په اسلام کی لوڼو د روزنې مقام

د اسلام سپیڅلي دین همیشه د ښځو حقوقو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، که هغه د مور، میرمنې او یا د لور په توګه وي. د دې ترڅنګ اسلام تل ټینګار کړی چې د اولاد په روزنه کې مور او پلار باید له ډیرې پاملرنې کار واخلي او په اسلامي اصولو د خپل اولاد روزنه وکړي، په ځانګړی توګه د لوڼو د روزنی په باره کې، ځکه چې څوك د اسلام د اصولو سره سم د خپلو لوڼو روزنه وکړي، نو هغه د الله رب العزت په نزد د نارینه اولاد د روزنی په پرتله  ډیر مقدم او محبوب دی او داسې مور او پلار ته د قیامت په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګانډيتوب وعده ورکړل شوی دى.
د انس رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:  چا چې دوه لوڼې په اسلامي طریقه وروزلې تر ځوانۍ پورې وروزلې، نو د قیامت په ورځ زما داسې ګاونډى وي لکه دوه ګوتې او بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ګوتو ته اشاره وکړه.

نو دا څومره د نیکمرغۍ ځای دی چې روزنه خو مونږ د خپل اولاد کوو او درجه د الله تعالی په وړاندې دومره لوړه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نږدیوالی پری حاصلیږی. بی شکه چې الله رب العزت په خپل کتاب کی فرمايي چې ذالک فضل الله یوتیه من یشاء.
په یو بل روایت کې هغه مور او پلار ته چې د لوڼو روزنه يې د اسلام سره سمه كړې وي، ته د جهنم د اور څخه د ژوغورولو زیری ورکړل شوى دی.

د احادیثو د مطالعې څخه دا خبره په ډاګه کیږي چې اسلام د لوڼو په روزنه ډیر تاکید کوي ځکه د لور غیږ د راتلونکي نسل د مدرسې حیثت لري. که چیرې د لور روزنه په سمه توګه وشي، نو هغه به یقینا د خپل اولاد روزنه د اسلام پر اصولو برابره وکړي. د دې لپاره خو اسلام د لور په روزنه ډیره پاملرنه کړې او مور پلار يې هڅولې چې د لوڼو په روزنه كې هیڅ عفلت ونه کړي. که چیرې د لوڼو روزنه په سمه توګه ونه شي، نو د راتلونكي نسل روزنه د سوال لاندې راځي.
هټلر وایي:
Give me a good mother, I assure you of a good nation.
که چیرې تاسو ما ته یوه ښه مور راکړی، نو زه به تاسو ته د یو ښه نسل ضمانت درکړم.
لنډه دا چې الله تعالی مونږ ته کوم اولاد نعمت را په برخه کړی نو باید د الله تعالی د شکر تر څنګ د هغوی په روزنه كې پوره پاملرنه وکړو.

عطاءالرحمن درانی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب