په اسلام کې د حیاء اهمیت

حیاء دانسان یوفطري صفت دی،کوم انسان چې زیات حیاناک وي، هغومره زیات په خپله ټولنه کې عزتمندبلل کیږې. ځکه چې حیاء دیوخاص حالت اوکیفیت نوم دی چې دانسان په زړه کې دایمان په سبب سره دهر بداو معیوب کار څخه نفرت اوکرکه پېداکوي.

په شریعت اسلامي کې دغه صفت ته ځانګړئ مقام ورکول شوئ او رسول الله صلّی اللهُ علیه وسلّم خپل اُمت ته ددغه صفت د مراعت کولو ډېر زیات تأکېد کړئ، د حیاء په باب کې زیات شمېر أحادیث مبارکه راغلي چې د “مُشت نمونه خروار” په توګه څه أحادیث ذکر کول غواړم.

۱- حضرت عمران بن حُصین رضی الله عنهُ فرمایي چې رسولُ الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل! اَلحَیاءُ لَایَأتٍی اِلَّابٍخَیرٍ وَفِی رِوَایَةٍ اَلحَیَاءُ خَیرٌ کُلُّهُ [بخاری،مسلم ومشکوٰة]

۲- حضرت زیدبن طلحه رضی الله عنه فرمایي چې رسولُ الله صلی الله علیه وسلّم وفرمایل اِنَّ لِکَلً دِینٍ خُلُقًا وخُلُقُ الاٍسلَامِ اَلحَیَاءُ [بیهقی فی شعب الایمان ومشکوٰة]

ژباړه.د هر دین یو خاص عادت وي خو د اسلام عادت حیاء ده.

۳- حضرت ابن عُمر رضی الله عنه د رسولُ الله صلی الله علیه وسلًم څخه را نقل کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلّم وفرمایل! اِنَّ الحَیَاءَ وَ الاِیمَانَ قُرنَاء جَمِیعًا فَاِذَا رَفَعَ اَحَدُهُمَا رَفَعَ الآٰخَرُ [بیهقی فی شعب الایمان ومشکوٰة شریف]

ژباړه.حیاء او ایمان دواړه یوبل سره تړلي دي، له دوی څخه که یو پورته(زائل) شي دویم هم ورسره پورته کیږې.

۴- د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلّم وفرمایل اِنً مِمَّا اَدرَکَ النًاسُ مِن کَلَامِ النًبُوَةِ الاُولٰی اِذَا لَم تَستَح فَاصنَع مَاشِئتَ [بخاري ومشکوٰة شریف]

ژباړه: د تېرو شوو انبیاء کرامو د خبرو څخه خلګو دغه خبره هم موندلي چې که ته حیاء ونکړې بیا چې هرڅه غواړی هغه وکړه.

۵- ابوهریرة رضی الله عنه روایت کړئ چې رسُول الله صلی الله علیه وسلّم وفرمایل! اَلحَیَاءُ مِنَ الاِیمَانِ وَ الاِیمَانُ فِي الجَنَّةِ وَالبَذَاءُ مٍنَ الجَفَاءِ وَالجَفَاءُ فِي النَّارِ [ترمذي ومشکوٰة شریف]

ژباړه: حیاء له ایمان څخه ده او ایمان یعنی (خاوندان د ایمان)په جنت کې دي او بی حیایې د بدۍ څخه ده او بدۍ والا همیشه په جهنم کې وي.

له مذکوره أحادیثو څخه معلومه شوه چې د الله ربُّ العزت څخه حیاء کول ضروري دي او ددي لپاره یوازې د خولې وینا او دعوه کول کفایت نکوي بلکې خپل بدن، روح او نفساني خواهشات به د الله ربُّ العزت په اطاعت کې رنګېنول او په هرحالت کې د الله رب العزت د بندګۍ خاص خیال ساتل ضروري او اړین دي.

په اسلامي شریعت کې له حیاء څخه مُراد یوازې د انسانانو څخه حیاء نه بلکې مقدس دین خپلو منونکو ته د “اللهُ عَلِیمٌ وَخَبِیرٌ” ذات څخه د شرم کولو تلقین هم کړئ چې پټ او ښکاره حاضر او غائب شیان پېژندونکئ دی. د داسې ذات څخه د شرم کولو تقاضا دا ده چې کوم عمل د هغه په نظرکې بد وي هغه عمل باید په هېڅ وخت کې ترسره نسې او خپل دبدن ټول غړي د هغه بد عمل د نه کولو پابند جوړ کړي.

الغرض، حیاء او شرم نه یواځې د عامو خلکو بلکې د شریعت له نظره هم خوښ او غوره عادت دی چې باید په هرمؤمن کې په کامله توګه موجود وي، مسلمان که چیرې له دي صفت څخه محروم وي نوهغه بیا هېڅ کله د ایمان پر تقاضاؤ په کامله توګه عمل نشي کولاې.

لیکوال: ملت پال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب