په اسلامي ټولنه کې دمدرسې رول

دلوى او سپېڅلي څښتن په مينه ناک نامه چي دژوندانه دحقيقي تمدن کور يې دلومړى ځل څخه ترپايه مدرسه جوړه کړې ده .

دمدرسې نوم زموږ په ټولنه هغه لفظ دئ چي زموږ دټولني هر وګړى ورسره اشنا دئ خو وړاندي تر دې چي دمدرسې په ښو پايلو پوه سو غواړم چي دمدرسې لفظ په لږه پيمانه وڅېړم .

مدرسه دجوړښت له نګاه يو عربي کلمة ده چي دصرفي قانون لخي ورته دظرف مکان صيغه او ددرس ځاى په معنى ده البته هر هغه ځاى چي په هغه ځاى کي هر اړخيزي زده کړي ترسره کيږي خو دمحتوى له پلوه په ديني زده کړو متغني وي خو ديو عالم په وينا چي دمدرسې ددغه تعريف سره موافق نه دئ ـــ مدرسه دهغه ځاى څخه عبارت ده چي دطالب العلم رابطه دخپل څښتن تعالىY سره جوړيږي نه داچي مدرسه دڅو عربي کتابو دزده او ورزده کړي ځاى دئ او همدارنګه مدرسه دانسان نه بلکي دانسانيت جوړوني ځاى دئ .

مدرسه هغه مکرم او معظم ځاى دئ چي په هغې کي دانسان فکر داسي جوړيږي چي دخپل ارزښت ناک ژوند هره شيبه او هر ګړى بې ځايه اوعبث تېر نه کړي او دخپل ژوند په اوږدو کي دهر باطل او هر ناپوه انسان لپاره دخير داعي اوبلونکى وگرځي او همدا ډول په مدرسه کي داسلام دسپېڅلي دين بلونکي او دهمدې دين پتنګان روزل کيږي مدرسې هغه ديني او انساني مرکزونه دي چي دهمدې مراکزو څخه دمځکي پرمخ دنړۍ وهرګوډ ته دهغه سپېڅلي دين او هغه سپېڅلي ژوند شغلې او ځلاوي رسيږي چي په هغه دين کي هيڅ ډول نيمګړتيا ، هيڅ ډول عيب او هيڅ ډول خواشيني او خفګان نه ليدل کيږي بلکي هرانسان ددې روښانه او الهي دين په منلو سره په دهوسايۍ او خوشالۍ احساس کوي .

مدرسه دهغه ودي او سوکالۍ پلاز دئ چي نه يوازي دتمدن ، عقېدې او انسانيت جوړښت پکښي رامنځته کيږي بلکي په روهي (روحي) لحاظ هم درملنه پکښي کيږي ځکه که تاسو يو نامسلمان کس وپوښتى حتما به پر خپل ژوند باندي بې اعتماده وي او روحا به ناارامه وي خو کله چي يو مسلمان وپوښتل سي هغه به هر وخت دخپل روهي ارام لپاره درملنه پلاس کي لري ځکه که کوم تکليف ورته پيښ سي دڅښتن تعالىY رحمت يې بولي او که خوشالي ورته پيښه سي نعمت يې بولي همدا درملنه په مدرسه کي تر لاسه کېداى سي که دغه موضوع په لنډو ټګو کي را ونغاړو ويلاى سو چي مدرسه دجسمي ، روهي ، مدني او مذهبي جوړښت مرکز دئ ، مدرسه يو داسي کار ځاى دئ چي په هغه کي دانسان زړه او دماغ تربيه کيږئ ، مدرسه داسي ځاى دئ چي په هغې کي ټوله جهان او ټول موجودات دانسان دنظر مورد کرځي .

مدرسه دنبوي ژوند له چينې څخه اوبه اخلي او په هغه اوبو سره دنيوي ژوند اوبوي . دا يوروښانه حقيقت دئ چي نبوي چينه هيڅکله نه وچيږي او بشريت هيڅکله دهمدې چينې څخه دبې نيازى احساس او فکر نه کوي مدرسه په کوم وخت او کوم چا پوري محمديe پوري اړيکي لري دا يوڅرګند حقيقت دئ چي نبوت محمدي به ابدي وي نو کوم کسان چي غواړي يو س خاصه نه ده چي دوخت په تېرېدو او يا دکوم چا په ورکېدو سره ورکه او يا سقوط وکړي بلکي مدرسه مستقيما په نبوتوکاله ژوند وکړي او دژوند هر لحظه يې په بې شمېره ګټو بدله سي حتما ورلره پکارده چي دمدرسې په ښګڼو ځان پوه او ګټه ځني واخلي .

په درنښت

ليکوال : قاري صالح محمد (مدثر)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب