په اسلامي ټولنه کې ښځه او حجاب

د اسلام مبارک دین داسی دین دی چی نر او ښځي ته یي پوره او مکمله حقوق ورکړی او په نړۍ کښې به داسی بل دین نه وي لکه اسلام چه څومره ښځو ته توجه او پاملرنه کړې، پدې خا‌طر چې د ښځې حقوق تلاف نشي او په ښځې باندې  کوم ظلم او زیاتی ونشي ځکه ښځه د یوې ټولنې په جوړولو کښې له نر نه زیات حیثیت لري.
او ښځه کولای شی چې ټولنې ته داسې څوک وروزي چه ټول بشریت او انسانیت ته ترې فایده ورسیږي او داسلامي ټولنې د ترقی او پیشرفت سبب شی بل ښځه د نر لپاره نیم ژوند دی او نر کولای شی چی  خپل ټول د ژوند د تګلارو مصلاحیتون له ښځی سره شریک او په هغو کښې له ښځی سره صلاح او مشوره وکړی ښځه د نر لپاره د ژوندون یو مهم رازدار او د بدبختیو او نجسو کارونو څخه د نجات یوه ستره وسیله او سبب دی الله (ج) په خپل مبارک کتاب کښې فرمایلی چی ښځی د نر لپاره لباس (( پرده پوشی د خرابو کارونو څخه د منع کیدلو وسیله )) او نر د ښځی لپاره لباس دی نو رابه شو دی ته چی اسلام ښځی ته ډير لوی مقام او منزلت ورکړی خو بدبختانه په اوسنی وخت کښې  په بعضو ځایونو کښې په ښځو ډیر ظلم او زیاتی کیږی په هغوی باندی سخت سخت کارونه کول او هر ورځ په کور کښې د میړه له لاسه په زورونه لاس په سر دې او هغوی هغه حقوق چه اسلام ورکړی  ، نه دی ورکړل شوی په اسلامی ټولنۍ کښې باید ښځی ته خپل حقوق په پوره توګه وکړل شی او د ظلم او وحشت څخه باید وژغورل شی،
ځکه چی ما مخکی هم وویل چی ښځه د یوی ټولنۍ په جوړولو کښې مهمه ونډه لری  او کولای شی چی په خپل زیار او کوشش اسلامی ټولنۍ ته ترقی او پیشرفت وکړی او داسی یو څوک ورته وروزی چی ټوله نړۍ پری افتخار وکړی او د نړۍ ټول بشریت ته تر خیر ورسیږی خو متاسفانه په ننی وخت کښې په اسلامی ټولنه کښې داسی ښځی موجودیت لری چی هغو ترقی او تمدن بی پرده ګی او د کور څخه د باندی وتلو او چکر وهلو ته وایي اسلام ښځو ته د پردی ډير تاکید کړی حتی تر دی پوری چه که د ښځی پلار هم مړه وی نو ښځه نشی کولای چی بغیر د م یړه د اجازی څخه له خپله کوره راووځی ځکه پرده یا حجاب د ښځی لپاره یو وقار او عزت دی او ښځه کولای شی چی په پردی او حجاب سره خپل ځان د ورځنی فساد او د بدبختیو څخه وژغوری د ښځی او نر تر منځ پرده دومره ضرور ده چی آن خپل کور ته سړی هم بی غیر د اجازی ولاړ نه شی او په کور  کښې هم باید ښځه د خپل ځان او خپل لباس خیال وساتی او نرانو ته حکم شوی چې خپلو کورونو ته به هم بغیر د اجازی او په خفیه توګه نه  ننوځی ځکه چې رسول الله (ص) فرمایلی دی چی آیا دا مو خوښه ده چې خپله مور یا خور تاسی سرلوڅی او یا د بدن کوم لوڅ ځای ووینی نو دا خو هیڅوک هم نه خوښوی ځکه رسول الله (ص) فرمایلی چې کله کور ته ننوځی د کور دروازه ټکوی او یا هم خپله غاړه تازه کوی ځکه خامخا کور دی کیدای شی چی یا دسړی مور یا خور او یا هم د کور نوری ښځینه غړۍ سر لوڅی او یا د جامو اغوستلو په مهال وی او یا هم د بدن کومه برخه یي لوڅه وی او ته پری ناڅاپی راشی  نو ډیره بده خبره ده .
نو  ای د نړۍ مسلمانو میرمینو ! اسلام څومره د حیا او عزت  څخه ډک دین دی چې خپل کور ته به هم داسی نیغ سړی نه ننوځی تر دی چې یا به ور ټکوی او یا به غاړه تازه کوی  .

راځم دی ته چې یو څو خبری د پردی په باره کښې ما کولی چی موضوع رانه بلی خوا ته لاړه نشی الله (ج) د پردی په باره کښې په خپل کتاب کښې بار بار فرمایلی دی چی ښځی باید د نارینو نه پرده وکړی لکه الله (ج) د سوره النور په څلورویشتم او د سوره الاحزاب په دیرشم ایتونو کښې د هغی ښه تفصیل راغلی  اسلام د حجاب  (پردې) د احکامو په ترڅ کښې ښځوته امر کړی چې په خپلو کورونو کښې په درنښت او وقار اوسیږی که چیری د بهر وتلو اړتیا وه په هغسی ډول لکه څنګه چې د جهالت په وخت کښې ښځو عادت درلود په ارايش او ځان جوړولو سره دی ځانونه  نه ښکاره کوی عطر دی نه لګوی هغه زیورات او ګاڼه چې اواز کوی د کور څخه دی د باندی پکی نه راوځی .

د بشریت ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) د دغو حکمونو په تشریح کښې فرمایلی چې د ښځو د مخ  کاسه ، لاسونه او قدمونو څخه پرته نور ټول بدن عورت دی او باید د خپل پلار ، ورور څخه هم پټ وساتل شی ، بله غټه خبره د لباس ده نن سبا ښځینه طبقه داسی نرۍ او نازکی جامی استعمالوی چې د بدن اکثره برخی تری ښکاری لباس یي تنګ ، نازک او چسپی دار وی چې دا ټول شیان د ښځی د هلاکت او د ټولنۍ د بدبختیو لامل ګرځی  او د قیامت د نښانو څخه یوه نښانه ده  بل د ښځو لپاره حجاب او پرده څو ښکلی او ستری موخی په ګوته کوی.

1 : په پردی او حجاب سره د نارینه او د ښځی د اخلاقو د خرابیدلو مخه نیول کیږی د ټولو خرابو کارونو ور تړل کیږی او هغه ازادنه اړیکی چې نن سبا یي نر او ښځه په رسمی ادارو او دفتر کښې لری  ټول له منځه ځی .
2  :  په پردی او حجاب سره د سړیو او ښځو کاری ساحه بیلیږی او هغه دندی چې په فطرتی توګه ښځی ته ورکړل شوی ښه له اطمینان نه سرته رسوی  .
3  : په پرده او حجاب سره د کور او کورنۍ نظام محفوظ پاتی کیږی  هغه نظام چې اهمیت او ارزښت یی نه یواځی کورنی بلکی ټولنۍ ته هم دنورو نظامونوڅخه کم ندی .په اوسنی  وخت کښې په اسلامی ټولنی کښې ښځی دا ادعاکوی چی پرده د ژوند په لاره کښې یو مشکل او خنډ ده  او که دا ادعا کوی هم نه نو بغیر د پردی څخه د کوره راوځی  مطلب دا چې ښځه باید محکمه کښې قاضی  ولسی او دولتی ادارو کښې کار وکړی   او هم په ازادانه  توګه په بازارو کښې چکر ووهي او د سړیو د تفریح او ساعت تیری لپاره سرودونو ته رقصونه وکړی  او په خپله خوښه بغیر د میړه د اجازی نه د سودا اخیستلو لپاره بازار ته ولاړه شی  ، یو ساعت یا دوه ساعته د پردیو دکاندارنو سره کپ شپ ، چای خوری  وکړی او بعد د هغی نه خپل کورته راشی لکه څنګه چې مخکی په کابل کښې شیعه مذهبو ښځو داسی قانون کرزی صیب ته وړاندی کړی ؤ  چې ښځه د ټولنۍ په هر کار کښې په ازادانه توګه برخه اخیستلی شی که میړه یی اجازه ورکړی او که نه او همداسی نور څوقانونه یی هم وړاندی کړی ؤ خو د هغی نه به تیر شو چې کرزی صیب وروسته بیا تطبیق کړ نو دا زمونږ د ننی  اسلامی ټولنۍ د ښځو ادعا وی او حقوق دی چې دوی یي په غوښتلو مظاهری او سړکونه او عامی لاری بندوی ترڅو دوی ته دا  د ازادی حقوق ورکړل شی چې کله هم وغواړی د کوره ووځی او په ازادانه توګه لکه څنګه چې سړی داسی هم وظیفه مخ په وړاندی بوځی او هم هري خوا چکر ووهی.

ما م خکی هم وویل چې اسلام ښځی  ته پوره خپل حقوق ورکړی دی او هغه حقوق داسی عادلانه حقوق چې په هیڅ مذهب  اوهیڅ   دین کښې نشته خو د اسلامی حقوقو لاندی باید ښځه د اسلام اومرو ته هم غاړه کیږدی او څه چې اسلام وایي باید هغی ته لبیک ووایی  په اسلام کښې خو یو پرده ده چې په ښځه فرض کړیی شویده .  که چیرته هغه حقوق چی اسلام ښځی ته ورکړی له منځه ولاړ شی نو کیدای شی چې بیا هغه د جهالت دوره رامنځ ته شی لکه یهودی تمدن چې ښځه به یي د مریتوب په شکل ساتله او یا د کورنۍ سیستم د جوړولو د کورنۍ کارونو په کولو را بهر او سخت زشت کارونه چې د ښځی د وسی پوری ندی پری تر سره شی . که په اسلامی ټولنه کښې ښځه پرده او حجاب یو خنډ او مشکل کار بولی او په ازادانه توګه له نرانو سره اړیکی ولری او بازارو کښې چکری ووهی او همداسی په دولتی دفترو کښې او یا هم خارجی دفترو کښې  له نرانو سره یو ځای کارکولو باندی خوښ او خوشحاله وی او دا د ځان لپاره ترقی او پیشرفت بولی  نو لری نده چی یو ځل بیا به هغه د جهالت د دوری غوندی چلند چې یهودو به په خپلو ښځو کول راشی او ښځی ته به د یو مریی په توګه ګوری  او د نارینو په کاری میدان کښې به خوشی کړی شی تر څو په خپل لاس خپلو بچیانو ته نفقه پیدا کړی  نو ای مسلمانو میرمینو هغه  وخت څنګه احساسوی ؟ او هغه وخت به مو څه حال وی ؟
په درنښت

میاهدایت الله محمدی

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب