسې حال کې چې په پيل کې په جهادي اصولو باندې د دې حرکتونو جوړول د زيات اثر درلودونکي، او د دښمنانو لپاره لوى خطر وي او په اسانۍ سره کولاى شي جاهليت ختم او پر ځاى يې اسلام حاکم او قايم کړي…

جهادي روزنه يانې څه؟

د جهادي تربيي (روزنې) مانا دا نه ده چې د روزنې نور اړخونه له نظره وغورزولي شي… يوازې په پوځې او جنګ روزنې باندې اکتفا وشي… روحي، فکري، سياسي او تحريکي روزنه هيره کړل شي،… بلکې د جهادي روزنې مانا دا ده چې د فرد او ډلې يا ټولنې په زړه کې جهادي روح را ژوندى شي، او بيا همدا جهادي روح د نورو کارونو او اړخونو تر منځ د پيوستون وسيله او عنوان وګرځي دا روزنه داسې انسان جوړول غواړي چې ژوند يې د اسلام لپاره وي…. خپل ځان او منزلت پيژني او په پوره چټکۍ سره د خپل رول اداکولو په خاطر تيارى نيسي، زړه يې تل له الله (جل جلاله) سره وي، يوازې د دنيا لپاره ژوندى نه وي بلکې خپل وخت او ځان يې د آخرت او دعوت لپاره هم ټاکلى وي… د الله (جل جلاله) په لار کې د شهادت تږى وي و د دې شعار چې وايي (د الله (جل جلاله) په لار کې شهادت موتر ټولو لوړه ارزو ده) ريښتوني پيرو او ممثل وي.
جهادي روزنه داسې انسان جوړوي چې تخصص او وظيفه يې که هر څه وي خو هغه د الله (جل جلاله) د لارې يو رښتونى مجاهد وي چې خپل تخصص يې د جهاد لپاره نذر کړى وي… هغه عالم او مجاهد ډاکټر وي او مجاهد ليکوال وي او مجاهد انجنير وي او مجاهد ښوونکى وي او مجاهد… په دې ترتيب جهاد د هغوى ټولو ګډه بيلګه او نښانه وي….
جهادي روزنه لاندينو دوه ټکو ته ډېر ارزښت ورکوي:
د نفس خوا ته پاملرن: او له الله (جل جلاله) سره د هغه نږديوالى، د الهي ديدار او الله (جل جلاله) په لار کې شهادت سره مينه او له هر هغه څېز څخه د نفس ساتل چې د دنيا او د نيوي خوندونو خواته بلنه کوي که څه هم حلال ي، نو که دا تر سره شي بيابه دا نفس يو مجهاد نفس وي.
د بدن لورته پاملرنه: تر څو داسې پياوړې وي چې هم دفاع کولي شي او هم حمله او په دې دواړو ډګرونو کې د پوره پوهې او تجربي درلودونکي وي، خصوصا په دې وخت کې چې دا ډول زده کړې او تجربې ډېرې زياتې شويدي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
و من تعلم فغة قوم امن مکرهم.
چا چې د کوم قوم ژبه زده کړه نو له مکر څخه يې بې غمه شو.
اسلام د جهاد لور ته بلنه کوي:
قراني او نبوي شواهدو او دلايلو ته په يو ځغلند نظر دا څرګنديږي چې اسلام د جهد لور ته څومره پاملرنه کړې ده، د قراني لومړني نسل د ټولو فتوحتو او برياليتوبونو رمز پر دې کې و چې نوموړي نسل د جهد په مدرسه کې روزل شوى او وخت پر وخت يې د جهاد شيدې رودلې وي….
له قران کريم څخه ځيني هغه ايتونه رانقلوو چې د جهاد خواته هڅونه کوي الله (جل جلاله) فرمايي:
کتب عليکم القتال و هوکره لکم، و عسى ان تکر هوا شيئا و خير لکم، و عسى ان تحبوا شيئا و هو شرلک، و الله يعلم و انتم لا تعلمون (سورت البقره ٢١٦ ايت.)
تاسې ته د جنګ امر شوى دى او هغه تاسې ته ناکاره ښکاري کيداى شي چې يو شى تاسې ته ناکاره وي او هم هغه ستاسې لپاهر ډېر غوره وي او کيداى شي چې تسې يو شى خوښوئ او هماغه ستاسې لپره بد وي الله (جل جلاله) پوهيږي او تاسې نه پوهيږئ.
فليقاتل فى سبيل الله الذين يشرون الحياة الدنيا بالاخرة (سورت النساء ٧١ ايت).
د الله (جل جلاله) په لاره کې جنګيدل هغو خلکو ته پکار دى چې د اخرت په بدل کې د دنيا ژوند پلوري.
يا ايها النبى حرض المؤمنين على القتال (سورت الانفال).
اې پيغمبره! مؤمنان جنګ ته وهڅوه.
قاتلوا الذين لايؤمنون بالله و لاباليوم الخر و لا يحرمون ماحرم الله و رسوله و لايدنون دين الحق (سورت التوبه ٣٠ ايت).
له اهل کتابو څخه د هغو خلکو په خلاف وجنګيږئ چې په الله (جل جلاله) او د اخرت په ورځ ايمان نه راوړي او څه چې الله (جل جلاله) او د هغه پيغمبر صلى الله عليه وسلم حرم کړي دي هغه نه حرامه وي او حق دين خپل دين نه ګرځوي.
انفروا خفافا وثقالا، و جاهدوا باموالکم و انفسکم فى سبيل الله، ذلکم خيرلکم ان کنتم تعلمون(سورت التوبه ٤٢ ايت).
و د الله (جل جلاله) په لار کې په خلو مالونو او په خپلو سرونو سره جهاد وکړئ، دا ستاسې لپاره ډېره ښه ده که تاسې پوهيږئ.
له مبارکو احاديثو څخه هم د جهاد په هکله له روايت شوو احاديثو څخه ځيني په لاندې ډول سره رانقلوو:
من لقى الله بغير اثر من جهاد لقى الله و فيه ثلمة (د ترمذى او ابن ماجه په روايت).
څوک چې په داسې حال کې له الله (جل جلاله) سره مخامخ شي چې د جهاد اثر پرې نه وي، نودا به داسې ورسره مخامخ کيږي چې کمى پکې وي.
من مات ولم يغز، ولم يحدث نسه، مات على شعبة من النفاق(د مسلم او ابوداود په روايت).
څوک چې په دسې حال کې مړ شو چې نه يې غزا کړي وي او نه يې ورته ځان تيار کړى وي او نه څه ورپيښ شوي وي دى د نفاق په يوه څانګه کې مړ شو.

د جهاد اکبر او جهاد اصغر روايت صحيح ندى!

د مسلمانانو او حتى د اسلامي بلونکو له خطاګانو څخه يوه دا ده چې قتال (جنګ) ته جهاد اصغر وايي او دا هم ځکه چې داسې يو روايت راغلى او خپور شوى دى چې وايي:
رجعنا من الجهاد الاصغر الا الجهاد الاکبر، قالوقا و ما الجهاد الاکبر؟ قال: جهاد القلب او جهاد النفس.
له جهاد اصغر څخه جهاد اکبر ته را وګرزيدو، ويي ويل: جهاد اکبر کوم دى؟ ورته ويي فرمايل له نفس او زړه سره جهاد ته جهاد اکبر وايي.
امام حسنب البناء شهيد رحمه الله د دې روايت په هکله ليکلي: ځېنې کوښښ کوي په دې سره خلک د جنګ له ارزښت څخه غافل کړي او جنګ ته له تيارې او جهاد کولو څخه يې وګرزوي، دا روايت حديث نه دى … حافظ ابن حجر په (تسديد القو) کې وايي: دا روايت د خلکو په ژبو مشهور شوى او دا د ابراهيم بن عبله قول دى… عراقي د الاحياء نومې کتاب د احاديثو په تخريج (ايستو) کې وايي: دا قول بيهقي له جابر څخه په ضعيف سند سره روايت کړى دى او خطيب بغدادي هم په خپل تاريخ کې له جابر را نقل کړى دى.
که فرضا دا صحيح حديث هم وي په هيڅ صورت کې هم د جهاد پريښولو او د کفر له تيري څخه د مسلمانانو د وطن څخه د فاع نه کولو مانا نه لري، بلکې مانا به يې دا وي، له نفس سره تر هغه پورې جهاد کول تر څو هر عمل يې خاص د الله (جل جلاله) لپاره شي….
دلته ډېر داسې شيان شته چې ه جهاد سره تړلي دي لکه: په نيکۍ امر او له بدۍ څخه منع کول… په حديث شريف کې راغلي:
الا ان من اعظم الجهاد کلمة حق عند سلطان جائز.
تر ټولو لوى جهاد د ظالم حکمران پر وړاندې د حق خبره کول دي.
خو د دې ټولو کارونو نه يو هم د خپل څښتن لپاره د لوى شهادت او د مجاهدينو ثواب په شان د ثواب موجبونکي نه دى تر څو د الله (جل جلاله) په لار کې يا مړ نه شي او يا نور ونه وژني (الجهاد رساله حسن البناء شهيد رحمه الله.)

لومړنى مجاهد رسول الله صلى الله عليه وسلم:

رسول الله صلى الله عليه وسلم د الله (جل جلاله) د لارې د مجاهد لپاره لوړه نمونه او لوى مثال دى…. هغه د مسلمانانو لپاره داسې نيکه قدوه ده چې جهاد کوي او په خپل نفس کې د جهاد ټولې غوښتنې پوره کوي….

شجاعت (ميړانه):

له انس بن مالک رضى الله عنه څخه رويات دى وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو خلکو بهتر، سخي او غيرتي او شجاع (ميړنى) و، يوه شپه څه آوازونو په لور ورغلل په لاره کې ورته رسول الله صلى الله عليه وسلم چې تر دوى د مخه هغې خواته د ابي طلحه د شاتوري آس په سپرلۍ تللى و او توره يې په غاړه وه بېرته مخې ته راغى او خلکو ته يې ډاډ ورکړ.

قوت:

عن ابى هريرة رضى الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: المؤمن القوى خير و احب الى الله عزوجل من المؤمن الضعيف، و فى کل خير. احرص على ما ينفعک، و استعن بالله و لاتعجز….(صحيح مسلم په روايت).
ابوهريره رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
پياوړى مؤمن د الله (جل جلاله) پر وړاندې له کمزوري مؤمن څخه غوره او قدرمن دى او په هر يوه کې خير دى، د هغه څه لپاره کوښښ وکړه چې ګټه در رسوي، له الله (جل جلاله) څخه کومک وغواړه او مه کمزورى کيږه…
نبي کريم صلى الله عليه وسلم د قوت په ډګر کې نمونه او لوړ مثال، هغه مبارک د قريشو تر ټولو پياوړى ځوان (رکانة ابن عبديزيد) مات کړ او داسې يې راوپرزاوه چې بې واکه په ځمکه پريوت (ابن هشام سيرت مدني دوري ته مراجعه وکړئ).

د وسلې جوړونې ارزښت:

عن عقبة رضى الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ان الله يدخل بالسهم الواحد ثلاثة نفر الجنة: صانعه يحتسب فى صنعة الخير، و الرامى به و منبله…. (رواه ابوداود)
عقبه رضى الله عنه وايي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مې اوريدلي چې فرمايي: الله (جل جلاله) په يوه غشي درې کسان جنت ته دخلوي: هغه جوړونکى يې چې نيت يې خير وي، ويشتونکي او غشي رسوونکى.

نښې ويشتو ته هڅونه:

رسول الله صلى الله عليه وسلم نښه (هدف) ويشتل د جهاد څرګنده بېلګه او د قوت اساسي سبب ګڼي…
عن عقبه بن عمر رضى الله عنه قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم و هو على المنبر يقول: واعدوا لهم ما استطعتم من قوة، الا ان القوة الرمي، الا ان القوة الرمي الا ان القوة الرمي.(مسلم او نورو په روايت).
عقبه بن عامر رضى الله عنه ايي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مې وا وريدل چې د منبر په سر يې و ويل: د هغوى د مقابلې لپاره د خپل توان په اندهزه تيارى و نيسئ، خبر اوسئ چې توان قوت ويشتل دى درې ځله يې را تکرار کړه.
و عن سلمه بن الاکوع رضى الله عنها قال مر النبى صلى الله عليه وسلم على قم ينتصلون فقال: ارموا بنى اسماعيل فان اباکم راميا….(د بخاري په روايت).
سلمه بن اکوع رضى الله عنها وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم له يوه قوم څخه تيريده چې غشي يې ويشتل نو ورته ويي فرمايل: غشي وولئ او د اسماعيل زامنو ستاسې پلار هم غشي ويشتونکى و.
و عن سعد بن ابى وقاص رضى الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: عليکم بالرمي فانه خير او من خير لهو کم.
سعد بن ابى وقاص رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: ويشتل د ځان کړئ ځکه هغه غوره دي او يا هغه ستاسي له لپاره غوره لوبو څخه دي.

د نښې نه ويشتلو او هيرولو په باب له ويرونه:

رسول الله صلى الله عليه وسلم نه يوازې دا چې مسلمانان نښې ويشتلو ته هڅوي بلکې په ډېر تکيد سره د هغې د دوام او ښې زده کړې امر کوي او له پريښولو او هيرولو څخه يې منع کوي…
عن عقبه بن عامر رضى الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من علم الرمى ثم ترکه فليس منا، او فقد عصى.(رواه مسلم).
عقبه بن عامر رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: چا چې ويشتل زده کړل او بيا يې پريښودل نو هغه زمږ څخه نه دى او يا ګناه کار شوى دى.
و عن ابى هريرة رضى الله عنه، عن النبى صلى الله عليه وسلم قال: من تعلم الرمى ثم نسيه فهى نعمة جحدها و فى رواية (من ترک الرمى بعد ما علمه رغبة عنه، فانها نعمة ترکها، او قال: کفرها).(رواه الطبراني فى الصغير و الاوسط).
ابو هريره رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرماييلي: چا چې زده کړې وروسته ويشتل قصدا پريښوول، نو هغه نعمت پرې ايښى او يايې د نعمت کفران کړى دى.

د نښې ويشتلو پخوانى او اوسنى ارزښت:

رسول الله صلى الله عليه وسلم د حسي جهادي تياري له اړخونو څخه نښې ويشتلو ته ځکه ډېره پاملرنه کړې ده چې ويشتل په هر وخت او هر زمان کې د جهاد (جنګ او جګړې) اساسي عنصر دى.
نښه ويشتل په حقيقت کې د قتال (جنګ) ډېرې غوښتنې پوره کوي…. او د جنګ نور اړخونه او اړتياوې د نښې ويشتلو په نسبت ثانوي او دويمه درجه بلل کيږي….

د نښې ويشتلو پخواني وسايل:

پخوا د نښې ويشتلو وسايل داوو:
•    د غشي ويشتل چې له ليندۍ څخه ويشتل کيږي.
•    د نيزې ويشتل چې د مټو په زور سره کيږي.
•    د مجنوغزه ويشتل چې د ويشتونکي د مټو په زور ويشتل کيږي، او تيږه يا د اوسپنې ټوټه پکې وي.
•    منجنيق ويشتل، منمجنيق يو ډول خاص ګاډى دى چې د اور اچونکو موادو يا جوش شوو اوبو يا ډبرو ويشتلو لپاره په کار راوستل کيږي او يا د دښمن د راغونډيدو ځايونه ورباندې ويشتل کيږي.

د نښې ويشتلو نني وسايل:
د نښې ويشتلو د نننيو او پخوانيو وسايلو تر منځ ډېر ورته والى وجود لري د مثال په توګه:
•    د تفنګچې ويشتل چې د مقلاع (مچنوغزې) له ويشتلو سره نژديوالى لري ځکه دا د مشق له لارې د لاس په برابري پورې اړه لري.
•    د سپکو ماشيندار ډوله وسلو لکه کلاشينکوف او……
•    د اوتو ماتيکو ټوپکونو لکه ام ١٦ ناتو او فال ويشتل.
•    د سپکو ماشيندارو که ديکتريرف او…
•    د متوسطو ماشيندار لکه ګرينوف، ماشيندار٥٠٠ ويشتل.
•    د هاوان توپ او ويشتل.
•    د صحرايي توپونو يشتل.
•    د ډول ډول توغنديو توغول.
•    د ټانګ ضد راکټونو ويشتل لکه آر. پي. جي.
•    د لاسي بمونو اچول.
•    د هوايي قواوو ضد توپونو ويشتل.
په دې ترتيب سره ګورو چې د جنګ او جګړې زيات شمېر پخواني او اوسني وسايل د نښې ويشتلو لپاره په کار راځي، او همدلته د نښې ويشتلو زده کړې ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم له خوا د هڅونې او ترغيب اهميت څرګنديږي.
کيداى شي په دې هکله (الموسوعة العسکرية) نومي کتاب ته مراجعه وشي.
_________________________________________________
سرچينه:

د كتاب نوم: د اسلامي مبارزي الفبا
ليكنه: فتحي يكن
ژباړه: سلطان محمود صلاح
چاپ: انتشارات اصلاح افكار، كابل، خوشحال مينه، د شاداب ظفربلاكونو ترشا.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب