په اسلام او ټولنه کې د وخت ارزښت

وخت يو داسي لوی نعمت دی چي دارزښت په هکله ئې مسلمانان  اوکافران ټول متفق دي،هيڅوک ئې دقيمت په اړه سوال نلري ځکه دانسان وخت دده عمردی، اودده دابدي ژونددنيکمرغئ اواسانئ ماده ده،خومتاسفانه ډېرخلګ دوخت پرواه نلري اوقدرئې صحيح ندی پېژندلی،په عبث اوچټياتوکي ئې تېروي .

په حديث کي راغلي دي چي دقيامت په ورځ به انسان يوقدم نشي اخيستلي ترڅوچي دپنځوخبروځواب ورنکړي چي په هغوکي دوه سواله دعمرپه هکله دي یوداچي عمردي په څه کي تېرکړو
اوبل داچي ځواني(چي دانسان په عمرکي مهم وخت دی) دي په څه کي تېره کړه.نوبايددېته متوجه واوسوچي ددې وخت پوښتنه شته .
عن ابن عباس رضی الله عنهماقال:قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  نعمتان مغبون فيهماکثيرمن الناس :الصحة والفراغ ؛(اخرجه البخاري في صحيحه )له ابن عباس رضی الله عنهماروايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:دوه نعمتونه دي چي ډېرخلګ دهغوپه هکله  په تاوان کي دي يوروغ بدن اوبل اوزګارتيا.

تشريح:
پدې حديث کي ددې دوونعمتونوقدراوقيمت ته اشاره شوې ده .چي دامعمولي شيان نه دي بلکه دادالله تعالی له لوري لوی نعمتونه دي،نوداهسي په عبثوکاروکي مه ضائع کووئ.

دادوه نعمتونه يوداچي انسان په بدن روغ وي،هيڅ ډول رنځورنوي اوبل داچي فارغ اواوزګاروي دښه کاروخت لري،کولای شي چي يوعمل وکړي نودالوی نعمتونه دی خومتاسفانه چي موږډېروخلګوددې دوونعمتونوصحيح قدرونکړ. دترمذي شريف په يوه حديث کي راغلي دي چي پنځه شيان دپنځونوروترراتګ مخکي غنيمت وګڼه :ځواني تربوډاوالي مخکي،صحت تررنځورتيامخکي، شتمني ترفقيری مخکي،اوزګاري ترشغل مخکي اوژوندترمرګ مخکي .
دترمذي په يوه بل حديث کي راغلي دي چي :من حُسن اسلام المرءترکه مالايعنيه (دسړي داسلام دښه والي څخه داده چي عبث کارونه پريږدي )

يعني هغه کارپرېږدي چي نه ددين ګټه وي اونه ددُنيا،په چاکي چي داصفت موجودشوچي عبث کارونه نکوي نوداښه مسلمان دی .
زموږددين مشرانودوخت قدرپېژندی نوځکه به ئې دوخت ډېراهتمام کوی.
جليل القدرصحابي عبدالله بن مسعودرضی الله عنه فرمائلي دي چي زه په هيڅ شي دومره نه يم پښيمانه شوی څومره چي زه په هغي ورځي پښيمانه يم چي لمرئي  ولويدی زماعمر پکي کم شواوعمل مي پکي زيات نه شو.
خليفه صالح عمربن عبدالعزيزرحمه الله فرمائلي دي چي ورځ اوشپه په تاکي خپل عمل اوکار کوي (چي عمردي کموي)نوته هم په دې دواړو(شپه اوورځ )کي کاروکړه وکړه .
يعني داسي کاروکړه چي هغه ستاپه ګټه وي .
حسن بصري رحمه الله فرمايلي دي چي اې ابن اٰدمه ته ورځي يي نوچي کله يوه ورځ ولاړه شي نوستابعضي وجودولاړی .
اوماداسي خلګ ليدلي دي چي څومره تاسوپه روپواواشرفو

باندي حارصان ياست تردي زيات هغوی په وختونو حارصان وو(ارشادُالعباد)
په قراٰن کريم کي الله پاک په ډېروځايونوکي په وخت باندي قسمونه کړي دي،الله پاک چي په کومو شيانوباندي قسمونه کوي نود هغه اهميت اوارزښت ته اشاره وي چي يوله هغونه سورۀ العصردی چي الله تعالی  فرمائلي دي چي هرانسان په تاوان کي دی مګريوازي هغه خلګ له تاوان څخه بچ دي چي داڅلورصفتونه لري

والعصرإن الانسان لفي خسر.إلاالذين اٰمنواوعملواالصالحات وتواصوبالحق وتواصوبالصبرپدې مبارک سورت کي الله پاک دانسان يومرض،دهغه سبب اوڅلورعلاجونه ذکرکړي دي

مرض ئې دادی چي انسان په خساره اوتاوان کي دی،ددې سبب دادی چی دی خپل عمراووختونه ضائع کوي،ددې مرض علاج په څلوروکاروسره کيږي اوپدې څلوروکاروسره انسان لدې مرض څخه ژغورل کيږي :

په الله تعالی به داسي ايمان راوړي څنګه چي الله تعالی ئې غوښتنه کړې ده.
دايمان سره به نيک عمل کوي  چي دپيغمبرصلی الله عليه  وسلم دطريقي مطابق وي دحق وينابه کوي .
څلورم:دحق په لارکي تکليفونه راځي پدې تکليفونوبه دصبرکولوويناکوي .
داڅلورکارونه چي په چاکي راغلل هغه به لدې مرض څخه خلاص وي .
صحابۀ کراموبه له يوه بل سره دملاقات په وخت کي سورۀ عصر    لوستئ ځکه داسورت مختصرهم دی اوداختصار سره  پدې سورت   کي پوره وعظ اونصيحت پروت دی که څوک پدې سورت کي فکروکړي .

لدې امله امام شافعي رحمه الله فرمائلي  دي چي کچيري خلګ پدې سورت کي  سوچ وکړي نوداسورت ددوئ (دکاميابئ)لپاره کافي اوبس دی.داځکه چي امام شافعي رحمه الله ددې سورت په مقصدپوه شوی وو.
امام فخرالدين رازي ه فرمايي:الله پاک پدې سورت کي په زماني باندي   قسم کړی(معلومه خبره ده چي دازمانه دانسان عمردی) ځکه چي په زمانه  کي ډېرعجائب راځي:خوشحالي،خفګان ،صحت ،رنځ ،مالداري اوغريبي ټول پکي راځي .

بله وجه  داده چي دعمرسره په قيمت  کي هيڅ شی هم برابر ندی،  عمرترهرشي دانسان لپاره فائده منداوقدرمنددی، که ته زرکاله په عبثوکاروکي ضائع کړي اوبياتوبه وباسي،سعادت اونيکمرغي دي دعمرپه اٰخرکي په برخه  شي،نوته به تل ترتله په جنت کي يي نومعلومه شوه  چي ستالپاره  ترهرڅه زيات قدرمن شی پدې اٰخري  شيبه کي ستاژوندوو۔نوزمانه له اصلي نعمتوڅخه ده ،لدې امله الله پاک ورباندي قسم کړيدی،او خبردارئ  ئې ورکړيدئ چي شپه اوورځ دايوفرصت دی چي  انسان  ئي  له لاسه ورکوي .

بل داچي  زمان (وخت )ترمکان (ځای )ډېرعزتمنددی لدي امله الله تعالی    ورباندي قسم کړی دی ځکه وخت يوداسي ځانګړی نعمت دی چي پده کي هيڅ ډول عيب اوتاوان نشته ،تاواني اوعيبناک انسان دی (تفسيرکبير)
امام شافعي رحمه الله فرمايي:مادصوفيانوسره ملګرتياوکړه نويوازي دوه خبري مي ترې  زده کړې :يوه داخبره چي دوی به ويل :وخت توره ده که ئي ته پري نکړي نوتابه پري کړي.
اوبله دا چي :که ته خپل نفس په حق لګيانکړي نوتابه په باطل لګياکړي.
دوخت دقدراوقيمت په سبب الله تعالی ورباندي په ډیروسورتوکي قسمونه اخيستلي دي،الله پاک چي په کوم شي باندي قسم اوکړي نودادهغه شي اهميت اوفضيلت ته اشاره وي.

دوخت دقدرپه اړه ارسطوچي     مشهورفيلسوف دی داسي وايې :
وخت دالله جل جلاله يوامانت دی ،دهغه ضائع کول خيانت اوبربادي ده .په زړه کي دداسي شي سره رغبت اومينه مه ساته چي دوخت دضائع کيدلولامل ګرزي..ددنياټول سره اوسپين دوخت په وړاندي هيڅ ارزښت نه لري .په تيرشوي وخت پسي افسوس اوپښيماني څرګندول هيڅ  ارزښت نه لري .وخت ددنياروح ده.څوک چي وخت ضائع کړي ،پوه شئ چي وخت به هم هغه ضائع اوزيانمن کړي.(ارسطو)

زموږددين مشرانودوخت قدرپېژندی لدې امله به ئې بالکل نه ضائع کوی.
حمادبن سلمه رح چي يومشهورمحدث دی دهغه په هکله ئې شاګردعبدالرحمان بن مهدي وايې :کچيري حمادبن سلمه ته ويل شوي وای چي ته سبامري نوپدې به نه وی توانېدلی چي په خپل عبادت کي زياتوالی وکړي(قيمة الزمن عندالعلماء)
ځکه هغه دوخت دومره اهتمام کوی چي داسي خلاص وخت ئې بالکل نه ووچي پده دي عبث تېرشي.
که څوک غواړي چي زماوخت دي عبث اوبې ځايه نه تېرېږي نوداکارونه دي وکړي :
دنيت صحيح کول په هرکارکي پدې سره مباح کارونه هم دثواب لامل ګرزي .

داميدونو کمول داسي دي نه وايې چي اوس زه ځوان يم بيابه وروسته ښه کارونه کوم يعني دنن کاردي سباته نه پرېږدي بلکه چي څومره ئې وس کيږي ښه کاردي ژرکوي ځان دي داسي وبولي چي کېديشي دامي دعمرآخيرنئ ورځ وي معاذبن جبل رضی الله عنه ته رسول الله صلی الله عليه وسلم  داسي فرمائلي وو:دالله داسي عبادت   کوه لکه ته چي الله ويني،واعددنفسک في الموتی ځان په مړوکي حساب کړه،دالله ذکردهري ډبري اووني سره کوه اوکله دي چي ګناه وکړه نودهغې سره په څنګ کي نېکي وکړه دپټي په مقابل کي په پټه اودښکاره په مقابل کي په ښکاره نېکي وکړه(اخرجه الطبراني واسناده صحيح)نوداکارونه که څوک وکړي انشاء الله دهغه وخت به نه ضائع کيږي .

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه وعلی من تبعه باحسان الی يوم الدين

عصمت الله عزام

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب