په اسلام کې د ښځې حقوق او دندې

د اسلام مقدس دين د نر او ښځی مساوات د انسانيت او بشري کرامت په دايره کې تضمين کړي دي .

دښځی اونر ترمنځ چه په ځنو حقونو او دندو کې فرق ورکړشوي دي دا فرق دفطري اختلافاتوپه نظرکې نيولوسره شوي دي چه دا اختلافات په قطعی توګه په ښځه اونرکې موجود وي .

داسلام مقدس دين چه دښځی اونر ترمنځ دحقوقو اودندوياوظايفو کوم ويش کړی دی ډيرعادلانه ،دهراړخيز حکمت ،مصلحت اود فطری جوښت په نظر کې نيولوسره کړي دی .

 

نرياښځه هغه وخت خپل آساسی وظايف په کاميابۍ سره ترسره کولای شي چه دفطری جوشت مطابق وظيفه اودنده وروسپارل شي .

مثلاٌ  ښځه نسبت نر ته  دلوړ رحم ،عاطفې اوزړه سوي لرونکې ده نو ځکه ښځه دمور کيدلو لوړ قابليت لري

your ads

هغه مور وي چه  کومه شپه يې  اولاد نارام  يانا روغ وي  ترسبا دخپل بچي  لپاره شپه په رڼو سترګو سبا کوي آيا پلار به دومره حوصله  وکړای شي  ؟ نه

اسلام مشري اوقيادت يواځې  دنر لپاره ټاکلی قوله تعالی ((الرجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ)) (النساء ۳۴ ) داځکه چه سړي دکور خرچ برداشت کوي ،له نورو خلکو سره اجتماعی روابط لري او دخارجي حوادثولپاره دقوي جسم لرونکې وي همدارنګه دحکومت مشري اوقيادت  هم نرينه مناسب دي ځکه حکومت داسې يوه قوه وي چه دخلکو دحقونو ساتنه وکړای شي ،عدالت قايم کړي . خوحکومت هغه وخت خپلو موخو ته رسيدلای شي چه حدود جايري کړي ،مجرم ته سزا ورکړی  دظالم د ظلم مخ ونيسی .

يوخوداچه دغه دنده دظالم ،جابر ،بدمعاش اومجرم پروړاندي مبارزه  اودخلکو دحقونو ساتنه يوه درنه دنده ده دښځی دفطري جوښت سره مناسبه نده .

بل داچه ښځه نسبت نرته  د رحم ،عاطفې او زړه سوي په  لرلوسره ددی ويره وي چه ښځه به د حدودو په جايري کولو او مجرم ته د سزا په ورکولو کې پاتې راشي او دخپل رحم ،اوعاطفې له مخې به مجرم  ته سزا ورنشي کړای  . کله چه مجرم ته سزا ورنشي کړای نو هيڅ کله هم د ام نيت راټګ او دخلکو دحقونو ساتنه نشي کيداي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په نار ينه دخپل اهل عيال نفقه فرض شوي ترڅو دنفقی ګټلو لپاره د کور څخه بهر منډې  ترړې ووهي  کله داسې وخت هم راشي چه په خپل ولس او سيمه کې کار اوکسب نه پيداکيږی نو سړی لري لري ملکونو ته دنفقی ګټلو لپاره سفر کوي ،مسافرۍ کوي  آيا ښځه داسې کارونه کولای شي؟ سالم عقل نه

اسلام دغيرت دين دی  نوبايدمسلمان ترخپله وسه د حلالې نفقی لپاره خپلی منډي ووهي اوخپل اقتصادي توان  لوړ کړي  اوپدي لاره کې دزري ټمبلې ونه کړی ،يادبی غيرتۍ له وجی اويا هم دمجبوريت له وجی خپلی ښځی دسړيوسره دکډکار لپاره ونه ليږي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نن زمان چه کوم سازمانونه دښځی دحقونو اومساوات نارې وهې دغه شيطانی حلقې ادعا کوي  چه مونږ دښځی اونر ترمنځ برابري يا مساوات  اودهغه حقونه غواړو.

دغوشيطانی حلقوته په ځواب کې داسې وايو:

په اسلام کې اصلاً دنر اوښځې ترمنځ هيڅ فرق نشته کوم عبادات چه په نر لازمې دي هغه په ښځه هم دي  ولې که ځنی حقوقی يا عبادي فرقونه موجود دي  هغه دفطري اختلافاتو په وجه دي لکه چه مخکې اشاره ورته وشوه .دښځی خاوندجهاد ته ځی خودکوراو اولاد څارنه خپلې ميرمنې ته پريږدي نوښځه دجهاد په اجر اوثواب کې دنر سره شريکه شو

نر اوښځه په  حقونو اودندو کې ( په کوموکې چه دفطري اختلاف په وجه فرق لري )هغه وخت مساوي  کيدای شي چې د نر اوښځی فطری جوښت سره مساوي شي  آيا دښځی يا نر فطري جوښت ته څوک تغير ورکولای شي ؟

نو دښځی دفطري جوړښت خلاف دنده ورسپارل  دښځی پرفطري خواص تجاوز ندي  او داد ښځی په حق کې ظلم ندي .

دا نو ښه عدالت دي چه ښځه دي هم مور وي او هم دي دبل نوکرې وکړی .

که خپله وظيفه (مورکيدل ) تر سره کوي يعنی د اولاد روزنه  نو نوکري به څنګه کوي  او که نوکري ته ځی اوداولاد دخدمت لپاره بله خادمه نيسی يايې کوم ارګان ته ليږي .آيا دابه داولاد په حق کې ظلم نه وي چه  اولاد  دخپل مور له مهربانه غيږي څخه جلا کوي ؟

دنراوښځی دواړو وتل له کوره څخه د پيسوګټلولپاره يوطرفه هدف دی يعنی يواځی ماديات  آيا دژوندهدف يوازی د مادياتو په لاس راوړل دي ؟

داکور اوژوند نو څه مفهوم لري که دپيسو ګټل وي خو دژوند برابرولو لپاره نه دژوند بربادولولپاره

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دښځی دح قوقواومساواتو داعيان  دکور کار او داولاد روزني اوپالنې ته دنده نه وايې

پداسې حال کې چه نن ورځ په نړی کې دانسانانودتعلمی روزنی لپاره بی شميره مدرسی ،مکاتب ،پوهتونونه اونور علمی مراکز او ليليی لوی شوی  انتظامات او مصارف په نظر کې نيول شوي دي .

آيا دانسان ابتدايې بدنی روزنی ته هم دنده نه وايې ؟

هودمظومی ښځې  حقوق ،آزادي اومساوات همدي ته وايې  :

مسلمان ښځه نن په کفري نړي کې اسلامې حجاب ته نه پريږدي  دانو آزادي شوه ؟ دانودښځی حق شو؟

ښځه په لوی لاس بط حجابه کوي دخپلوشهوانی اهدافو په موخه ،ښځه يوتجارتی سمبول ګرځوي خپل خراب جنس دښځی په تصوير خرڅوي … دانو دښځی حقوق شول ؟

مظلومی ښځی په نظامی اډو کې شپی سبا کوي هلته ډيرکرته ورباندې جبري جنسې تجاوز کيږی آيا دادنر اوښځی مساوات دي ؟

خالق تعالی م وتباه کړه پدي درواغجنو ډرامو آيا تاسې ته دا خلک دومره کورمغزه ښکاري .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مسلمانوخوندو !

پام کوي چه ددې شيطانی حلقو دتبليغاتو ترتاثيرلاندې رانشئ ستاسې دا ايمانی دنده ده چه خپل حجاب وساتې له بيګانه خلکوسره رابطه مه کوي ستاسو همدا سنګردي .

پام چې سنګرموخوشې نه کړي دژوند ترپايه دکفري تبليغاتو پروړاندی خپل مبارزه جايری وساتئ .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب